تر سلو کالو يواځې
Dec 14, 2020

د هسپانوي ژبې نامتو ژورناليسټ او ليکوال جبريل گارسيا مارکې ( ګېبريال ګارسيا مارکي) د ناولونو نه علاوه افسانې او د فلمونو لپاره کيسې هم ليکي. دی د لاطيني امريکا د کولمبيا اوسېدونکی دی او په دې ټوله سيمه کې خلک ورته د مينې نه “ګابو” وايي. ده په ۱۹۸۲ م کې د ادبياتو نوبل جايزه وګټله. دی په ۱۹۲۷ م کې زيږېدلې و او د قانون ( حقوق) د لوړو زدکړو نه وروستو يې ژورناليزم ته مخه کړه. ده د ادبياتو نه وړاندې سياسي مضمونونه ليکل او د حکومت په تګ لارو به يې نيوکه کوله. ده د پاڼو طوفان نومې يو لنډ ناول وليکلو خو هيچا د دې خپرولو ته غاړه نه ږده او ۷ کاله پرې واوړېدل. بيا دا په ۱۹۵۵ م کې چاپ شو. د سلو کالو تنهايي د ده لومړې ناول و چې په ۱۹۶۷ م کې يې وليکلو. ورپسې کلونو کې ده د وطن پال خزان، د کولرا په وخت کې مينه، د ده نور ناولونه و چې ټول يې په نورو ژبو ته اړول شوي دي. تر سلو کالو يواځيتوب د کولمبيا د يو ټبر د پلار، زامنو لوڼو او د نمسو کيسه ده چې د مکونډو نومې ښار کې ژوند کوي . د لاطيني امريکه د ملکونو په ادبي پرمختگ کې دې کيسې مهم رول لوبولې دې چې ريښې يې د کولمبيا په تاريخ کې موندل کيږي. په دې غرني هيواد کې د اورگاډي د راتگ، د موټر، سينما او د استعمار پر ضد د خلکو غبرگون او ورباندې د پوځ ډزې او ډلييزې وژنې په کيسه کې ځاې شوي دي. دا ناول تر اوسه د نړۍ په ۳۷ ژبو کې ژباړل شوې دی. په پښتو کې د دې خلاصه ستاسو به وړاندې ده. د خپرېدو نېټه ۱۶ فروري ۲۰۱۴ م -

Share this book: