ټابلېټ کا څه شی دی؟ اؤ کوم تاوانونه لري؟ټابلېټ «کا» یا (Tablet K) نشه یي مواد دي چې پهٔ دې وروستیو کې پۀ افغانستان اؤ ټوله نړۍ کې یې شهرت موندلې ده. د یؤ راپور لۀ مخې دغه ټابلېټ پۀ خپل ترکیب کې دؤه نوعه نشه یې مواد لري، چې عبارت دي لهٔ «اکسټاسي اؤ مېتامفېټامین» څخه. چې دغه نشه یي مواد پۀ مغزو کې د «ډوپامین اؤ سېراټونین» غلظت زیاتـؤي. دغه نشه یي مواد د خوښیو پۀ بنډارونو لکه ودونو کې، د خوشالۍ اؤ مست حالت د زیاتېدو لپاره خلک استعمالـؤي، چې د کاذبې یا دروغجنې خوشالۍ سبب کېږي. دغه نشه یي مواد لنډ مهاله اؤ اوږد مهاله تاوانونه لري چې عبارت دي لۀ#تاوانونه لۀ ساعتونو ساعتونو خوشالۍ وروسته معتاد کسان ستړي، ناقراره، او مخشوش کېږي. که پۀ دماغو یا مغزو زیات تاثیر وکړي، یا پۀ وینه کې د سودیم اندازه کمه شي، نو د میرګي حمله هم پرې راځي. د بدن تؤدوخه، زړۀ ټکان اؤ وینې فشار لوړېږي، چې ممکن د زړۀ د حملې یا Hear Attack سبب شي، اؤ کله کله د وینو د رګونو د چاودېدلو یا رپچر سبب هم کېږي.پۀ دماغو، زړۀ، پښتورګو، ځیګر باندې د ناوړه اغېز لۀ کبله د مرګ سبب هم کېدلی شي. اؤ اوږدمهاله تاوان یې د حافظې کمزورې کېدل دي.که مو لوستی وي، لاېک بټن ووهئ چې زهٔ پوی شم چې لوستلی مو دی❤️راتلونکې پوسټ کې به د Pregabalin چې پهٔ بازار کې د Zeggap اؤ Tablin پهٔ نوم راځي، معلومات وړاندې کړو. چې اصلاً دا درمل کوم ډؤل درمل دي؟ چا لپاره ورکؤل کېږي؟ تاوانونه یې څهٔ دي؟ اؤ ولې یې ځینې تنکي اؤ ځوان قشر استعمالؤي.
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
روغتیا
صحتمند سالم ژوند ۱۰ زرین اصول
که تاسې اوږد، خوشحاله او له ناروغیو پاک ژوند غواړئ، نو دا اصول حتماً خپل کړئ:۱) پر وخت خواړه وخورئ او پر وخت ویده سئ۲) ه...
پښتو ګهيځ
روغتیا
MD/ MBBS____job/ training
پۀ MD ځان نه شل کېږي! که مو د افغانستان لۀ دولتي يا هم خصوصي پوهنتونه یا ايران او تاجکستان نه MD يا له پاکستان، چين او...
عبدالصمد سېلاب
روغتیا
ولي موږ ژاړو
موږ هغه وخت ژاړو چې خپه، اوتره، غوسه او ان خوشاله شو. خو ایا پوهېږئ چې انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي...
عبدالسلام نيازمن