oiuytrew
پښتو ګهيځ

«زه او زما ورور”

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ 14 Jan 2026

»«ليکوال؛ نور محمد تره کي » «خپرونکي؛ ادب سياست او ټولنه»لالا جان تل وايي او په خورا ټینګو او تودو الفاظو ادعا کوي چي زه او ته خو دواړه همنوعه لا څه چي د يوې مور او پلار اولاد یو په خټه یو یو په یوه کور، په یوه کهول او په یوه وطن کي په یوه اب او هوا سره روزل سوي يو ، زما «ګټه ستا ګټه» او «زما نقص» «ستا ضرر» دی که زما کور وران سو نو ستا دا هم روغ نه پاتېږي که زه وږی سوم نو ته هم موړ نه يې، که ته لوڅ وې نو زما د پټوالي هم خوند نسته.ده لا حتی دا هم ویل چي دا پورته ترتيب يواځي د وروڼو او هم نژاد و او هم وطنو په منځ كي يو «طبيعي» او «مسلم» امر دی، بلکې دا اصول پر «ټول نوع بشر» هم صادق او د دوی په ژوندانه کي بشپر حاکميت لري.«مور» او «پلار» هم مخ ور واړاوه او د ده وينا يې تایید کړه او ويې ويل چي مشر ورور خو دپلار پر ځای وي او تل له خپل کشر ورور سره د زړه مینه لري که تاسي دواړه د اتفاق لاس سره ورکړئ او په ګډه کار وکړئ په لږه موده کي به د دواړو کورونه و دان او هر څه به په کي ډېر سي، هغه خوند چي په يو والي کي وي په بل شي کي نه سته.د کهاله نور و اعضاوو هم ملامت کړم او د مشر ورور متابعت او د هغه سره د مرستي ټینګه توصیه یې راته وکړه ما چي د ده خوږې او پستې خبري او د ټول کهاله توصيې و اورېدلې «خپل رضايت» مي ښکاره او «تعهد» مي وکړ چي هر ډول چي لا لاجان امر کوي هغسي به کوم او د خپل کور د ودانی لپاره به هر ډول کار او خدمت کوم، په هر کار کي به د ده نقشه عملي کوم او په ټوله مينه سره به د ده په خوله کوم.سمدلاسه مي په «سختو» او «درنو کارو» پيل وکړ چي به مي د «کهاله» کارونه وکړل او غنم به مي وکرل، په ژمي به مي یو څه رخت رانیو او لویه پلنډه به مي په شا په کلیو ګرځېدم او هغه به مي خرڅول.په اول پسرلي به بيا راغلم او د خپلي ګټي ټوله «وجه» به مي لا لاجان ته ورکړه چي هغه یې څرنګه چي لازمه ګڼي په كور كي مصرف کړي او لویو وړو ته کالي وروكړي، ټول غنم او نور کښت ما کاوه او بيا مي هغه ريبل او «دی به پر تیاره» او «سره راشه» راغی او په غنمو به يې اوښان او غوايي بار کړل او کورته به يې يووړل.«كومي نغدي» پيسې چي به ما و ګټلې هغــه بـه مــي هـم ده ته بشپړي ورکولې، په خپله حتى وږی ګرځېدم خو دی مــي تـل په خپله ګټه خوشحاله کاوه.لالاجان به تل له نیستی شکوه کوله او ويــل بــه یــې دا ګټه د کاله د خرڅ کفایت نه کوي او زما به تر پخوا لا خپله سعيه پسې ډېره کړه.یوه ورځ ما ورته وويل؛ لالاجانه دا ته ولي کار نه کوې؟ ټوله ورځ په کاله کي بیکاره ناست یی که تا هم کار کولای نو یقیناً زموږ عایدات به لا پسې ډېر سوي وای.ده په تریو تندي راته وويل؛ «بی ادبه» تر اوسه تا مشر او کشر ترله پېژندلي نه دي په مشرانو هم چا کار کړی دی؟کشران هیڅکله د مشرانو په مقابل کي دونه سپین سترګي نه کوي، ځه خپل کار دي کوه، ستا يې زما په کار او بيكاري څه.زما «ماينې» او «کوچنیانو» به تل څېري او خيرن كالي اغوستل او د ټولو مخونه به سپېره او تك ژړ وو، خو د ده کوچنیان به خورا په غوره کي وو که به مي کله یو زړه شل زړه کړ او د دوی د وضعیت شکایت به مي و ده ته وکړ، ده به سم د لاسه وویل: وروره ته خو لېونی يې له کومه یی در کرم؟ عایدات د مصارفاتو کفایت نه کوي نو زه څه وکړم په «خپلو غوښو اور» ولګوم؟، دا شکایتونه مه کوه چي په همسایګانو کي به مو اب واخيست سي او راپوري به و خاندي.ډېره موده وروسته مي د يوه بل له خولې واورېدل چي لالا جان خویو سرای او څو جریبه مځکه رانیولې ده، لومړی مي دا ويناوي زړه ته نه لوېدلې او فکر مي کاوه چي زما عایدات خود لگښت مخه نه سي نیولای نو دا دونه جایداد به يې په څه شي را نيوه؟ خو په پای کي مجبور سوم او يوه شپه مي په ډیر احترام پوښتنه ترېنه وکړه چي د خلګو دا وینا حقیقت لري؟ ده «چړک په څپېړه» پر مخ و وهلم او په تریو تندي او خورا غضب يې راته وويل: ما ويل چي ته به انسان سوی يې خو ته لا هغسي بې عقل يې، ته د دښمنانو خبري څرنګه منې.زه هم په خپله پوښتنه پښېمانه وم او خورا ډېر و شرمېدم، چي ما ولي داسي بدګومان پر لالا جان کړی و ، د دښمنانو كور دي خراب سي دوی غواړي چي موږ سره بېل او د ځان لپاره استفاده وکړي او بيا مي د زړه له اخلاصه په زحمت ایستلو پیل وکړ.شپې مياشتي او کلونه تېر سول زموږ مور او پلار مړه سول خلکو به تل راته ويل چي د لالاجان روپۍ خو ډېري دي په جوالونو کي نه ځايېږي ته ستا اولاد ولي داسي خوار او زار او په بده بنه یاست؟په پای کي د خلګو مکررو خبرو را باندي تاثير وکړ او تصميم مي ونيو جي داځل به له ده څخه پوښتنه نه کوم او مستقیماً به په خپله تحقیق کوم په همدغو شپو کي لالاجان خان ته یو ګړندی موټر هم اخیستی دی په خورا تکبر او هسکه غاړه دی او کوچنیان یې په هغه کي «هوا خوري کوي» په ما غور هم نه باسي، بلکې تل په سپکه راته ګوري، له يوه او بل نه مي پوښتنه وکړه معلومه سوه چي؛ لالا جان زما د زحمت له حصول نه تل یو څه پیسې «سپمولې» او هغه به یې په سود او اجارو ورکولې او په یوه ښه اوږده موده کي يې ډېري روپۍ سره راغونډي کړلې، دې عمل پر ما ناوړه اغیزه وکړه او په وازه خوله مي ورته وويل: ظالمه زه او زما ماشومان دي تل په نهر وږي او په تن لوڅ لغړ ساتل او ویل به دي چي «ګټه مصرف» نه پوره کوي، په پای کي راته ثابته سوه چي حقيقت بل شی و ، اوس راځه ماته خپل «وېش» او «حق راکړه» زه له تا سره زیاته نه اوسم، ده په خورا بد وضعیت لکه عادت چي يې وو راته وويل: ته هم اوس د حق غوښتلو دعوې کوې؟ ځه ورك سه ماشومان او نسخه باسه نور حق نه سته که دي اضافه تر دې سپین سترګي وکړه داسي جزا به درکړم چي په ياد به يې لرې. خو ما مقاومت وکړ او د حق پر غوښتلو مي اصرار وکړ.ده سمدلاسه خپل یو څو کسه طرفداران یا د پیسو ملګري را وغوښتل او خورا يې ووهلم او يوه «اوږده او درنه دعوه يې زما په مقابل کي اقامه کړه»، ځکه چي د ده ملګري ډېر او هم يې د روپو قوت لوړ و ، زه يې «ملزم» کړم او نزدې وو چي په تور زندان کي مي واچوي او ماشومان او ښځه مي در په دره کړي.په پای کي مي ورته زارۍ وکړې چي له دې عذاب نه مي خلاص کړه او زه به له خپل حقه در تیر سم ده زما دا پیشنهاد په دې شرایطو و مانه ۱ - هیچا ته به دا نه وايم چي لالا جان زما حق خوړلی دی. ۲- هیڅکله به حتی په زړه کي به هم نه را تبروم چي له ده نه حق و غواړم، ۳- که بل چا ویل چي ده د خپل ورور حق و خوړ نو زه به سمدلاسه له هغه سره په غاړه کي لوېږم.۴- که هر څومره د ده په کار او خدمت کي ستړی او وری سم آه به نه کارم.ځيني زامن او لوني چي مي اوس لوى سوي او په ښه او بد پوهېدلي دي هغه هم باید د ده په چوپړ کي په خورا صداقت او اخلاص سره بوخت کړم.د ده دا شرایط مي و منل خو اوس دا راته ثابته سوې ده چي دا شرایط د زندان تر خواریو «ډېر سخت او د زغملو وړ» نه دي، نو ځکه مي دا فیصله کړې ده چي بيا د خپل حق د غوښتلو «دعوی تجدید کړم او په هر زحمت» او هره توګه چي وي هغه بايد واخلم.(۱۳۲۹) هـ ش کال دلوه (۱۹۵۱) ع کال فروري«زه او زما ورور» «ليکوال؛ ملي و اولسي اتل نور محمد تره کي » «خپرونکي؛ ادب سياست او ټولنه»____________________________________«زه او زما ورور» شننه «د کورنۍ دننه استثمار/ځبېښاک؛ د ځبېښاکي ټولنې بربنډ مخ»د نورمحمد تره‌کي کیسه «زه او زما ورور» په ظاهره کې ښايي ډېرو ته د دوو وروڼو ترمنځ یوه شخصي شخړه وبرېښي، خو په حقیقت کې دا کیسه د فیوډالي/جاګرداري، ځبېښاک کورني نظام یو بشپړ «مایکروکوزم» دی Microcosm یعنې یو وړوکی چوکاټ یا کوچنی ټولنیز واحد چې د «لوی نظام» ټولې ځانګړنې، منطق او تضادونه په ځان کې راټولوي؛ لکه یو کور چې د ټولې ټولنې انعکاس وي). «تره‌کي» دلته موږ ته ښيي چې استثمار/ځبېښاک یوازې د خان او بزګر، د پانګوال او مزدور، د ظالم او مظلوم، د واکمن او محکوم، یا د یوه ملت او بل ملت ترمنځ نه تولیدېږي؛ بلکې دا ناوړه مناسبات «د یوې مور د اولادونو» ترمنځ هم زېږېږي، ژورېږي او عادي کېږي.استثمار/ځبېښاک دلته د انسان پر انسان، د ورور پر ورور، د خور پر خور، د پلار پر زوی، د خپلوانو ترمنځ او د کورنۍ د غړو تر دننه اړیکو کې يو بل باندې فعال دی.