oiuytrew
پښتو ګهيځ

پښتنه اتله بختو آنا څوک وه؟

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

بخت نامه کاکړه يا بختو انا د بلوچستان د کوټې ختيځ ته د ۱۲۲ کيلو مترو په واټن د پخواني هندوباغ ( اوسني مسلم باغ) د شنې خوړې د کاکړ مېشتې سيمې اوسيدونکې وه او په ۱۹۱۰ کال د ملا عظيم په کور کې زېږېدلې او نړۍ ته سترګې غړولې وې ۰بختو انا په قام کاکړه سنځرخيله وه چې د انګرېزانو پر ضد ېې په وسله واله جګړه کې برخه درلوده او د تورې او مېړانې خبرې او کيسې ېې په ټولو پښتنو کې خورې وي.څرنګه چې بخت نامه کاکړه د سهيلي پښتونخوا لومړنۍ بنديوانه وه چې انګريزانو د مچ په زندان کې په قيد کې ساتلې وه نو ځکه ېې د پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود او د هغې ستاينه او يادونه ېې په سندرو او ولسي غاړو کې کوله او د مېړانې او اتلولۍ کيسې ېې په ټوله پښتونخوا کې خورې وې.د بخت نامې کاکړې خاوند چه اميرجان نوميده او په مرجان مشهور و د خپلواکۍ د لارې يو لوی اتل او سرښندونکی مجاهد و او د 1925 او 1930 کلونو په شاوخوا کې به ېې هره ورځ په پوره مېړانه په انګريزانو حملې او غورځنګونه کول او ځاني او مالي زيانونه به ېې ور اړول.په دې مقدسه جګړه کې بختو انا له خپل خاوند سره اوږه په اوږه ولاړه وه, په جهاد کې ېې فعاله ونډه درلوده او د خپلواکۍ لپاره ېې په ټينګ ايمان او پښتنې هوډ مبارزه او مجاهده کوله.بخت نامه کاکړه ډېره زړوره او د پياوړي ارادې خاونده وه او د وطن د ازادۍ او پښتنې خاورې د خپلواکۍ په لار کې د انګرېزانو خلاف د جنګ ميدان ته راوتلې وه او د سر او مال هر ډول قربانۍ ته تياره وه.څرنګه چې د بختو انا تربوران باغيان و او د خپلواکۍ په لاره کې ېې وخت په وخت د دښمن په پوځونو پټې او ښکاره حملې کولې نو د يوه لوی پول له سوځولو وروسته انګريزانو غوښتل هغوی ونيسې خو نوموړي افغانستان ته وتښتېدل.له څه مودې وروسته انګريزانو د روغې جوړې په پلمه هغوی ته استازي ورولېږل او په چل او دوکه ېې بيرته راستنېدو ته راضي کړل.کله چې هغوی بيرته راغلل نو انګريزانو د مچ په زندان کې بنديان کړل او بيا ېې د زهرو په پيچکارۍ ووژل او د يوه بل روايت په اساس د زندان دننه ېې پر دار وځړول.بالاخره کله چې د بختو انا خاوند امير جان د خپلواکۍ دا ميړنی اتل د انګرېزانو له خوا ونيول شو او د مچ د زندان په تورو کوټو کې بندي شو.نو يوه ورځ بختو انا د خپل خاوند او نورو پښتنو بنديانو ليدو ته د مچ زندان ته ورغله نو هلته يو سک او يو انګريز مجاهدينو ته سپکې سپورې ويلې او هغوی ېې کنځل نو په همدې وخت کې بختو انا چې يوه سرتېری اتله او مجاهده پښتنه وه خپله تمانچه راوويستله او په دواړو غليمانو ېې مخامخ ډزې وکړې.د بختو انا په ډزو انګريز ووژل شو او سک ټپي شو او بخت نامه د انګرېزانو له خوا ونيول شوه او له خپل خاوند سره د مچ په زندان کې بندۍ شوه.څه موده وروسته انګرېزانو بختو انا او د هغه خاوند د زهرو په پېچکارۍ کولو ووژل او د يو بل روايت پر بنسټ دواړه د مچ په زندان کې پر دار وځړول شول او په شهادت ورسېدل..مزار ېې د شنې خوړې په هديره کې د سرک تر څنګ موقعيت لري او له مرګ څخه ۶۶ کاله وروسته پرې ذکا الله دراني په خپل شخصي لګښت يو څلی جوړ کړ او ددې سترې پښتنې اتلې قبر ېې ورغاوه۰

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan