د پوهنې وزارت د عرایضو فورمي او لارښود

Jun 18, 2023

Other
د پوهنې وزارت د عرایضو فورمي او لارښود

څه کم درې کاله مخکې مو د پوهنې وزارت د مراجعینو د کار د اسانتیا په خاطر یو لارښود او څو فورمې جوړې کړې چې هیوادوال یې ډکې او مربوطه مستقیماً شعبو ته یوسي او د مقاماتو لاسلیک ته په ساعتونو او حتی ورځو له انتظاره خلاص شي، خو هغه وخت پرې د مشرتابه توافق رانغی. اوس نوې وزیرې صاحبې هغه سیستم خوښ او منظور کړی چې عملاً پرې کار پیل شوی دی. په دې کار سره هم د مراجعینو انتظار پای وموند او هم زموږ وخت ستراتیژیکو کارونو ته وزګار شو. زه د عمومي زده کړو د معین په توګه اوس هره ورځ د ۱۰۰۰ پر ځای څو محدودې عریضې لاسلیکوم چې لا فورمې ورته نه دې جوړې شوې. دغو ساحو ته هم ان شاالله فورمي جوړوو. راتلونکی ګام به یې دا وي چې ګران هیوادوال فورمې په انلاین ډول خانه پري کړي او متسقیماً مربوطه شعبو ته د سیستم له لاړې شي تر څو مسئوولین ورته د ټاکل شوي وخت په منځ کې رسیده ګي وکړي. فورمې په یو وخت کې د هیواد په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) ترتیب شوي دي او له لاندې لینک څخه یې تر لاسه کولی شئ. -ابراهیم شینواری

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

Share this book: