احمد پاشا د شاوخوا دريو لکو سرتېرو او درنې توپخانې سره د ایران د پولې پر لور وخوځېد. بل لور ته شاه اشرف هوتک او سیدال خان ناصر د خپلو اوولس زرو جنګیالیو سره د دفاع لپاره مخې ته ورغلل. دواړه لښکرې د یو بل څخه شاوخوا په دولس میله واټن کې تم شوې. احمد پاشا د جاسوسۍ او د دښمن د حالاتو د معلومولو لپاره شپږ زره کسیز مخکښ ځواک ورولېږه، خو د افغانانو یو دولس سوه کسیز چټک او زړور ځواک پرې راچاپېر شو او سخت برید یې پرې وکړ. د عثماني مخکښ ځواک نږدې ټول سرتېري ووژل شول. کله چې دا خبر احمد پاشا ته ورسېد، ډېر دروند پرې تمام شو او سمدستي یې د جګړې ډول وواهه. اشرف هوتک هم د همدې شېبې انتظار کاوه او د هغه سپکاوي ډک لیک د غچ اخیستلو لپاره بې صبره و. احمد پاشا لومړی د افغانانو پر ښي اړخ برید وکړ. په همدې مهال اشرف هوتک د یوه فیل پر شا ناست و او په ډاډه زړه یې د جګړې ډګر څاره. خو عثماني ځواکونه له سخت مقاومت سره مخ شول او د درنو تلفاتو له زغملو وروسته شا ته پر شا شول. وروسته احمد پاشا خپل ټول لښکر ته د عمومي برید امر وکړ. جګړې سخت او خونړی رنګ غوره کړ. د لږ شمېر باوجود، افغان جنګیالي پر عثماني ځواکونو درانه تمامېدل. تاریخ لیکونکي وایي چې د افغانانو زړورتیا او مېړانې عثمانیان سخت حیران او متأثر کړي وو. د شپې په رارسېدو سره د عثماني لښکر په منځ کې ګډوډي خپره شوه. سرتېرو به یو له بل سره عجیبې خبرې کولې. ځینو ویل چې د هوتکي لښکر ترڅنګ الوزېدونکي ماران لیدل کېږي چې پر دښمن بریدونه کوي، او ځینو آن دا هم ویل چې له اسمانه اور ورېږي. احمد پاشا خپل حواس له لاسه ورکړل او له درنو تلفاتو سره وتښتېد. ویل کېږي چې شاوخوا اتلس زره عثماني سرتېري ووژل شول او نږدې شل زره نور ټپیان او یا هم د وېرې ښکار شول. هوتکي ځواکونو تر نیمایي لارې پورې د هغوی تعقیب ته دوام ورکړ. احمد پاشا بالاخره بغداد ته ورسېد او هلته یې ساه واخیسته. بل لور ته د عثمانیانو ستره توپخانه، ګڼ شمېر بندیان او ډېر مالِ غنیمت د هوتکیانو لاس ته ورغی. اشرف هوتک سمدستي د عثماني بندیانو د خوشې کولو امر وکړ او ټول مالِ غنیمت او نیول شوې توپخانه یې د معززو علماوو په لاس، په ډېر ادب او درناوي سره د عثماني خلافت پلازمېنې ته ولېږله. د عثماني خلافت خلیفه، سلطان احمد ثالث، د افغانانو د زړورتیا، لوړې حوصلې او ستر ظرف له امله ډېر متأثر شو او سمدستي یې یو لوړپوړی پلاوی د سولې او جوړجاړي پیغام سره د هوتکیانو دربار ته ولېږه.لیکوال: اسحاق اتل (مستعار خان حافظ) پښتو ژباړه:اصل دين ځدراڼ.
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
20 ټولې رایې
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
او نن د احمدشا ه بابا 254 تلین وو.
دا دپورته لوست ماخذ که راته وښایاست.
# اړوند پوسټونه
بله مځکه!
بله مځکه! ساینسپوهانو د "TOI-1452 B" په نوم داسې یوه سیاره کشف کړې ده چې وچه مځکه ، غر او دښتې نلري دا سیاره له یوه قطب...
د يوه ښه ښوونکي جوړېدو ۱۵ لارې :
ښوونه د ذهنونو جراحي ده، که ستاسو لاسونه لړزيږي یا ستاسو وسایل او پوهه زاړه وي، نو تاسو ژغورونکى نه یاست، تاسو زیان رسوو...
آیا پیریان پر انسان کښیناستلای شي؟
دا هغه پوښتنه ده چې زموږ په ټولنه کې یې ډېرې کیسې او باورونه شته؛ څوک وایي فلانی پیری لري، څوک وایي پیریان یې ایستلي، او...