oiuytrew
پښتو ګهيځ

رېښتینې مینه!

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

«ډاکټر نذیر تبسم په خپل کتاب کې د خپلې مېرمنې په اړه لیکي چې اوس په دې نړۍ کې نشته. یو ځل داسې وشول چې موږ دواړو د یوې وړې موضوع په سر سخته شخړه وکړه، د کور په برنډه کې زه په بستره او هغه، لاندې په فرش ویده وشوه. د اوړي شپه وه، موږ دواړه په خپلو ــ خپلو ځایونو کې ویده شوو. په نيمه شپه کې مې تنده احساس کړه، د اوبو کولر ما ته نېږدې پر مېز اېښی و، پاڅېدم او يو ګيلاس اوبه مې وڅښلې، ناڅاپه مې شا ته وکتل چې هغه پورته ناسته ده او ماته په عجيبه سترګه ګوري. په غوسه یې وویل: ولې دې اوبه پخپله را واخېستلې. نذیر تبسم وایي، ما هم په غوسه او سخته ورته وويل"لاسونه او پښې مې جوړ دي، فلج نه يم، حرکت کړلی شم" په دغه خبره مې مېرمن هم راته په قهر شوه او ویې ویل یوه خبره په غور سره واوره! جګړه او خفګان په خپل ځای؛ خو زه تاته اجازه نه درکوم چې له خپل حق او خوښۍ څخه لاس واخلم، ته پوهېږې چې زه څومره خوشاله یم، کله چې تا ته اوبه درکړم، که زما او ستا خبرې هم بندې شي، پخپله به اوبه نه څښې، بس همدغه خبره وه چې زما او د میرمن مې جګړه او خفګان ختم شوه. د بیګم نذیر تبسم د مرګ لس کاله وشول، اوس چې هره شپه درې یا څلور ځله پاڅېږم او پخپله اوبه څښم، سترګې مې لمدې شي او د هغې دغه خبره مې سترګو ته ودریږي او و ژاړم؛ بیا د هغې قد ــ آدم عکس چې زما مخې ته پروت دی ووینم او ووایم چې وخته څومره په منډه او په لانجو تېر شوې !».لیک: ډاکتر نذیر تبسم ــ اردو کالم ژباره: شمش القمر اندېش©

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan