Wolfram|Alpha د ریاضي، فزیک، کیمیا او حسابونو لپاره ډېر ښه اوقوي دی. که سوال ورکړې، مستقیم حل او طریقه درته ښیی. Perplexity AI د AI دسرچ کولوانجن دی. د ګوګل او ChatGPT په ډول ګډ احساس لري، ځکه معلومات د انټرنېټ له سرچینو څخه درکوي. Claude اوږد متن، لیکل، تحلیل او پروګرامنګ کې ډیر قوي دی. د کتاب یا PDF لنډیز هم ښه جوړوي. NotebookLM د Google وسیله ده. خپل PDF یا نوټونه پکې واچوه، بیا له هماغه فایلونو پوښتنې ترې وکړه. Gemini د Google AI دی. د متن، تصویر، کوډ او تحقیق لپاره کارېږي. Banana.dev د AI پروژو او سرورونو چلولو لپاره پلیټفارم دی. زیاتره ډیولپرز یې کاروي. Bolt.new یوازې په لیکلو سره ویبسایټ او اپ جوړوي. مثلاً ولیکې: “یوه دکان ویبسایټ جوړ کړه” نو کوډ جوړوي. Runway د AI ویډیو جوړولو مشهور ابزار دی. له عکس یا متن نه ویډیو جوړوي او ایډیټ هم کوي. DeepSeek د کوډ، تحقیق او منطق لپاره قوي AI دی. په خاص ډول د پروګرامنګ خلکو ته ډېر ګټور دی. ChatGPT د هر ډول کار لپاره مشهور AI. لیکل، ژباړه، زده کړه، کوډ، نظریات او حتی د سبق تشریح هم کولي شی.
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
19 ټولې رایې
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
ډیر په زړه پوري معلومات مننه
مننه
# اړوند پوسټونه
بله مځکه!
بله مځکه! ساینسپوهانو د "TOI-1452 B" په نوم داسې یوه سیاره کشف کړې ده چې وچه مځکه ، غر او دښتې نلري دا سیاره له یوه قطب...
د يوه ښه ښوونکي جوړېدو ۱۵ لارې :
ښوونه د ذهنونو جراحي ده، که ستاسو لاسونه لړزيږي یا ستاسو وسایل او پوهه زاړه وي، نو تاسو ژغورونکى نه یاست، تاسو زیان رسوو...
هر ډول جالیب معلومات
📚 دا معلومات د هر ډول جالب معلومات 2 اپلېکېشن څخه اخیستل شوي دي. 📲 د اپلېکېشن د ډاونلوډ لپاره لاندې د ټیلیګرام چینل لی...