موږ هغه وخت ژاړو چې خپه، اوتره، غوسه او ان خوشاله شو. خو ایا پوهېږئ چې انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي احساساتو له امله اوښکې تویوي؟ که څه هم ګڼ شمېر ژوي د کوچنیوالي پر مهال د ستونزې د څرګندولو لپاره په لوړ غږ ژاړي، خو داسې ښکاري چې د دوی په مغز کې هغه عصبي لارې نشته چې له مخې یې د پېچلو احساساتو په غبرګون کې اوښکې تویې کړي. ساینسپوهان پوهېږي چې اوښکې څه ډول کار کوي، خو دا چې انسانان ولې ژاړي او د عاطفي اوښکو موخه څه ده، لا هم په بشپړه توګه نه ده روښانه شوې. اوښکې څه دي؟ هغې د بي بي سي نړیوالې څانګې د کراوډ ساینس (CrowdScience) پروګرام ته ویلي چې دا ټولې برخې بېلابېلې ځانګړتیاوې لري. د بېلګې په توګه، پروټینونه د وېروسونو او باکتریاو پر وړاندې محافظتي کار کوي او برېښنايي مواد یا منرالونه بیا د بدن د فعالیتونو لپاره مهم ګڼل کېږي. د عکس تشریح، د انسانانو اوښکې په درې ډوله دي، اساسي اوښکې، انعکاسي اوښکې او عاطفي اوښکې جانیکبراس / Getty Images انعکاسي اوښکې بیا هغه وخت تولیدېږي چې کوم بهرنی څه لکه حشره یا خاوره سترګې ته ورننوزي. دا د سترګې په قرنیه کې د عصبي حجرو له لارې احساسېږي. قرنیه د سترګې هغه رڼه او ګومبزه لرونکې برخه ده چې دنده یې له مېکروبونو او کثافاتو د سترګې خوندي ساتل دي. د عصبي حجرو پېغامونه د مغز هغې برخې ته رسېږي چې لکریمل نیوکلیوس (lacrimal nucleus) نومېږي. دا هغه برخه ده چې اوښکې کنټرولوي او د اوښکو غدې ته سېګنال ورکوي چې د اوښکو تولید زیات کړي. عاطفي اوښکې عاطفي اوښکې د اوښکو درېیم ډول دی چې تر نورو ډولونو ډېر پېچلی دی. دا د مغز هغه برخه ده چې هم احساسات پروسېس کوي او هم د اوښکو د تولید له مرکز سره چې لکریمل نیوکلیوس (lacrimal nucleus) نومېږي اړیکه لري. خو دا اړیکه د ساده محافظتي غبرګون پرتله ډېره پېچلې ده. د هالنډ د ټېلبورګ پوهنتون د کلینیکي ارواپوهنې پخوانی پروفیسور اډ وینګرهویټس وایي، ډېری وخت ژړا د یوه ځانګړي احساس نه بلکې د ګڼو احساساتو پر وړاندې د غبرګون نښه ده. هغه وايي،"احساسات ډېر لږ وخت په خالص ډول راڅرګندیږي او ډېری وخت دا د مختلفو احساساتو د ګډوډۍ یا په چټکۍ سره د بدلون پایله وي." هغه دا هم څرګندوي چې د عمر په زیاتېدو سره د ژړا لاملونه هم بدلېږي. فزیکي درد د ماشومانو لپاره یو مهم محرک دی، خو د بالغو او پاخه عمر کسانو لپاره بیا ډېر اهمیت نلري. د عکس تشریح، ارواپوهان وايي د عاطفي ژړا لاملونه د عمر په تېرېدو سره بدلېدی شي جي پاینټ سټوډیو / Getty Images د عمر په زیاتېدو سره ژړا تر ډېره د همدردۍ له احساس سره تړل کېږي. یعنې هغه وخت بیا موږ یوازې د خپل کړاو لپاره نه بلکې د نورو د کړاوونو او بدمرغیو په اړه هم ژاړو. الیکټروکارډیوګرامونه (ECG) د زړه د ضربان او ریتم/تال ثبتوي، چې موږ ته د عصبي سیستم د فعالیت په اړه ځینې معلومات راکوي. د هغې لومړنۍ موندنې ښيي چې د ژړا له پیل لږ مخکې، زموږ د عصبي سیستم د همدردۍ برخه ډېره فعاله وي، هغه برخه چې د ستونزې پر وړاندې د "مبارزې یا تېښتې" غبرګون ښودلو مسوله ده. بېلسما وايي، "او همدا چې ژړا پیل شي، موږ په مغز کې د خواخوږۍ برخې په فعالیت کې زیاتوالی وینو. دا د عصبي سیستم هغه برخه ده چې له موږ سره مو په ارامښت کې مرسته کوي." د عکس تشریح، وینګرهویټس وايي، که زموږ شاوخوا خلک په منفي ډول غبرګون وښيي، ژړا کولی شي زموږ احساسات لا نور خراب کړي ژاویار لورینزو / Getty Images زموږ شاوخوا خلک هم زموږ حالت کې توپیر راوستلی شي. هغه وايي، "که هغوی تاسو درک کړي، له تاسو ملاتړ وکړي او تاسو ته ارامښت درکړي نو تاسو به ښه احساس وکړئ. خو که پر تاسو ټوکې پیل کړي، غوسه شي او یا تاسو د خجالتۍ احساس وکړئ نو تاسو به هېڅ د ارامۍ احساس ونه کړئ." ټولنیزې نښې / سېګنالونه څېړونکي وايي، اوښکې د ټولنیزو سېګنالونو په توګه کار کوي، چې نورو ته وښيي موږ مرستې ته اړتیا لرو او د دې لامل کېږي چې نور خلک هم مرسته کولو ته چمتو شي. ځینې څېړنې ښيي چې عاطفي اوښکې د دې لامل کېږي چې موږ نورو ته د باور وړ ښکاره کړي. ښايي دې کار زموږ له نیکونو سره هم د یو بل په همکارۍ او ملاتړ کې مرسته کړې وي. که د ماشومانو ژړا ته راشو نو شواهد ښيي چې د ماشوم ژړا د بالغو کسانو په مغز کې یوه داسې شبکه فعالوي چې له مخې یې د پاملرنې غبرګون پیلېږي. وینګرهویټس باور لري چې کېدی شي انساني اوښکو تکامل کړی وي ځکه موږ یو داسې اوږدمهاله ماشومتوب درلود چې له مخې یې موږ په خپلو منیدو او پلرونو پورې تړلي یوو. هغه یوه بله نظریه هم وړاندې کوي چې وايي ښايي د ماشوم اوښکې د د ې لامل کېږي چې په بالغو کسانو کې د غوسې کچه کمه کړي، که څه هم د ژړا غږ "ډېر په عذابوونکی دی او کولی شي موږ غوسه کړي." د عکس تشریح، د ماشومانو ژړا ته غبرګون ښودل د انسان د پایښت یوه مهمه برخه ده ډيجاوان رودرېګز / Getty Images ولې ځینې خلک ډېر ژاړي؟ د لورن بېلسما په وینا، نارینه په منځنۍ کچه میاشت کې له صفر تر یو ځل ژاړي، په داسې حال کې چې ښځې له څلورو تر پنځو ځلو ژاړي. ښايي دا یو زده شوی چلند وي، خو بېلسما وايي کېدی شي دا یوازې د روزنې خبره نه وي ځکه موږ دا توپیر په نورو کلتورونو کې هم لیدلی. هغه زیاتوي، "عصبي حساسیت له ژور خپګان او اندېښنو سره تړاو لري، او ښايي همدا یې لامل وي چې موږ دغه تړاو وینو." همدارنګه موږ دا هم وموندل چې هغه کسان چې له نورو سره ډېره خواخوږي لري ښايي ډېر وژاړي، ځکه ښايي دوی د نورو د کړاونو پر وړاندې هم غبرګون وښيي. وینګرهویټس وايي، "ژړا د ندایې نښې په څېر کار کوي او ښايی تاسو ته داسې احساس درکړي چې هو"دا یوه ډېره مهمه خبره ده."
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
روغتیا
صحتمند سالم ژوند ۱۰ زرین اصول
که تاسې اوږد، خوشحاله او له ناروغیو پاک ژوند غواړئ، نو دا اصول حتماً خپل کړئ:۱) پر وخت خواړه وخورئ او پر وخت ویده سئ۲) ه...
پښتو ګهيځ
روغتیا
MD/ MBBS____job/ training
پۀ MD ځان نه شل کېږي! که مو د افغانستان لۀ دولتي يا هم خصوصي پوهنتونه یا ايران او تاجکستان نه MD يا له پاکستان، چين او...
عبدالصمد سېلاب
روغتیا
دوا څه شي ده؟
دوا څه شي ده ? تعريف دوا : هغه کيمياوى ماده يا مخلوط مواد دى چى د انسان عضويت ته داخل شى يا په سطحه د عضويت تطبيق شى...
عبدالصمد سېلاب