oiuytrew
پښتو ګهيځ

پلار ته د فیودر مبخایلویچ لیک؟

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

ګرانه پلاره، ته په رښتیا فکر کوې، چې زوی دې درنه ډېر لگښت (پيسې) غواړي؟ خدای شاهد دی، چې د نه د خپلو غوښتنو او نه هم د زیاتو اړتیاوو لپاره يې نه درنه غواړم او نه هم ستا د چور تالان فکر راسره دی. څنګه له خپل تن او وینې هیله وکړم، چې په شدت پرې ظلم وکړي. زه لاس او پښې لرم، که زه ازاد او خپلواک وای، له تا مې باید یو کوپيک هم نه وای غوښتی. ما باید ځان له فقر او تنګسیا سره عادت کړی وای. ما باید شرم لرلی، چې د مرګ له بستره مې له تا د مرستې غوښتنه کوله. هر څنګ چې دي، له راتلونکیو وعدو ډاډ درکوم، که څه هم راتلونکی ډېر لرې نه دی، «وخت» به یې رښتینوالی روښانه کړي. اوس هیله کوم، ګرانه پلاره، د «خدمت» کلمې تحت الفظي مانا سرچپه کړه، زه باید – هیله لرم یا یې نه لرم – د چاپيریال له مسوولیتو سره ځان همغاړی کړم. ولې استثنايي حالت ولیکم؟ داسې اسثنايي سلوک اکثراً له لویو بدمرغیو سره مخامخېږي. ګرانه پلاره، ته به یې په اسانۍ درک کړې، ځکه چې ته په کافي کچ له خلکو سره راشه درشه لرې. په دې اساس لاندې ټکیو ته پام وکړه: په یوه نظامي کمپ کې ژوند، د نظامي اکاډمۍ هر زده کوونکي ته لږ تر لږه څلوېښت روبله پکار دي. (دا په دې سبب لیکم، چې زه خپل پلار مخاطب کوم.) په دې حساب کې نور اړتیاوې لکه، چای او بوره نه راځي. دا شیونه د راحتۍ لپاره نه؛ بلکې د مطلقې اړتیا له مخې يې باید ولرم. که یو څوک د باران او رطوبت له امله په خیمه کې ویده شي، یا که یوڅوک له تمرین وروسته ستړی ستومانه راستون شي، په داسې شرایطو کې په اسانۍ ناروغېدی شي، په تېرو څو کلونو کې مې بیا بیا لیدلي دي. زه ستا له ستونزو خبر یم؛ نو «چای» باید څنګ ته کړم، یوازې او یوازې دوه جوړې معمولي بوټان چې شپاړس روبله ارزښت به ولري، درنه غواړم. یو ځل بیا خپل اړتیاوړ څيزونه لکه، کتابونه، بوټان، د لیکوالۍ مواد، پاڼې یا کاغدونه او وغیره وساتم. د دغو لپاره یوه صندق ته ضرورت شته، ځکه دلته خونې یا کوټې نشته، بس خیمې یا کېږدۍ دي. چپرکټونه مو له وښو جوړ دي چې په لوخو يې پوښلي. اوس له تا پوښتم، چې بې صندوقه خپل څنګه وساتم؟ سانتدوی ته يې څه چې زه يې ولرم که نه. ازموینې به هم ژر ختمې شي، تر هغه وروسته ښايي هېڅ کتاب ته ضرورت ونه لرم. دا چې زما په یونیفورم پسې وګرځې، نو ضرور نه ده، چې بوټان او نور څه درنه وغواړم؛ خو راته ووایه، چې بې کتابونو څنګه ژوند وکړم؟ کوم بوټان چې موږ ته راکول کېږي، چندان ښه نه دي، درې جوړه تر شپږو میاشتو نه رسېږي. [دا لاندې هم د توکو فهرست چې ما اخیستي دي] وروستۍ پیسې دې چې رالېږلې، پنځلس روبله مې لا ساتلي دي. ته يې ګورې، پلاره، چې پنځویشتو نورو ته هم اړتیا شته. موږ د جون په لومړیو کې نظامي کمپ پرېږدو. که ته خپل زوی ته د هغه په اړتیاوو کې لاس ورکوې، نو د جون په لومړیو ورځو کې پيسې ورولېږه. زه مې پر خپلو غوښتنو تاکید یا ټینګار نه کوم، بیا بیا يې هم نه غواړم؛ خو له تا به زښت زیات منندوی حتمي واوسم.

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan