معمر القذافي په 1942 کال په لیبیا کې زیږدلی دی، په 1969 کال د لیبیا هیواد ولسمشر شو چې تر 2011 کال پورې یې ۴۲ کاله داسې پاچاهي وکړه چې لیبیا هیواد یې په شتمن هیواد بدل کړ، په هیڅ عربي هیواد کې تر دې مخه هیچا داسې کار نه وو کړی! هغه دوې میرمنې لرلې لومړی میرمن یې فاتحه النوري نومیدله چې په کال 1969 ئې واده ورسره وکړ یو کال وروسته یې ترې طلاق ترې واخیست او بله میرمن ېې په کال 1970 وکړه د هغې څخه ېې لس زامن او دوې لوڼې پیدا شوې چې یوه لور ېې عایشه او بله حناء نومیږي، هغه خورا شوقي انسان وو، شپیته خاص ساتونکې یې لرلې چې ښځینه وې د افغانستان پرته د هر هیواد نجونې ورسره وې چې د هغه ساتنه او خدمت به یې کاوه چې تور پوستي او د هر نژاد ولا پکې وې، یوه یې د سوډان هیواد د بهرنیو چارو وزیر لور ده چې تورپوستي مکیلا نومیږي، د میرمنې په نامه ېې خدمتګاره کړي وه د هغه ساتونکي که نجونې وې خو عامې نجونې نه وې بلکې نښه ویشتونکي، تکواندوکارې ښه وسلې کارونکي او ځینې پکې لوړ رطبه سیاستوالې هم وې ، لنډه دا چې هغه په خپل هیواد کې داسې نه مننوکي کارونه عام کړي وو چې د هغې په وجه اروپایانو او امریکایانو د هغه پر ضد عام خلک راوپارول او د هغه په ضد کورنی جګړې پیل شوې چې په لویه او ښکاره توګه ناټو د هغه پر ضد پدې جګړه کې شامله وه او اخر هغه د 2011 کال د اکتوبر په 20 تاریخ ووژل شو د هغه دوه څلویښت کلنه پاچاهي یې پای ته ورسوله د صدام حسین په اړه ویلي وو چې هغه د مسلمانو د حقوق لویه قوي ستن ده، خو کله چې صدام حسین امریکا اعدام کړ هغه دا وړاندوینه وکړه چې: اسلام ریښې په ډیرېدو دي خو اروپا او امریکا نه غواړي چې اسلام پرمختګ وکړي په مونږ به بیلا بیلې پروژې د حقوق بشر په نامه عملي شي، خو اصل مقصد به د اسلام له منځه وړل وي... وروسته یې دا وویل چې زه زما ژوند به د امریکا په هڅه د خپلو خلکو لخوا اخیستل کیږي، ځکه چې د عربی نړی زوال نور شروع شوو..!د هغه ځینې وړاندوینې د اروپا او امریکا په اړهزه به هیڅ بهرني هیواد ته تبعید نشم. زه دلته په لیبیا کې زیږیدلی یم او دلته به مړ کیږم. دا یوه دښته وه ، او ما دا په ځنګل بدل کړ چیرې چې هرڅه پکې رازغون کیږي. هیڅوک دې خاورې ته پرته له خپلو اتباعو زیاته مینه نشې ورکولای. که اروپا او امریکا تاسو ته وایی چې دوی تاسو سره مینه لري، متوجې اوسئ. دوی ستاسو د ځمکې، تیلو سره مینه لري نه له خلکو سره. دوی له ما سره په جګړه کې له تاسو سره مرسته کوي، مګر دا ستاسو لپاره غوره ده چې له دوی سره جګړه وکړئ ځکه چې دوی ستاسو د راتلونکي او ستاسو پرمختګ سره جګړه کوي. تاسو ليبيايانو ته زما پيغام دا دی چې دوۍ به تاسو سره زما په وژلو کې مرسته وکړي، مګر تاسو به د دې قيمت ادا کړئ ځکه چې تاسو به ځوريږي. او تاسو، متحده ایالاتو او اروپا ته زما پیغام دا دی چې تاسو به ما ووژنئ، مګر د نه ختمیدونکي تروریزم سره مبارزې ته چمتو اوسئ. "ترهګر به مخکې له دې چې تاسو په خپلو ناپوهیو پوه شئ، تاسو به پخپلو محلاتو کې وځپي." هغه ویلي وو چې زه ځکه خپل ساتونکي ښځې ساتم چې عربو کې نارينه نشته، بغیر یو له ما بل صدام حسین څخه!د هغه کارونه چې لیبیا کې ېې عام کړي وو د اروپایانو او امریکایانو توجه ېې جلب کړي وه1. په لیبیا کې بریښنا بل نشته، بریښنا دې ټولو اتباعو لپاره وړیا ده. 2. په پورونو کې هیڅ سود نشته، په لیبیا کې بانکونه دولتي ملکیت دی، او ټولو اتباعو ته ورکړل شوي پورونه د قانون له مخې صفر سود لري. 3. په لیبیا کې کور د بشر حق دی. قذافي ژمنه وکړه تر څو چه ټول لیبیایان کور ونلري مور او پلار به یې تر هغه کور ونه لري. 4. په لیبیا کې ټول نوي واده شوي د خپل لومړي اپارتمان د اخیستلو لپاره له حکومت څخه (50,000 امریکایي ډالر) ترلاسه کوي. 5. په لیبیا کې طبي زده کړې او درملنه وړیا ده. له قذافي مخکې یوازې ۲۵ سلنه لیبیایان سواد درلود. نن دا شمېره ۸۳٪ ته رسېدلې ده. 6. لیبیایان چې کرهڼه د مسلک په توګه تعقیبوي د کرنې ځمکې، فارمي کورونه، تجهیزات، تخمونه ترلاسه کړي ترڅو د دوی فارمونه جوړ کړي - ټول وړیا دي. 7. که چیرې لیبیایان ونه توانیږي چې په لیبیا کې تعلیمي یا طبي اسانتیاوې ومومي، حکومت یې د دوۍ د بهر د تګ لپاره تمویل کوي. 8. په لیبیا کې، که یو لیبیایی موټر واخلي، حکومت یې 50٪ قیمت ورکوي. 9. په لیبیا کې د تیلو بیه ۰.۱۴ ډالره ده. 10. لیبیا هیڅ بهرنی پور نه لري او د هغې زیرمې 150 ملیارد ډالره دي چې اوس په ټوله نړۍ کې کنګل شوي دي. 11. که چیرې یو لیبیایي له فراغت وروسته دنده ترلاسه نه کړي، دولت ورته د مسلک اوسط معاش ورکوي تر څو چې د کار موندلو پورې په کار ګمارل کیږې. 12. د لیبیا د تیلو د پلور یوه برخه په مستقیم ډول د لیبیا د ټولو اتباعو بانکي حسابونو ته سپارل کیږي. 13. هغه مور چې د قذافي په واکمنۍ کې ماشوم زیږوي، د ماشوم د ملاتړ لپاره 5000 ډالر ترلاسه کوي. 14. په لیبیا کې د 40 ډوډیو بیه 0.15 ډالر ده. 15. د لیبیا 25٪ خلک د پوهنتون تر درجې زده کړې لري. 16. قذافي په نړۍ کې د اوبو لګولو ترټولو لویه پروژه جوړه کړه، چې د لوی انسان لخوا د سیند پروژې په نوم پیژندل کیږي، ترڅو په ټول صحرایی هیواد کې اوبه په اسانۍ سره چمتو اوذتر لاسه کړي نوټ عکسونو کې له افغانستان ریس جمهور سردار محمد داوخان سره هم لیدنې عکس سته روح یې ښاد په قبر یې نور
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
د هند پخوانی ولسمشر عبدالکلام وایي!
کله چې زه ماشوم وم، یوه شپه مې مور د پلار مخې ته ډوډۍ کېښوده. مور مې له پلار بښنه وغوښته چې نن ډوډۍ لږ سوځېدلې ده. خو ز...
پښتو ګهيځ
شخصیتونه
د interview لارښود
د انټرويو ( Interview ) د دندي لپاره د ځانګړي مرکې په اړه ځيني لارښووني. #لومړۍ پوښتنه د ځان په اړه که مو راته ووېل؟ ځ...
عبدالصمد سېلاب
شخصیتونه
پلار ته د فیودر مبخایلویچ لیک؟
ګرانه پلاره، ته په رښتیا فکر کوې، چې زوی دې درنه ډېر لگښت (پيسې) غواړي؟ خدای شاهد دی، چې د نه د خپلو غوښتنو او نه هم د ز...
پښتو ګهيځ