oiuytrew
عبدالسلام نيازمن

په ځوانانو کې د زړه ناروغۍ

عبدالسلام نيازمن
عبدالسلام نيازمن

ما فکر کاوه چې زه ډېره زوروره یم… خو ناڅاپي د سپورټ په تالار کې پر ځمکه ولوېدم او هېڅوک نه پوهېدل چې څه راباندې شوي دي." د کیتلین لارنس ژوند په ۲۲ کلنۍ کې په یوه شېبه کې هغه وخت بدل شو چې د لوړې کچې نېټبال لوبولو پر مهال د زړه له جدي ستونزې سره مخامخ شوه. هغې چې ځان یې روغ او تندرست باله، هېڅکله یې دا فکر نه کاوه چې ښايي د زړه ناروغي ولري. خو دا یوه عامه ستونزه ده. د زړه او رګونو ناروغي په ټوله نړۍ کې د ښځو او سړیو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی، خو کارپوهان وايي، ډېرې ښځې نه پوهېږي چې دوی هم له خطر سره مخامخ کېدی شي. کیتلین وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر هغه ورځ چې هغه په کې بې‌هوښه شوه، د ژوند تر پایه به ورته مهمه وي. هغې ته د لوبې ډېرې شېبې نه دي یاد، یوازې دا یادوي چې لږ زړه‌ بدوالی یې احساساوه. "هغوی رښتیا هم نه پوهېدل چې زما ستونزه څه ده." د روغتون ازموینو وښودله چې د هغې د زړه ضربان منظم نه و، نو ډاکټرانو د زړه د څار لپاره یو کوچنی الکترونیکي اله د هغې په بدن کې ولګوله. وروسته هغې ورو، ورو بیا سپورټ پیل کړ. دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي چې د زړه د عضلو حجرې په سمه توګه وده نه کوي. کیتلین نه پوهېده چې دا ناروغي یې په کورنۍ کې شته. Getty Images د زړه د حملې تر ټولو عامه نښه، یعنې د سینې درد، تل په ښځو کې روښانه نه وي. کېدای شي درد یې د بدن نورو برخو کې خپور وي او د اوږو، غاړې، ژامې، لاسونو، نس او شا لوري ته وغځېږي. کېدای شي ښځې بې‌دلیله اندېښنه، زړه بدوالی، سرګرځېدل، د ساه لنډېدل، د زړه تېزه درزا او د خولې سړوالی هم تجربه کړي. دا نښې کله ناکله له ناڅرګندې ستړیا وروسته راڅرګندېږي. روغتیايي کارکوونکي هم ځینې وخت دا نښې له پامه غورځوي. مېرمن پروان وايي، هغه له ګڼو بېلګو سره مخامخ شوې ده چې په کې د یوې ۲۷ کلنې ښځې پېښه هم شامله ده چې تازه یې ماشوم زېږولی و او په ناسم ډول ورته ویل شوي وو چې دا له زېږون وروسته خپګان دی. هغې وویل: "لږ چانس لري چې ښځې د نښو په لیدو روغتون ته ولاړې شي او ان چې روغتون ته هم ورسېږي، د ژوندي پاتې کېدو امکان یې لږ وي." د نړیوال زړه فدراسیون په وینا، د زړه او رګونو ناروغي د ښځو د مړینې ۳۰ سلنه جوړوي. د بریتانیا د زړه بنسټ د ۲۰۲۱ کال د معلوماتو له مخې، هماغه کال په ټوله نړۍ کې تر نهو میلیونو ډېرې ښځې د دې ناروغۍ له امله مړې شوې دي چې دا شمېر د سویس له ټول نفوس هم زیات دی. د زړه او رګونو له ناروغیو څنګه ځان ساتلی شو؟ کیتلین کمپاین کوي چې د نېټبال لوبغاړې باید میدان ته له داخلېدو مخکې د زړه معاینه وکړي. د عکس تشریح، هغې وویل، د زړه د ناروغیو په اړه د پوهاوي نشتوالی دا خطر لا زیاتوي، نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې خلک پوه شي ایا په کورنۍ کې یې د زړه ناروغۍ مخینه شته که‌ نه. د وخت نه مخکې د مړینو د پاتې ۸۰ سلنه مخنیوی کېدی شي، که خلک خپل خوراک ښه کړي، بدني فعالیت زیات کړي، د شرابو څښل محدود کړي او سګرټ ونه څکي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د نړۍ د زړه او رګونو د ناروغیو شاوخوا ۸۰ سلنه مړینې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې کېږي چې یو مهم لامل یې د وختي تشخیص د پروګرامونو نشتوالی دی. که څه هم په ډېرو سیمو کې د زړه له ناروغیو د مړینې کچه په سړیو کې لوړه ده، خو د منځني ختیځ، شمالي افریقا او د سوېلي افریقا په ځینو برخو کې دا وضعیت برعکس دی. د قطر، مالي او کانګو په څېر هېوادونو کې ډېرې ښځې د دې ناروغیو له امله مري. Getty Images اوس د کیتلین په بدن کې د زړه برقي اله (انټرنل کارډیوورټر ډېفبریلېټر) لګول شوې ده چې د هغې د زړه څارنه کوي. که دا اله د زړه بل خطرناک نامنظم ضربان تشخیص کړي، نو د برېښنا ټکان ورکوي تر څو زړه بېرته عادي حالت ته راولي. د خپل ژوند له تر ټولو بدې ورځې تېرېدو وروسته، کیتلین هوډ کړی چې د نېټبال نورې لوبغاړې له داسې تجربې وژغوري. هغې وویل، که څوک کله د زړه تېزه درزا احساس کړي، داسې ورته ښکاري چې زړه یې له سینې راوځي، یا بې‌دلیله بې‌هوښه شي، نو لومړی باید د زړه معاینه وکړي. هغې زیاته کړه: "دا هغه عضله ده چې تا ژوندی ساتي، نو خامخا یې باید معاینه کړې."

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan