oiuytrew
پښتو ګهيځ

ايا خبر یاست چې د انسان ویښتان ولې توېږي؟

171 لیدنې 7 رایې
4.9 (7)

د ویښتانو تویېدل (Hair Loss) ویښتان ولې تویېږي؟ هر انسان هره ورځ لږ ویښتان له لاسه ورکوي، دا عادي خبره ده. خو که ویښتان ډېر توی شي او یا سر نری ښکاره شي، نو دا ستونزه بلل کېږي. د ویښتانو د تویېدو مهم علتونه ۱. ارثي علت که په کورنۍ کې پلار، نیکه یا ورونه ګنج وي، اکثر همدا علت وي. دا ستونزه په نارینه وو کې ډېره عامه ده. ۲. د وینې کمښت که په بدن کې اوسپنه (Iron) کمه وي، ویښتان کمزوري کېږي او تویېږي. ۳. د ویټامینونو کمښت لکه د ویټامین D، ویټامین B12 او زنک کمښت. ۴. د تایرایډ ناروغي که تایرایډ غده کم یا زیات کار وکړي، ویښتان تویېږي. ۵. ذهني فشار (Stress) شدید غم، عملیات، حمل یا سخته ناروغي کولی شي ناڅاپي د ویښتانو تویېدو سبب شي. ۶. هورموني ستونزې په ښځو کې لکه د PCOS ستونزه او یا د ولادت وروسته ویښتان کمېږي. ۷. د سر د پوستکي ناروغۍ لکه فنګسي انتان، شدیده شوره یا التهاب.د ویښتانو د تویېدو ډولونه ورو ورو نری کېدل (اکثر ارثي وي) ناڅاپي ډېر تویېدل په سر کې ګرد تش ځایونه جوړېدل (Alopecia areata) څنګه تشخیص کېږي؟ د ناروغ تاریخچه اخیستل کیژی د وینې معاینات (CBC، اوسپنه، ویټامین D، تایرایډ) د سر معاینه علاج څه دی؟ علاج د علت پورې اړه لري. ۱. Minoxidil دوا د سر پر پوستکي لګول کېږي او لږ تر لږه ۶ میاشتې استعمال ته اړتیا لري. ۲. Finasteride په نارینه وو کې کارول کېږي او د ګنج کېدو مخه نیسي. ۳. که وینه یا ویټامین کم وي باید هغه جبران شي. ۴. که د تایرایډ ستونزه وي د تایرایډ درملنه ضروري ده. ۵. PRP او Hair Transplant په ځینو کسانو کې ښه نتیجه ورکوي. د مخنیوي لارې متوازنه او سالمه غذا د سبزیجاتو او پروټین استعمال د Stress کمول ویښتان ډېر سخت مه تړئ ډېر کیمیاوي مواد مه کاروئ کله خطرناک ګڼل کېږي؟ که ناڅاپي ډېر ویښتان توی شي که د ټول بدن ویښتان توی شي که د نورو ناروغیو نښې هم ورسره ويالبته که د ویشتانو لویدل ارثی وی نو بغییر له PRP څخه نوري لاري نتيجه نه ورکوي

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.9
4.9 (7)

7 ټولې رایې

5★
6
4★
1
3★
0
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan