کله چې زه ماشوم وم، یوه شپه مې مور د پلار مخې ته ډوډۍ کېښوده. مور مې له پلار بښنه وغوښته چې نن ډوډۍ لږ سوځېدلې ده.خو زما به د پلار دا خبره هېڅکله هېره نه شي، چې مور ته مې وویل: «خوږې! زما سوځېدلې ډوډۍ خوښیږي.»زه په سوچ کې شوم چې ایا پلار مې رښتیا هم سوځېدلې ډوډۍ خوښوي؟ کله چې بسترې ته تلم، له پلار مې وپوښتل: «ایا ته رښتیا سوځېدلې ډوډۍ خوښوې؟»پلار مې په غېږ کې ونیولم او راته ویې ویل: «زویه! نن ستا مور ټوله ورځ سخت کار کړی دی او بیا یې د شپې موږ ته ډوډۍ هم تیاره کړه. نو سوځېدلې ډوډۍ انسان دومره نه ځوروي، لکه ترخه خبره. او راته یې ویل انسان هېڅکله مکمل نه وي، یو د بل تیروتنې باید ومنو او خوشاله ژوند وکړو.»
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
ښه شخصیت جوړول
د ښه شخصیت د جوړولو څو مهمې لارښوونې ✅ رښتینولي خپله کړئ، ځکه باور د هرې اړیکې بنسټ دی. ✅ له خلکو سره په ادب او درناوي...
هلال خان
278 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
د میړانې،غیرت او د یوې ریښتينې مبارزې پای!
د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن...
پښتو ګهيځ
348 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
احمدشاه بابا
نن د افغانستان د بنسټ ایښودونکي، احمدشاه بابا، ۲۵۴م تلین دی. احمد شاه بابا د خپل تدبیر، زړورتیا او رهبرۍ له امله د افغا...
و ا ساحل
274 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)