غرور او تعصب

Mar 23, 2020

Novels and Shortstories
غرور او تعصب

د انگلستان د کلاسيک ادب ناول “پرايډ اينډ پريجوډيس” يا کبراو تعصب په ۱۷۹۷ م کې خپور شو. ليکواله جېن اسټن په ۱۷۷۵ م کی وزيږيده. د ليک ولوست سره سره يې د وړوکي عمر نه د شعر او د وړو ډرامو په ليکلو لاس پوری کړی و. هغی څو ناولونه او لنډی کيسې وليکلی خو په کوم ناول چې دې ته شهرت ورکړو هغه هم دا ناول دی. ناول د اتلسمې پيړۍ د انگلستان د ټولنې حال واي چې دجينکود واده لپاره گران شرايط يې لرل. د بېنيټ ټبر پينځه پېغلې د واده د عمر دي خو پلار يې شته من نه دې. مور يې غواړي چې هر شان وي، لونه يې واده شي او ددې لپاره د هغوي خوښه ورته مهمه نه ده. دناول اتله ايلزبت هوښياره او حساسه جينۍ ده خو د کيسې اتل ډارسي په اړه فکر کوي چې هغه مغروره و. په دې کيسه څو وارې فلمونه جوړ شوي دي او اوس يې هم خلک په شوق ولولي.

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

Share this book: