۱. که ستا عاید د شتمنو خلکو په څېر نه وي، لګښت دې هم د هغوی په څېر مه کوه بېځایه مصرف د فقر سبب کیږی. لومړی عاید لوړ کړه، بیا لګښت وکړه، له بی ځایه ځان ښوودنی نه ځان وساته.۲. پیسې وساته، خو هسې یی ساتل هیڅ معنا نه لری... سپما ښه ده، خو که پرې پانګونه وه نه کړی، ارزښت به یې له لاسه ورکړې. پیسې دې باید کار درته وکړي، نه چې زېرمه پاتې شي.۳. په یوه عاید تکيه مه کوه یوه وظیفه یوه شپه کې له منځه تللی شي.شتمن خلک له څو برخو نه عایداتي سرچینی لري.۴. زده کړه چې پیسې ستا لپاره کار وکړي غریب خلک د پیسو لپاره کار کوي. شتمن خلک پیسې په کار اچوي. پانګونه او تجارت د مالي ازادۍ کلیانی دي.۵. داسې پور مه اخله چې تا بېوزله کړي پور دې باید شتمني جوړه کړي، نه چې تا تباه کړي. د موټرو، رخصتیو، یا لوکسو شیانو لپاره پور اخستل تا غریب ساتي.۶. ستا چاپېریال ستا مالداري ټاکي له هغو خلکو سره اوسه چې هدفونه لري. شتمن خلک د فرصتونو خبرې کوي، نه د خلکو غیبت.۷. په پیسو پسې مه ګرځه، په ارزښت پسې وګرځه پیسې په ارزښت پسې راځي. هر څومره چې خلکو ته حل لارې پیدا کړې، هغومره به عاید لرې.۸. زر پانګونه پیل کړه، او دوام ورکړه که نن پیل وکړې، سبا شتمن کېدلی شې.۹. د خرڅلاو هنر زده کړه. خرڅلاو زده کړه، تر څو عاید دې محدود نه وي.۱۰. پر حکومت تکیه مه کوه حکومتي مرستې تلپاتې نه وي. شتمن خلک خپله مالي امنیت جوړوي.
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
ولې د نړۍ سترې کمپنۍ د ډېټا ساینس پوهانو (Data Scientists) ته تر ټولو لوړ معاشونه ورکوي؟
که تاسو د نړۍ د اوسني اقتصاد او سوداګرۍ پاڼې وګورئ، نو پوه به شئ چې تر ټولو بریالي شرکتونه لکه Google, Amazon, او Meta ی...
پښتو ګهيځ
285 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
اقتصاد
اقتصادي وده
تعریف اقتصادي وده هغه حالت ته ویل کېږي چې د یو هېواد تولید، عاید او د خلکو د ژوند معیار په پرلهپسې ډول لوړ شي. دا زیاتو...
احسان الله عادل
213 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
اقتصاد
ډیجیټلي اقتصاد
تعریف ډیجیتلي اقتصاد هغه سیستم دی چې د انټرنیټ، کمپیوټرونو، موبایل اپلیکیشنونو او شبکو له لارې د سوداګرۍ، مالي چارو او ت...
احسان الله عادل
225 لیدنې
02 Jun 2026
0.0
(0)