وسلې ته مخه ښه
Aug 08, 2023
Novels and Shortstories
” اې فېر وېل ټو ارمز ” ياني، “وسلې ته په مخه ښه” د انگرېزي ژبې يو شاهکار ناول دې چې په ۱۹۲۹ م کې چاپ شو. د ناول ليکوال ارنسټ هيمينگوې په ۱۸۹۹ م کی د متحده ايالاتو په ايلينوي کی زيږيدلې و. د زدکړو نه وروسته ده څه موده د ژورناليسټ په توگه يوې ورځپاڼې سره کار وکړو او بيا د لمړي جنگ د پيل سره په اطاليې کی د ايمبولنس چلوونکې خدمتونه يې تر سره کړل. د ده زياتی ليکنې د هم هغه وخت دي او په ۱۹۵۴ م کی د ادبياتو نوبل جايزه ورته ورکړی شوه. د ده په نامتو ليکنو کی، لمر هم راخيژي او” زنگ له دوي لپاره غږيږي” دي. ده په ۱۹۶۱ م کی ځان پخپله ووژلو. “وسلې ته په مخه ښه” د لومړي نړۍ وال جنگ پر وخت د دوو کسانو د مينې داستان دی. کيسه د هېمينگوې د خپل ژوند پيښې ښاي او د ريښتياو ته ورته دي.
پښتو ګهيځ
Share this book: