oiuytrew
پښتو ګهيځ

د اغیزمن شخصیت لپاره ۸ اصول!

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

عادي کسان ډېري خبري کوي… خو باهیبته خلک یوازي په یوه نظر ټول چوپوي. دلته د اغېزمن شخصیت د جوړولو لپاره ۸ اصول درته وړاندي کوم:۱. په چپتیا او وقار سره را څرګند سه… او پرېږده چي ستا دبدبه خبري وکړي. مه خبري کوه، مه ځان ثابتوه. ستا حساب سوی چوپتیا تر هري خبري پیاوړې ده.۲. پر خپلو حرکاتو کنټرول ولره… بې سببه مه خوځېږه. هره اشاره، هر ګام، هر نظر… باید داسي وي لکه یو نا ویلی پیغام.۳. ډېر مه خانده… موسکا دي باید نادره او ماناداره وي. زیاته موسکا ستا اغېز کموي… خو نادره موسکا وېره هم راولي، درناوی هم.۴. غږ دي باید ارام وي… خو له ثباته ډک. غږ په دې مه جګوه چي خلک باید تا واوري، بلکي راکم یې کړه چي ټول چوپ سي.۵. په سترګو وګوره… له باور سره، نه له چلنج سره. ستا نظر باید مقابل لوري ته دا احساس ورکړي چي ته تر خبرو ډېر څه وینې، او تر خبرو مخکي پوهېږې.۶. لږ خبري وکړه… ډېر عمل وکړه. مه ډېر تشریح ورکوه، مه د ځان سپيناوی کوه. لنډي جملې مبهمي پاتېږي، او دا ابهام اغېز پیدا کوي.۷. خپله اړتیا مه ښکاره کوه… مه انسان ته، مه و یو شي ته. پر ځا بسیاوالی خلکو ته دا پیغام ورکوي چي ته له خبرو پرته هم لوړ مقام لرې.۸. پوه سه چي باید کله ولاړ سې… تر هغه مخکي چي څوک درته ووایي. کله چي ته له یو مجلس، ځای یا اړیکي پر خپل وخت، پخپله خوښه، او مخکي له دې چي خلک ستا له پاته کېدو ستړي سي ووزې، نو ستا دا کار ته خلک د درناوي او هیبت له زاویې ګوري.اغېزمن او هیبتناکه حضور دا نه مانا چي تاوتریخوالی یا غوسه ولرې، بلکي دا د خپل ځان ژوره پېژندنه ده، او یو داسي باور چي ثبوت ته اړتیا نه لري.

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan