دوا څه شي ده ? تعريف دوا : هغه کيمياوى ماده يا مخلوط مواد دى چى د انسان عضويت ته داخل شى يا په سطحه د عضويت تطبيق شى مرض تداوى , مرض کم يا وقايه کړي د دوا پنوم یادیږي .دوا دري ډوله نومونه لري👈 د دوا #کيمياوى نوم 👈 د دوا #جنريک نوم 👈 د دوا #تجارتى نوم1 --- 👈 د دوا کيمياوى نوم د دوا د کيمياوى جوړښت په اساس ورکول کيڔى مګر په نسخه کي نه ليکل کيڔى . 2 --- 👈 د دوا جنريک نوم يعنى دوا اصلى نوم چى بين لملللى نوم هم ورته ويل کيڔى . 3 --- 👈 د دوا تجارتى نوم چي د يوي کمپنۍ لخوا ورکول کيڔى يوه دوا کولى شى څو تجارتى نومونه ولري لکه مٿال یا بیلګی په توګهلاندي کمنټ کي د دوا عکس وګورئ زیټرو Zetro د دوا تجارتى نوم دى خو لاندى قوس کي (Azithromycin ) ، د دوا جنریک اصلى او بين لملللى نوم دى چى مونڔ کولى شو په همدى نوم دوا وپيژنو ، يعنى کمپنى کولى شى چى د نوم د اسانه تلفوظ لپاره څو نومونه ورکړي لکه د Zetro پر ځاي کولى شى Zetra نوم ورکړي ، خو جنريک نوم هيڅکله تغير نکوي ، د دوا د کيمياوى موادو په اساس په خپل ځاى پاتى وى ، یعنی د دوا فرموله مونږ د دوا جنریک نوم څخه پيژندلی شو حتا که د نړۍ په هر کوټ کی یو ، حتا که په داسی یو هیواد کي ژوند کو چی هیس دهغوی په ژبه باندي نه پوهیږو ، خو چی مونږ ته دوا جنریک نوم یاد وی ، نو مونږ کولی شو چی دوا د همدي #جنریک نوم په اساس وپيژنو او استفاده يی کړو، نو ترټولو مهم د دوا جنریک نوم یادول مهم دی اود #تجارتی یا کمپنۍ نوم یوازی د یو هیواد دننه د ارزښت وړ وی شاید په بهر کی دومره د پيژندلو وړ نه وی نو مونږ چي دوا پيژنو هغه د جنریک نوم په اساس پيژندلی شو نو مونږ چی کوم درس وړاندي کو هغه به ټول د جنریک نوم په اساس تاسو ته وړاندی کو انشاءاللهراتلونکى پوسټ د #انتى #بيوټيک کورنۍ تشريح کوو ترټولو مهم ترين درمل انتي بيوټک درمل وپيژنى دهغو کورنۍ وپيژنۍ زيات خلک يي په خپل سر کاروى جانبي عوارض ، مکانيزم ، اغيزې ، مخنيوى ، دوز هر يو انتي بيوټک په باره کي ښه او غوره معلومات ترلاسه کړينوټ : تاسی نن باید دومره زده کړئ چی دوا څه شي ده او څو ډوله نومونه لری دوا هغه کیمیاوی یا مخلط مواد دي چی د انسان عضویت ته داخل شی یا په سطحه د عضویت تطبیق شی مرض کم ، مرض تداوی یا وقايه کړي د دوا پنوم یادیږی .دوا دري نومونه لری کیمیاوی جنریک او تجارتی د دوا اصلی نوم جنریک نوم ته بین المللی پنوم هم ویل کیږی یعنی د دوا فرموله د همدی څخه پيژندلی شو . راتلونکی لیکچر زمونږ راتلونکی لیکچر به له انتی بیوټیکو څخه پیل شی چی هر یو کورنۍ به په تفصیل سره تاسو ته وړاندي شی لکه ددوا استعمال ، #دوز ، #جانبی عوارض ، #مضاد اسطباب یا نه کارونه #حمل ، #شیدو ورکولو پرمهال اوله له نورو درملو سره یو ځای کارونه دا ټول اړخونه څیړو تاسو ته به ضرورت نه وی چی بل چیرته لاړ شی او د دوا په پيژندولو کورس ووایی اوپه زده کړه يی پیسی ولګویسبا پیل له دغو درملو کو1⃣#Tetracycline 👉تیتراسکلین 2⃣#Chloramphencols 👉کلورم فینکول 3⃣#Semi Senthetic Pencillin سیمی سینتیتک پنسلین 4⃣#Cephalosporin 👉 سیفالسفورین 5⃣#Natural Pencillin 👉طبیعی پنسلین 6⃣#Marolide Anti Biotic 👉مکرولید انتی بیوټیک 7⃣#Quinolone Drugs 👉قواینولون درمل 8⃣#Sulphonamide Group 👉سلفانماید ګروپ 9⃣#Amino Glycosides 👉 امینو ګلیکوساید 10 #Anti Tubercolosis 👉 دتبورکلوز ضد درملدا دانتى بيوټيکو مهمى کورنۍ دى چى هره کورنۍ به تشريح شى
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
4.0
3 ټولې رایې
5★
1
4★
1
3★
1
2★
0
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
روغتیا
د طبابت تنده او د ژوند دروند بار!
که پام مو کړی وي، زموږ په هېواد کې د داخله متخصصین اکثره ژر زاړه ښکاري او زیاتره د ویښتانو تویېدنې سره مخ وي؛ لا تر ۴۰ ک...
پښتو ګهيځ
235 لیدنې
06 Apr 2026
0.0
(0)
روغتیا
د کولیسټرول خطرناکې نښې وپېژنئ
کولیسټرول یو مومي، غوړ ډوله کیمیاوي ماده ده چې ۸۰٪ برخه یې بدن پخپله په ځیګر کې جوړوي، او پاتې ۲۰٪ موږ له خوړو څخه ترلاس...
پښتو ګهيځ
212 لیدنې
01 Apr 2026
0.0
(0)
روغتیا
د زړه حمله څه ده او څنګه یې مخنیوی وکړو؟
د زړه حمله څه ده او څنګه یې مخنیوی وکړو؟ د زړه حمله (Myocardial Infarction – MI) هغه وخت پېښېږي چې د زړه د عضلې یوې برخ...
پښتو ګهيځ
222 لیدنې
31 Mar 2026
0.0
(0)