oiuytrew
پښتو ګهيځ

د اېران د بهران تر شا پټ رازونه څه دي؟

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

ایران ولې تر دې حاله ورسېد؟ د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲۸مه، د ایران په پلازمېنه تهران کې، د بازار دننه اعتصاب پیل شو. دا احتجاج د انفلاسیون پر ضد و، ځکه چې په هېواد کې ګراني تر حده زیاته شوې وه. خلک نور کاروبار نه شي کولای، ځکه دا مهال د یو امریکايي ډالر بیه نږدې ۱۴ لکه ایراني ریال ته رسېدلې ده. د ایراني ریال ارزښت دومره راټیټ شوی چې خلک د یوې ډوډۍ د اخیستو لپاره هم باید یوه بوجۍ پیسې له ځانه سره یوسي.تهران بازار د ایران د اقتصاد زړه بلل کېږي. که څه هم پر ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې امریکايي بندیزونه لګېدلي، هغه مهال چې اسلامي انقلاب راغی او د امریکا ملاتړ شوې سیکولر پاچاهي نسکوره شوه. د دغو بندیزونو دلیل دا ښودل کېده چې ایران پټ ډول د بالستیک توغندیو او اټومي وسلو پر جوړولو کار کوي، چې د اسرائیل او ان امریکا لپاره ګواښ ګڼل کېده.د امریکا او اسرائیل دا منطق و چې که د ایران عایداتي سرچینې وتړل شي، نو دا هېواد به څنګه خپل اټومي پروګرام پرمخ یوسي؟ له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۵ پورې دا بندیزونه په بشپړ شدت روان وو. ایران نه شو کولای چې خپل تېل او ګاز د ملګرو ملتونو هېوادونو یا د امریکا متحدینو ته وپلوري. له دې سربېره، د ایران بهرني شتمنۍ هم کنګل شوې. د دې له امله، د تېلو او ګازو عایدات چې د ایران د اقتصاد ستنه وه، په سخت ډول راکم شول.خو په ۲۰۱۵ کال کې، د ایران او امریکا، چین، فرانسې، جرمني، بریتانیا او روسیې ترمنځ د «مشترک جامع اقدام پلان» (JCPOA) تړون وشو. د دې تړون له مخې، ایران ژمنه وکړه چې خپل اټومي پروګرام به محدود کړي، او په بدل کې به پرې لګېدلي نړیوال بندیزونه تر ډېره لرې شي. په همدې موده کې، د ایران اقتصاد یو څه غوړېدنه وکړه. په ۲۰۱۸ کال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول له دې تړونه ووت او پر ایران یې یو ځل بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. دلیل دا وښودل شو چې ایران بیا پټ ډول پر اټومي وسلو کار کوي.د امریکايي فشار او نړیوال بایکاټ له امله بهرنی سرمایه ایران ته نه داخله کېږي، چې له کبله یې د ایراني ریال ارزښت په خطرناک ډول راټیټ شوی. همدې ګرانۍ د تهران په بازار کې دا احتجاجونه راوپارول. خو حقیقت دا دی چې یو بل پټ ځواک دې اور ته پطرول شیندلي. داسې عناصر د مظاهره‌چیانو په منځ کې ورننوتل چې خلک یې تاوتریخوالي ته هڅول. ځکه چې د امریکا او اسرائیل استخباراتي ادارو لپاره له دې ښه موقع بل نه و چې د ایران اوسنی نظام نسکور کړي او پر ځای یې یو لاسپوڅی نظام نصب کړي. په ځانګړي ډول، د ایران او اسرائیل ترمنځ د وروستیو شخړو وروسته، چې ایران پر اسرائیل توغندي وتوغول، اسرائیل ته دا خبره روښانه شوه چې له ایران سره مخامخ جګړه ګټل اسانه نه دي. نو ځکه اوس د کورنۍ جګړې اور بلول کېږي. پر ټولنیزو رسنیو پراخ تبلیغات روان دي، او ځینې ناپوه خلک د همدې تبلیغاتو ښکار شوي او د خپل حکومت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي.دا خبره رښتیا ده چې د ایران د اوسني حکومت پالیسۍ اغېزمنې نه دي. ګراني شته، فساد هم شته. خو بیا هم دا حکومت د اسرائیل پلوي پاچاهۍ په پرتله زر چنده غوره دی. حکومت دا وضعیت په هوښیارۍ مدیریت کړ او ویې ویل چې دا زموږ خلک نه دي، بلکې بهرني لاسونه پکې شامل دي. د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې له مظاهره‌چیانو سره دې نرمي وشي او حکومت خبرو ته تیار دی. خو بل حقیقت دا دی چې ایراني ولس د سختې ګرانۍ له امله ستړی شوی او د امریکا او اسرائیل هغه تاریخ نه پېژني چې څنګه یې لیبیا، عراق، سوریه او فلسطین د همدې تبلیغاتي جګړو له لارې وران کړل. اوس د ایران ځوان نسل هم د همدې پروپاګنډې ښکار شوی دی.که خدای مه کړه دا اسلامي نظام نسکور شي، نو ایران به د لیبیا، سوریې او فلسطین په شان کورنۍ جګړې ته ولاړ شي. ښه خبره دا ده چې د حکومت په ملاتړ هم میلیونونه خلک راوتلي، چې دا ښيي لا هم د اسلامي نظام پلویان په اکثریت کې دي. که رضا پهلوي واک ته ورسېږي، ایران به د امریکا او اسرائیل کالوني شي، د هرمز تنګي کنټرول به د هغوی لاس ته ولوېږي، او د منځني ختیځ ټول تجارت به د هغوی تر ولکې لاندې راشي.نو ځکه، د ایران د نظام بدلون د یوه نه، بلکې د څو موخو لپاره کارول کېږي. خو ناخبره ځوان نسل، په ځانګړي ډول پوهنتوني محصلین، له تاریخه ناخبره، د دې لوبې برخه ګرځي.موږ، د ګاونډیانو او د مسلمانانو په توګه، باید د ایران ملاتړ وکړو، که داسې ونه شي، نو ښايي دا د دې حکومت وروستۍ شېبې وي. ______________________ د فکري جګړو د حقیقت او پوهاوي لپاره دا پاڼه تعقیب کړئ.

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan