د ایفري ډې هیلت د راپور له مخې، روغتیايي متخصصان وايي چې د ګوتو د یوې ساده ازموینې له لارې د سږو سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص کېدای شي.اکثره خلک هغه وخت د سږو د روغتیا په اړه اندېښمن کېږي چې د سینې درد، د ساه اخیستلو ستونزه او د ساه غږ (غږهار) په څېر نښې پکې څرګندې شي، خو د دې نښو تر راڅرګندېدو مخکې د سږو د ناروغۍ ځینې خبرداري ورکوونکې نښې په حقیقت کې د انسان په لاسونو کې لیدل کېدای شي.د سږو سرطان د پېژندنې لپاره د ګوتو د ټیسټ طریقه:د روغتیا د متخصصانو په وینا، د دواړو لاسونو د شهادت ګوتو نوکان سره یوځای کړئ. که د دواړو نوکانو ترمنځ واټن یا تشه جوړه شي، نو ښايي سږي مو عادي وي. خو که د دواړو نوکانو ترمنځ هېڅ تشه نه وي او سره نښتي ښکاري، دا کېدای شي د سرطان، د زړه یا د سږو د نورو ستونزو نښه وي. څېړونکي وایي چې دا نښه د Non-small cell lung cancer په شاوخوا ۳۵ سلنه پېښو کې او د Small cell lung cancer په نژدې ۴ سلنه پېښو کې لیدل شوې ده.د سږو سرطان د یوه مشهور بریتانیايي خیریه بنسټ متخصصان وایي، د نوکانو ترمنځ د الماس په څېر شکل نه جوړېدل په مستقیم ډول د سږو د سرطان ثبوت نه دی، خو دا یوه احتمالي نښه کېدای شي.روغتیاپوهان سپارښتنه کوي چې که څوک د دې ټیسټ پر مهال احساس کړي چې د ګوتو نوکان یې سره نښتي دي او تشه نه لري، نو باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.ډاکټر براین انډریو فالېر، چې په سېنټ لوئیس کې د میسوري بپټیسټ طبي مرکز د سرطان د څېړنې مشر دی، وایي: “ګوته د طبیعي مقعر (کږې دننه) کرښې پر ځای چې د نوک د ریښې ترڅنګ وي، د کاچوغې د شاتنۍ برخې په شان بڼه خپلوي.”اغېزمن نوکان هم دا ځانګړنې لرلی شي:نوکان تاوده احساس کېږي نرم او سپنجي شي سور رنګ واخلي کېدای شي دردناک وي د سږو د سرطان په لومړیو پړاوونو کې د ګوتو په نوکانو کې بدلونونه دومره ورو رامنځته کېږي چې سړی یې نه شي احساسولای. ډاکټر فالېر وایي: “ډېری هغه ناروغان چې زه یې د سږو د سرطان له امله وینم، د ګوتو پړسوب لري، خو هغوی خپله پرې نه وي خبر.”
# اړوند پوسټونه
روغتیا
د وينې د لوړ فشار علتونه او تشخيص يې
د وینې لوړ فشار؛ منفي اثرات ستاسو په زړه باندې د وینې لوړ فشار (High Blood Pressure) یوه عامه، خو جدي روغتیایي ستونزه ده...
پښتو ګهيځ
51 لیدنې
07 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
د وېښتانو د توېدو (Hair Loss) طبیعي او طبي مخنیوی په ځوانانو کې
د وېښتانو د توېدو (Hair Loss) طبیعي او طبي مخنیوی په ځوانانو کې. موضوع: ولې مو وېښتان توېږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟ 🧬...
ریس خادیم
95 لیدنې
06 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
د زخو او دودیزو طبیعي طریقو په اړه بشپړ معلومات:
د زخو او دودیزو طبیعي طریقو په اړه بشپړ معلومات: زخې (Warts) د پوستکي کوچنۍ غوټې دي چې ډېری وخت د HPV ویروس له امله پید...
ریس خادیم
75 لیدنې
06 Jun 2026
0.0
(0)