oiuytrew
پښتو ګهيځ

د انارو سوداګر

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

ته چې ولاړې او د ښکلي خدای مېلمه شوې د جنت په شیدو شاتو کې خوږه شوې تا وېل: خدای ته چې ځم تا راسره بیایم بې‌وفا! ته خو یوازې ورستنه شوېزه به څه وایم، چې روسته ستا له تلو نه په ما څه راغلل د قاف له لویو غرو نه یا له قاف نه یا له دښتو د مغولو دجال واوښته له دنګو دیوالو نه د وحشي لښکر غبار کې مې شوه برخه پر غاټولو نوره نه پرېوته پرخه ستا د شونډو بدخشان راڅخه ورک شو راروان شومه د زړه له ورانه بلخهقلندر شومه مرۍ مې کړې په بند کې سل اویا اوښان مې واخیستل اېلبند کې څو غمي مې د چورمو په واسکټ سکښتي ګردلمنی مې راواغوست په هېلمند کېرا روان مې سل اویا اوښان کتار کړل راشېوه مې په دامان د کندهار کړل کندهار لکه ستا غاړه کې سور هار و ترې انار مې په کتار اوښانو بار کړل ستا د حسن په بګرام کې شهنشاه وم ستا د قد د بامیکان ولاړ بودا وم اوس نو راغلم سوداګر شوم د انارو د کابل هرې کوڅې سره اشنا ومد کابل هرې کوڅې کې ستا اواز و خرابات دې د زرینو ګونګرو ساز و عاشقان او عارفان وو ستا یادونه په خاموش بالاحصار باندې دې ناز وته دا پرېږده، زه نو داسې سوداګر شوم لیونی غوندې په ورکو لارو سر شوم په انارو بار اوښان مې شول ملګري راروان د هیندوستان په اوږد سفر شومسکندر هم هیندوستان ته و راغلی په نیزو، غشیو او زغرو و پوښلی سکندر په ځان پسې و، میین نه و په لټون د ورکې نه‌و راوتلیسکندر به رسېدلی وي که نه وي؟ د ځان پل به یې موندلی وي که نه وي؟ دا چې څوک و او له کومه و راغلی؟ دا ځواب به چا ویلی وي که نه وي؟خو زه نه یمه په ځان پسې راغلی نیمه خوا ستا له لمبې یم پاتې شوی د پتنګ پر وزره هغه میناتور یم چې لا شمعې پوره نه‌یمه سیزلیته دا پرېږده، اوس په لویه لار روان یم په انارو بار اوښان زه یې څاروان یم له کابله وړم ستا یو ګریوان عطرونه زه پاچا اوس پردیسي د هیندوستان یمله لاهوره تر ډیلۍ او تاج‌محله د اوښانو بار سپکیږي یو تربله ستا د سپینې پښې راپاتې یو پایزېب دی چې شرنګیږي مې په زړه کې تل ترتلهاوازه شوه هیندوستان کې چې انار دي لکه زړه د عاشق ډک د کندهار دي سوداګر یې یو میین، یو لیونی دی سره اوښان دي او په سرو غمیو بار دي«کابلي والا» پټان دی قلندر دی و پاچا، اوس د انارو سوداګر دی چورمه‌داره یې واسکټ، ګرده لمنه د پایزیب د شرنګ په ژبه هم خبر دیربابي دی په شاتار یې ګوتې ګرځي په ګونګرو او په سېتار یې ګوتې ګرځي تر شرابو ډېر میین په پیالو سترګو د ساقي په هر یو وار یې ګوتې ګرځياوازه ده د انارو او اوښانو راروانې قافلې دي د جوګیانو هر انار د کندهار په تبرک دی د خرقې بوی یې لګیږي په چشتیانوبنارس لکه بڼکه د تاووس دی د رنګینو رڼاګانو اقیانوس دی د یوه اوښ انار پاتې نور یې تللي د ګنګا پر غاړه بل روستی پانوس دیشهزادګۍ د بنارس ډولۍ کې راغله کجاوې ته د انارو ده ولاړه د ورېښمینې پردې شاته لکه سیوری په زربفتو یې پوښلې ده هیندارهوايي: څو سکې د زرو غواړې خانه! ټول انار د کجاوې اخلم له تا نه خو انار به تر ماڼۍ راوړې پخپله د زربفتو ډولۍ مخکې شوه روانهاوښ مې چو کړ په ډولۍ پسې روان یم په ورېښم کې ستا اواز دی او حیران یم نور نو نه‌یم پوهېدلی چې څه کیږي ستا اواز دی او زه وران یم او زه وران یمرڼاګانو را په سد کړمه ماڼۍ کې لکه ناست یم د بګرام په پاچهۍ کې نه! دا زه یم، بنارس دی او جامونه انار ایښي دي د زرو په ټوکرۍ کېبالښتونه، بخملي څونډي یې زانګي په غمیو پټ زرین جامونه خاندي یو سېتار نقش و نګار په تخت ولاړ دی فوارې ته نیلوفر په ډنډ کې لامبيزه مېلمه یم د ساقي په لاس کې جام دی او سپوږمۍ ته د چندڼ د ښاخ سلام دی یخ یخ باد سپینو دیبا پردو کې ناڅي د کابل د مڼو بوی د باد پیام دید وریښمینو پردو شاته د ګام شرنګ شو چېرته پټ نری نری د سېتار ترنګ شو ساقی غوږ ته رانږدې شوه په کراره د جام زړه د انګورتاک په وینو رنګ شوچا په غوږ کې راته وویل غلي غلي دا شراب یې له شېرازه دي راوړي دلته ناڅي شهزادګۍ د بنارس نن د ساز رګ کې یې شرنګی د پایزیب ځغليروهیلیه! بختوره! ډک دې جام دی ګرځېدلی دې دا ټول جهان په کام دی نن به بت د غرور ستا په مخ کې ناڅي نن ماښام زهرې ته مخامخ بهرام دیشرنګهار شو د ګامونو په دالان کې نیمه شپه کې لمر راوخوت په ایوان کې د ورېښمو پرده پورته په اداب شوه د رنګونو منشور ړنګ شو په روان کېشها راغله د نازک حریر پرده کې سپوږمۍ پریوته د میو په پیاله کې سپین کمیس یې د ورېښمو شرشره و ته ولاړه وې د زړه په ایینه کې پایزېبونه سندرغاړي د هوس شول په قدم قدم یادونو ته جرس شول نیلوفرو تلاوت د حسن وکړ و شها ته فرش په لار د بنارس شول د تبلې تالونه ټال شول د ضربونو میناتور شو کوږ شرنګی د سېتارونو ساقي ځار شمه د بلې پیالې وار دی راشه بلې کړه لمبې مې په فکرونود شها ګوتې شوې پورته له ادابه نیمه زنه یې ښکاریږي له حجابه اذا زلزلت مې ګډ شو په هډونو دا کیفیت به مې کړي لا پسې خرابهجام نه ووته: سا ری مه په ګه ني سا ډیوه رېږدي: تین‌تنانا تین‌تنانا په نقره کې د انارو ډک رګونه صراحي ده په قل قل، ساغر په هاهاد شها یوه پښه تاو شوه له بلې د پیروي ډنډ ګونګرې وشرنګولې له غیرته یې حنا پنجې خولې کړې د خوشبو له تیو پۍ راڅڅېدلېد ګبینو سمندر موسیقي راغله د وریښمین درد په بستر موسیقي راغله چې شها راتاوېده د لمبې ژبه زما سکروټه په پرهر موسیقي راغلهسمندر ومه ډوب کړی چې قیامت شو په اسمان وم ګرځېدلی چې قیامت شو شها یوناڅاپه پورته لوپټه کړه ستا حضور ته وم لویدلی چې قیامت شوشها ته وې، نڅا ته وې سرود ته وې حضور ته وې، پیدا ته وې وجود ته وې چې د کیف و درد له اوره سپین راوخوت د حیرت د اورکدې هغه دود ته وې ما دې ورو د پایزېبونو ګونګرې ښکل کړې چې په پښو مې د نکریزو د رنګ ګل کړې تر لمنې دې شوم تاو لکه پېروته که در هسک مې په انارو د ګوګل کړېد انارو سوداګر ومه پاچا شوم ورک کابل وم بنارس کې راپیدا شوم سل اویا اوښان مې بار لاچي لونګ کړل د خوشبو خوله په غاړه د شها شومپه نڅا نڅا دې لاس کې انار واخیست په کشمیر سینه دې هار کندهار واخیست انار مات شو ستا د سپینو ګوتو ناز ته شرشره کمیس دې اور د انګار واخیستزه لا پروت وم ښکلول مې پایزېبونه وچو شونډو مې پرانیستي وو زخمونه د ژوند سور څاڅکی مې ولویده په خوله کې لاس مې ونیسه، چې دواړه سره ځو نه لېکوال عبدالغفور لېواب

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan