oiuytrew
پښتو ګهيځ

د هارورډ پوهنتون د اوږدې څېړنې پایله:

274 لیدنې 10 رایې
3.6 (10)
پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ 03 Jun 2026

د خوشاله او روغ ژوند لس مهم رازونه د هارورډ پوهنتون له خوا د انسان د ژوند په اړه تر ټولو اوږده څېړنه، چې نږدې ۸۵ کاله یې دوام وکړ، دې پایلې ته ورسېده چې د انسان د خوشحالۍ او روغتیا بنسټ په شتمنۍ، شهرت او ظاهري بریاوو کې نه دی، بلکې په ښو اړیکو او ذهني آرامۍ کې دی. د خوشاله او سالم ژوند لپاره لس مهم اصول دا دي: ۱- پیاوړې او ژورې اړیکې د دې څېړنې تر ټولو مهمه موندنه دا وه چې هغه کسان چې له خپلې کورنۍ، دوستانو او ټولنې سره ژورې او سالمې اړیکې لري، تر نورو ډېر خوشاله او روغ وي. یوازیتوب د انسان پر روح او بدن ناوړه اغېز کوي. ۲- متوازنه او روغتیایي خواړه څه چې خورئ، هماغه ستاسو پر ذهني او جسمي روغتیا اغېز کوي. په خپل خوراک کې مېوې، سابه او اوبه زیاتې کړئ، او د بسته بندو خوړو او بوره لرونکو موادو کارول کم کړئ. ۳- منظم فزیکي فعالیت ورزش یوازې جم ته تلل نه دي. هره ورځ له شلو تر دېرشو دقیقو چټک مزل یا هر ډول بدني فعالیت د خوښۍ هورمونونه فعالوي، چې د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي. ۴- کافي او ارامه خوب د سالم ذهن او روغ بدن لپاره هره شپه له اوو تر اتو ساعتونو پورې ارام او بشپړ خوب اړین دی. د خوب کمښت د عصبانیت، ذهني فشار او د زړه د ناروغیو لامل کېدای شي. ۵- د شُکر او مننې احساس د هغو شیانو پر ځای چې نه یې لرئ، د هغو نعمتونو قدر وکړئ چې الله درکړي دي. هره ورځ لږ تر لږه د درېیو هغو نعمتونو په اړه فکر وکړئ چې پرې منندوی یاست؛ دا عادت انسان مثبت فکر ته هڅوي. ۶- د ذهني فشار مدیریت ستونزې د ژوند طبیعي برخه ده، خو مهمه دا ده چې ورسره څنګه چلند کوو. مراقبه، ژورې ساهګانې اخیستل او د خوښې وړ مشغولیتونو ته وخت ورکول د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي. ۷- په حال کې ژوند کول د تېر وخت په پښېمانیو او د راتلونکي په اندېښنو کې د ډوبېدو پر ځای، د نن ورځې او اوسنۍ لحظې ارزښت درک کړئ. کله چې انسان پر حال تمرکز وکړي، ذهن یې ارامېږي. ۸- بښنه کول په زړه کې د کرکې، غوسې او انتقام ساتل تر هر چا ډېر خپله انسان ته زیان رسوي. د نورو بښل او ترخو خاطرو ته شا اړول د ذهني آرامۍ او پرمختګ لامل ګرځي. ۹- تل زده کړه کول کله چې انسان نوې پوهه، نوې ژبې او نوې وړتیاوې زده کوي، ذهن یې فعال او ځوان پاتې کېږي. دوامداره زده کړه ژوند ته موخه او مانا وربخښي. ۱۰- سخاوت او د نورو مرسته د نورو سره مرسته کول او د چا پر شونډو موسکا راوستل هغه خوښي او روحي سکون ورکوي چې د مادي شتمنیو په وسیله نه ترلاسه کېږي. دا کار د انسان ژوند لا بامقصده کوي. لنډیز: ریښتینې خوشالي په شتمنۍ، شهرت او مادي شیانو کې نه ده، بلکې د انسان په دروني سکون، سالمو اړیکو او له خپلو عزیزانو سره په مینه او نږدېوالي کې ده.ژباړن:اصل دين ځدراڼ.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (10)

10 ټولې رایې

5★
3
4★
2
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan