د ریکا کنفرانس

Jul 25, 2020

Political and Social Books
د ریکا کنفرانس

د پیل خبرې د پوهنتون د دویم سمستر زده کړیال وم، د نړېوالو سازمانونو په نوم مو په یو مضمون کې د اوپیک یا د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان درس درلود. د آزاد بحث پر مهال ما غږ کړ چې استاد محترم اوپیک ته ورته د ریکا په نوم د افغانستان لپاره د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو یو کنفرانس هم شته چې هر کال پکې د سیمې هېوادونه راټولېږي، د افغانستان او سیمې پر اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا بحث او خبرې کوي. استاد ویلې همداسې ده، خو په کتاب کې د یاد کنفرانس په تړاو څه نشته؛ ستا دنده دا شوه چې راتلونکي ساعت لپاره به د یاد کنفرانس په تړاو تر لنډې څېړنې وروسته په پوهنتون کې یو سیمینار وړاندې کوې. همداسې مې وکړ، په شا او خوا ۷ ورځو کې مې د یاد کنفرانس په تړاو ډېر څه راټول کړل، که څه هم ډېره ستونزمنه په دې وه چې د دغې کنفرانس په تړاو هېڅ کتاب شتون نه درلود او نه هم په انټرنیټي ویبپاڼو کې د یاد کنفرانس په تړاو کافي معلومات شتون درلود پرته د یو شمېر رسنیو انځوریزو خپرونو او راپورونو څخه چې ما هم یو اندازه پدغه لیکنه او څېړنه کې له یادو خپرونو ګټه اخیستې. سیمینار مې په کامیابۍ او ښه شکل وړاندې کړ، دا چې یاد موضوع د افغانستان اقتصادي پرمختګ او پر ځان بسیاینې په لار کې ډېر ارزښتناک رول لري، ما هم وغوښتل چې لا ډېر کار پرې وکړم او د یوې کوچني څېړنیز اثر په توګه یې په اونلاین بڼه چاپ ته وسپارم. پدغه برخه کې له خپل استاد او لارښود ښاغلي استاد بلال رحیمي نړۍ مننه چې د دغې اثر په برابرولو کې یې ډېر شمېر کږې وږې یې راسمې کړې او همدا راز د راتلونکي لپاره یې یو شمېر لارښوونې راته وکړې. که د لیکلو پر مهال ځینو مسایلو ته مې پام نه وي شوی او په برخه کې راڅخه کوم څه پاتې وي له ټولو لوستونکو بخښنه غواړم هیله مند یم چې په راتلونکي کې کوم پیاوړی لیکوال پیدا شي او پدې برخه کې مکمله څېړنه وکړي. مینه او درنښت “یعقوبي” خپله جونګړه May/07/2019

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

Share this book: