آیا پوهیږی چي ۱۷۸ کاله پخوا د دسمبر په ۲۳ کال ۱۸۴۱ په ورځ د کابل بی بی مهرو په سیمه کی څه واقع شوه؟کوم وخت چی انگریزانو د وزیراکبرخان د اغوا او د پروتوکول د لاسلیکولو فکر کی وه خو مکناتن خپل سربایلود. وزیر محمد اکبر خان د امیر دوست محمدخان زوی په ۱۸۱۶ میلادی کال کی نړی ته سترګی پرانستی. د ژوند ډیره برخه یی په نظامی او سياسی جنجالو کښی تیره ښوه. په کال ۱۸۳۹ کله چی انګریزانو په افغانستان یرغل و کړ او شاه شجاع یی واک ته ورساوه، امیر دوست محمد خان بخارا ته پناه یوړه چی ځوان زوی یی، سردار محمد اکبرخان هم ورسره وه. له لنډی مودی وروسته اکبرخان بیرته هیواد ته را ستون شو او په ۱۸۴۰ کال کښی هغه وخت چی د افغانستان د خلکو ملی او آزادی غوښتنکی مبارزی د انګریزی ښکیلاک پرضد پیل شوی وی، ددی غورنګ په مشرتابه کی وټاکل شو. د ۱۸۴۱ کال د ډسمبر ۲۳ نیټه د انګریزانو قشله په بی بی مهرو کښی د تیارسی په حال کی وه او مکناټن او ورسره هیئت (کپټان تریور، کپټان لارنس او کپټان مکینزی) د وزیر محمد اکبرخان او ملګرو(محمد شاه خان غلجایی، دوست محمد خان، خدا بخش خان، محی الدین خان و نایب مومن غلجایی او ځینی نور مشران) سره یی د خبرو لپاره له چوڼی څخه دباندی را ووتل. سردار محمد اکبرخان لاس ورکړ او خپل پټو یی په ځمکه خپور او انگریزانو سره د خبرو لپاره کښیناست. اکبرخان د انگریزانو ټولی ناوړه کرنی او خبری او درواغ، یو یو وشمیرل او انگریزانو ته یی وویل ستاسو هیڅ قول او تړون زمونږ د باور وړ ندی. تاسو یواځینی موخه د افغانانو میځ کی د فساد، نفاق او بیلتون مینځ ته راوړل، او ددی هیواد د تسلط څخه پرته بل شی ندی. ... مونږ نشوکولای چی تاسو په خبره، هوډ او تړون باور وکړاو یا تاسو سره تړونونه لاسلیک کړو نو یواځینی د حل لاره دا بولو چی تاسو یرغمل ونیسو او وروسته له دی چی ستاسو پوځونه زمونږ له هیواده څخه بهر او بیرته هندوستان ته ولاړل، تاسو به هم ور ولیږو. نو ددوی د یرغمل کولو امر یی وکړ. مکناټن حمله وکړه او د وزیراکبرخان له خوا په هماغه تومانچه وویشتل شو، چی مکناټن هغه ته ډالی کړی وه. انگریز مکناټن چی په خپل رزیلانه فکر سره غوښتل چی د استعمار په اغیزناکه چل ول، ځوان وزیراکبرخان هم تطمیع کړی او تیریی باسی او هغه سره د خلکو پرضد پروتوکول لاسلیک کړی، نه يواځی خپل سر له لاسه ورکړ بلکه د یرغلګرو انګریزی ځواکونو په زرګونو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او افغانستان کی یی شرمناکه ماته وخوړله. وزیر محمد اکبر خان وروسته له ډیرو ناخوالو چی د انګریزانو د رزالت او د دوست محمدخان د بی همتی څخه مینځ ته راغلی وی، په کال ۱۸۴۵ کی کله چی په ملاریا اخته شو او هندی طبیب ورته د زهر ګولی د دارو په نوم ورکړی، دا په هیواد مین ځوان افغان د ۲۹ کلونو په عمرله نړی څخه سترگی پټی کړی او د هغه د وصیت سره سم د مزارشریف په ورضه کی خاور ته وسپارل شو. روح دی ښاد، کارنامی دی ژوندی او جنت دی ځای وی.ناصراوریا*
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
د میړانې،غیرت او د یوې ریښتينې مبارزې پای!
د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن...
پښتو ګهيځ
348 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
احمدشاه بابا
نن د افغانستان د بنسټ ایښودونکي، احمدشاه بابا، ۲۵۴م تلین دی. احمد شاه بابا د خپل تدبیر، زړورتیا او رهبرۍ له امله د افغا...
و ا ساحل
268 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
د تاریخ هغه حساسه شیبه چې کله ۱۷زره افغانان د ۳۰۰زره ترکانو په وړاندې جګړې ته ښکته شول!
احمد پاشا د شاوخوا دريو لکو سرتېرو او درنې توپخانې سره د ایران د پولې پر لور وخوځېد. بل لور ته شاه اشرف هوتک او سیدال خا...
پښتو ګهيځ
316 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)