« تره‌کي» دا بنسټیز حقیقت رابرسېره کوي چې ظلم تل د دباندې څخه په وي بلکې ؛ «له دننه، له کور، له عادت، له دود، له ټولنې، په ملت هر ځای دننه هم روان وي ». دا کیسه موږ ته دا ښيي چې کور هم کولای شي د استبداد لومړنی ښوونځی وي.«لالا جان»ښه په غوښه، په سپین سره پوست، او د ظاهري عزت نښو ډک، د دې کیسې مرکزي څېره ده. «لالا جان» نو یوازې یو شخص نه دی، بلکې دا زموږ د ټولنې د ټولو استثمارګرو څېرو یو تمثیل دی. لوستونکی ته پکار ده چې خپل شاوخوا، حتی خپل ځان ته وګوري؛ ایا موږ خپله هم د «لالا جان» په څېر نه یو؟ ایا زموږ ځوابونه د نورو په لوږه نه دي ولاړ؟ ایا زموږ اسانتیاوې د بل چا د ستړیا حاصل نه دی؟دا کړکېچ نن هم زموږ په ټولنه کې ژوندی دی؛ که څه هم بڼې یې بدلې شوي، خو منطق یې هماغه دی. فیوډالي/جاګرداري، نیمه‌سرمایه‌يي-پانګوالي او نوې پانګواله استثمار په نوو او زړو جامو/کپړو کې روان دی. هغه ذهنیت چې «مشرولي د کار معافیت ګڼي»، اطاعت «طبیعي» بولي، او غلامي د نظم په نوم توجیه کوي. هغه ذهنیت چې استثمار، درغلي او ناانصافي د «اخوت»، «وینې»، «کورنۍ» او «اتفاق» تر مقدسو اصطلاحاتو لاندې پټوي. کله چې «لالا جان» وايي؛ «زما ګټه ستا ګټه ده» نو عملي مانا یې دا وي؛ «ستا زحمت، ستا ستړیا، ستا ژوند زما ملکیت دی.» دا هماغه دروغجن شعور دی چې مارکس ورته «دروغجن یا کاذب شعور (False Consciousness)» وایي؛ هغه شعور چې مظلوم پکې خپل ځبېښاک د حق، تقدیر/برخليک او اخلاقو په نوم مني.دلته مور او پلار هم بې‌طرفه نه پاتې کېږي. د «مشر ورور د پلار پر ځای دی» تر مقدس شعار لاندې، هغوی که څه هم له بد نیت پرته، په غير شعوري توګه خو په بشپړ ډول «ناانصافه او ځبېښاکي جوړښت ته مشروعیت ورکوي». دا د فیوډالي ـ جاګیردارۍ کورنۍ تر ټولو خطرناک اړخ دی چې «ظلم، استبداد او استثمار د اخلاقو، دود، او د دروغجنه مینې» په جامه/کپړو کې وړاندې کېږي.کشر ورور نه یوازې اقتصادي استثمار زغمي، بلکې که پوښتنه وکړي، «اخلاقي مجرم» ګرځول کېږي او ورته وايې «بې‌ادبه یې! څنګه دې د لالا جان څخه د حساب خبره وکړه؟» همدلته ده چې «تره‌کي» دا کیسه یوازې د یوه شخص پر ضد نه، بلکې د هغه «ټول کلتوري سیستم» پر ضد لیکي چې ظلم ته طبیعي/مشروع-اخلاقي-قانوني بڼه ورکوي.د کشر ورور کار، کرنه، بار وړل، سوداګري، لوږه او لوڅتوب ټول د «تولید مستقیم وسایل» دي، خو د تولید پر پایله-ګټه-حاصل يې واک نه لري. دا هماغه د خوارانو استثمار فلسفه ده چې؛ کارګر تولید کوي، خو حاصل یې بل څوک تملک کوي»«لالا جان» دلته د خان، سودخور او طفېلي طبقې رول لوبوي. هغه پیسې سپموي، په سود یې ورکوي، ځمکه اخلي، سرای جوړوي، موټر رانيسي؛ په داسې حال کې چې د ورور ماشومان لوڅ او وږي وي. دا تصادف نه دی؛ دا د پانګوالي ځبېښاک منطق دی چې «په کورني چاپېریال کې تطبیق شوی».