oiuytrew
ریس خادیم

کولیرا (Cholera) سه ډول ناروغی ده👇

84 لیدنې 4 رایې
4.0 (4)
ریس خادیم
ریس خادیم 06 Jun 2026

کولیرا (Cholera) سه ډول ناروغی ده👇تعریف کولیرا یوه حاده انتاني ناروغي ده چې د Vibrio cholerae په نوم باکتریا له امله رامنځته کېږي. دا ناروغي د شدیدو اوبو ډوله نس ناستې سبب ګرځي او که پر وخت یې درملنه ونشي، د بدن د اوبو او مالګو د شدید کمښت له امله د مړینې لامل کېدای شي.اسبابد Vibrio cholerae باکتریا انتان د ککړو اوبو څښل ککړ خواړه خوړل د حفظ الصحې خراب وضعیت د ناروغ د غایطه موادو له ککړتیا سره تماسد انتقال لارېد ککړو اوبو له لارې د ککړو خوړو له لارې د ناروغ د غایطه موادو د ککړتیا له لارې د لاسونو د نه مینځلو له املهاعراض او علایمناڅاپي او شدیدې اوبه ډوله نس ناستې کانګې ډېره تنده د خولې وچوالی د سترګو ننوتل د پوستکي وچوالی د ادرار کمېدل کمزوري او ستړیا د وینې فشار ټیټېدل د زړه چټک درزا په شدیدو مواردو کې شاک او مړینهتشخیصد ناروغ د نښو او علایمو ارزونه د غایطه موادو کلچر (Stool Culture) دRapid Diagnostic Tests (RDTs) د الکترولایتونو او د بدن د اوبو د کچې ارزونهتداوي1. د مایعاتو جبران (تر ټولو مهم) دORS (Oral Rehydration Solution) ورکول که شدید کم آبي موجوده وي: دRinger's Lactate IV یا Normal Saline2. انټي بیوټیکونه د ډاکټر په مشوره: ف Levfloxacin Ciprofloxacin 3. د زنک استعمال (په ماشومانو کې) د نس ناستې موده او شدت کموي.اختلاطاتشدید کم آبي (Dehydration) شاک د پښتورګو ناکامي د الکترولایتونو ګډوډي مړینهمخنیویپاکې او خوندي اوبه څښل د خوړو ښه پخول د تشناب له استعمال وروسته د لاسونو مینځل د خوړو تر خوړلو مخکې لاسونه مینځل د چاپېریال حفظ الصحه د کولرا واکسین کارولد خطر نښېکه ناروغ لاندې نښې ولري، عاجله طبي پاملرنه اړینه ده: ډېرې نس ناستې او کانګې شدید کم آبي د ادرار بندېدل یا ډېر کمېدل بې هوشي یا شدید ضعف شاکمخنیوی:پاکې اوبه د لاسونو مینځل پاک خواړه واکسین یادونه: د کولرا په درملنه کې د بدن د اوبو او مالګو ژر جبران د ژوند ژغورلو تر ټولو مهم ګام دی. ډاکټر عبدالواسع بريالي درانى ریس خادیم🌹

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.0
4.0 (4)

4 ټولې رایې

5★
2
4★
1
3★
0
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan