استاد محمد، د سوریې د حمص ښار په یوه ښوونځي کې مدیر و. یوه ورځ له نامعلومې شمېرې ورته یو پیغام ورغی چې پکې لیکل شوي وو: «مت شهیداً»؛ یعنې: «شهید مړ شه!» دا پیغام د استاد محمد پر سر لکه تندر راولوېد؛ ځمکه ورته اور شوه او هر انسان ورته دښمن ښکاره شو.استاد وایي: پوره یوه اونۍ په کور کې پاتې شوم، له کوره ونه وتم. په کور کې مې ځان بند کړ، درنه اوسپنیزه دروازه مې ولګوله، سخت وېرېدلم چې څوک به مې ووژني. که به ډېره اړتیا پېښه شوه، نو په بدل شوي بڼه به بهر وتلم.استاد وایي: یوه ورځ مې د خپل ښوونځي یو شاګرد ولید. هغه راته وویل: «استاده، چېرته یې؟ اوس خو زموږ پیغام ته ځواب هم نه راکوې!» ما وویل: «کوم پیغام؟» هغه وویل: «هغه پیغام چې ما درته لیکلی و: زما شهادتنامه به کله راځي؟ (متی الشهادة؟)»یعنې شاګرد په املا کې کمزوری و او جمله «متی الشهادة؟» یې په تېروتنه «مت شهیداً» لیکلې وه.راوي زیاتوي: اوس استاد محمد له ځانه سره کلاشنکوف ګرځوي؛ څوک چې په املا کې تېروتنه وکړي، نو سمدستي یې پرې راپورته کړي!😒
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
11 ټولې رایې
5★
6
4★
1
3★
1
2★
1
1★
2
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
جالب
بله مځکه!
بله مځکه! ساینسپوهانو د "TOI-1452 B" په نوم داسې یوه سیاره کشف کړې ده چې وچه مځکه ، غر او دښتې نلري دا سیاره له یوه قطب...
ریس خادیم
71 لیدنې
06 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
د يوه ښه ښوونکي جوړېدو ۱۵ لارې :
ښوونه د ذهنونو جراحي ده، که ستاسو لاسونه لړزيږي یا ستاسو وسایل او پوهه زاړه وي، نو تاسو ژغورونکى نه یاست، تاسو زیان رسوو...
عزت الله همدرد
154 لیدنې
06 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
هر ډول جالیب معلومات
📚 دا معلومات د هر ډول جالب معلومات 2 اپلېکېشن څخه اخیستل شوي دي. 📲 د اپلېکېشن د ډاونلوډ لپاره لاندې د ټیلیګرام چینل لی...
ریس خادیم
313 لیدنې
05 Jun 2026
0.0
(0)