یو څوک باید ولرې، کله چې ورته ووایې، زموږ ختمه شوه، زه تا نور پرېږدم، " تۀ په ما شک کوي " ! هغه دې له مټه ونیسې، سترګو کې سترګې دروګنډې او درته ووایئ؛ « نړۍ کې ډېر داسې خلک شته، چې هم شک کوي او هم ژوند .. "که ته مې پرېږدي، شک به یې وګټي او که راسره پاتې شي، نو ژوند به وکړو"»ـ یو څوک باید ولرې، چې درته ووایې، پوهېږم؛ زما نه بغییر دې بل څوک نه کوي،همدا ماته راپاتې یې، دا لویه قربانې هم باید زه ورکړم.ـ یو څوک باید ولرې، چې د نیمې شپې ککاؤ، چاکلېتو ته دې زړه وشي، هغه دې بهر بوځي، دوکانونه بند وي، د دوکان قلف مات او ککاؤ درته د نغدو په بدل کې راغلا کړای شي...ـ یو څوک باید ولرې، چې درته ووایې: محترمې! آيفون نه، خو دا د اخلاص بنګړې، دې نازکو مړوندو ته راوړلی شم.ـ یو څو باید ولرې، چې کله ورباندې غوسه شې، هغه معصومه څهره غوره کړي او درته ووایئ؛ که مور مې مړه نه وای، نو داسې به نه راباندې غوسه کیدلی، زړه دې څنګه د یو یتمین په ژړولو کېږي، مور مې نشته، یتیم یم.. اوبال لرمه...!!ـ یو څوک باید ولرې، چې ورته ووایې، په یوه خبره نه پوهېږم؛ زه تل له تاسره جنګ کوم او تۀ تل راته خاندي. ملامته زه وم او بخښنه هم تۀ غواړي، ولې؟!! هغه درته ووایې: ځکه چې؛ زه نه غواړم ته خفه شې او یا دې له لاسه ورکړم.. ګني، « ستا هره ادا جنګ دی، خو دا زه یم صبر ناکه»ـ داسې یو څوک باید ولرئ، چې ځنې خفه وې، په شپه کې درته ووایې: راځه چې نور« اوربند اعلان کړو» او ترڅو مې چې ونه بخښې، راپخلا نشي، نه به د خوب کالي واغوندم او نه هم ولاکه خوب وکړم...!
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
جالب
د ژوند په اړه
وايي کله چې ژوند له تا څخه ازموينه اخلي، نو په لومړي سر کې درته يو چای درکوي او بيا په ورو ورو د زړه غوټه درتا ټينګوي. ز...
جالب
د قرآن کريم پښتو ژباړه
په بلخ ولایت کې یوه ځوان د دوو کلونو په موده کې د قرانکریم یوه بشپړه نسخه له پښتو ژباړې سره، په لاس لیکلې. حامد امینی...
عبدالصمد سېلاب
جالب
کله نا کله انسانیت ستر جرم هم وي
په دې عکس کې یو آلمانی عسکر لیدل کیږي چې د هغه ماشوم لپاره چې د کورنۍ څخه پاتې شوی و هغه خارداره سیم چې د برلین د دیوار...
پښتو ګهيځ