دا هغه پوښتنه ده چې زموږ په ټولنه کې یې ډېرې کیسې او باورونه شته؛ څوک وایي فلانی پیری لري، څوک وایي پیریان یې ایستلي، او څوک بیا د قبضې خبرې کوي. خو که رښتیا یې وڅېړو، نو باید #قرآن کریم ته مراجعه وکړو. قرآن کریم څرګندوي چې شیطان د جناتو له ډلې څخه و، او بل ځای وایي چې شیطان پر انسان هېڅ جبري زور نه لري، یوازې وسوسه ور اچوي او بلنه ورکوي. نو که شیطان خپله د پیریانو له ډلې څخه وي او له وسوسې پرته بل واک ونه لري، نو ښکاري چې پیریان هم پر انسان هېڅ داسې زور نه لري چې په جبر پرې مسلط شي. د وسوسې خبره خو په سورت الجن کې هم راځي. پاتې هغه خبرې چې د پیریانو د کښیناستلو په نوم کېږي، ډېر وخت یا خرافات وي، یا هم پیرانو او باباګانو خپل پیسو او ګټی لپاره جوړی کړی دي. او کومې پېښې چې خلکو پیریانو ته منسوبوي، ډېرې یې د عصبي او ذهني ناروغیو له امله وي، لکه مرګي او نور ورته حالات. د طب له نظره هم دا څرګنده ده چې که د انسان په اعصابو کې ګډوډي راشي، نو هغه داسې شیان ویني او احساسوي چې په حقیقت کې وجود نه لري.سورة الکهف 18:50 كَانَ مِنَ الْجِنِّ هغه (ابلیس) د جناتو له ډلې څخه و.سورة ابراهیم 14:22 وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي «ما پر تاسو هېڅ واک نه درلود، یوازې مې تاسو ته بلنه درکړه او
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.9
9 ټولې رایې
5★
5
4★
0
3★
2
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
د میړانې،غیرت او د یوې ریښتينې مبارزې پای!
د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن...
پښتو ګهيځ
348 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
د تاریخ هغه حساسه شیبه چې کله ۱۷زره افغانان د ۳۰۰زره ترکانو په وړاندې جګړې ته ښکته شول!
احمد پاشا د شاوخوا دريو لکو سرتېرو او درنې توپخانې سره د ایران د پولې پر لور وخوځېد. بل لور ته شاه اشرف هوتک او سیدال خا...
پښتو ګهيځ
316 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
صلاح الدین ایوبی
*که غواړﺉ یو ملت تباه او له منځه یوسـی نو پر ځوان نسل کې یې فحشاء ګډه کړی.* `سلطان صلاح الدین ایوبي(رحمه الله)`
و ا ساحل
313 لیدنې
02 Jun 2026
0.0
(0)