تر ټولو خطرناک ټکی دا دی چې کشر ورور خپله هم د دې سیستم ساتونکی ګرځي. هغه د خلکو خبرې ردوي، ځان ملامت ګڼي، شک ته بدګماني وایي، او د لالا جان دفاع کوي. دا هغه پدیده ده چې پوهان یې «داخلي شوی استثمار/ځبېښاک» (Internalized Oppression) بولي.دا هغه حالت دی چې پکې ځبېښل شوی انسان د ظالم ارزښتونه، منطق او دریځونه خپلوي، پر خپل ځان د ظلم ساتونکی ګرځي، او خپل ځبېښاک اوږدوي. انسان د ظالم منفي باورونه د حقیقت په توګه مني، ځان کم ارزښته ګڼي، او خپل تاوان د خپل برخلیک یا خطا پایله بولي. دا ذهني حالت د انسان رواني/نفسياتي psychological او ټولنیز جوړښت زیانمنوي، د مقاومت پر ځای تسلیم ته وده ورکوي، او انسان داسې عادتونو ته رسوي چې خپله تاوان ورته رسوي. پایله دا وي چې قرباني خپل ځان ته د بدلون مسؤلیت نه اخلي، او ټولنه د بدلون له فعاله ځواک بې‌برخې پاتې کېږي.موږ دا هره ورځ په خپل ژوند کې وینو؛ هغه څوک چې موږ استثماروي، موږ ورته احترام کوو، کور ته یې رابولو، مشري ورکوو، او حتی پرې ویاړو.کله چې کشر ورور د حق غوښتلو جرأت کوي، نو فیوډالي ـ جاګیردارۍ نظام خپله اصلي څېره ښکاره کوي؛ تشدد، پیسې، زور، طرفداران او دروغجن قانون. دلته ثابته کېږي چې «قانون بې‌طرفه نه دی»؛ قانون د پانګې په لاس کې دی. زورور ته د ساتنې وسیله ده او کمزوري ته د ځبېښاک اله. حق غوښتونکی «ملزم» ګرځي، او ظالم «محترم».د «لالا جان» وروستي شرطونه، چوپتیا، دروغ، ځان‌ملامتونه، د اولادونو غلامي، یوازې شخصي ظلم نه دی؛ دا «د نسلونو غلامول» دي. دا هغه ځای دی چې تره‌کي له تراژیدۍ-پېشي نه «سیاسي شعور» ته اوړي.د کیسې وروستۍ پرېکړه، د مشر ورور دعوې تجدید، د «طبقاتي شعور د راویښېدو شیبه» ده. همدا هغه نقطه ده چې انسان پوهېږي نور باید دا ځبېښاک ودریږي. تره‌کي لوستونکی همدې ځای ته رسوي؛ دا نظام باید وننګول شي.«زه او زما ورور» موږ ته دا راښيي چې فیوډالي-جګرداري، ځبېښاک نظام یوازې په ماڼیو کې نه وي؛ په کور کې هم وي. استثمار یوازې د پردیو کار نه دی؛ خپل خپل هم استثماروي. ناپوهي، عادت، دود او دروغجن اخلاق د ظلم تر ټولو قوي وسلې دي. تر څو چې انسان خپل حالت علمي، مادي او شعوري تحلیل نه کړي، د «لالا جان» په څېر خلک به نه یوازې موجود وي، بلکې درناوی به هم ولري.دا کیسه د پښتنې ټولنې لپاره هنداره ده، هغه هنداره چې تره‌کي زموږ مخې ته نیولې، او ترې هېڅ هم پرده نه پورته کوي.#ادب #سياست #ټولنه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan