oiuytrew
عبدالبصير هوتک

متلونه

224 لیدنې 16 رایې
3.4 (16)

د نړۍ ویښونکي متلونه• د بدو پاى روغه جوړه ده. • د بل د ښوروا په هيله ډوډۍ مه وړوه . • پټه خوله اقرار دى . • داسې مه کېږه چې وایې خداى منم ، رسول منم خو امر يې نه منم . . • په نيستۍ کې سستي او په هستۍ کې مستي مه کوه. • تربره ته بې وروره، ورور ته بې زويه مه شې . • تر بې عقل دوست هوښيار دښمن ښه دى . • تر سل ځله اورېدلو يو ځل ليدل ښه دي . • خپل حق د زمرىيله زامې وکاږه . • دوست ته حال وايه، د ښمن ته لاپې . • د عقل وږى، د دنيا موړ نسته . • د کار مېرمن په وچه غوا شيدې کوي . • چي له ياره ژاړې ، له ځانه ژاړې . • هر څه د خداى له جانبه دي، خو د غوا شيدې په وښو دي . • دیوال نم، انسان غم زړوي. • سر په مال ساته عزت په دواړو . • شکوڼ که حلال دى، رنگ يې د مردار دى . • که مشر مشرتوب غواړي ، کشر هم د دنيا دود غواړي . • بد مه راسره کوه، ښه دې نه غواړم. • په بد زوی ښه پلار یادیږي. • په غرمو یې وګټه په سیوري وخوره. • تر تشه ولاړه په خرپ نړېدل ښه دي. • څوک چې غوا خرڅوي، له پړي به یې تیریږي. • حیوان چې پېکاره شي، هم خوړل کیږي هم خرڅېږي. • چې په ډله کې د دوست نه وي، مه په کې کښېنه. • چیرته چې تورې چلیږي، هلته ویني بهیږي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (16)

16 ټولې رایې

5★
4
4★
4
3★
4
2★
2
1★
2

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan