«لیکوال نور محمد تره کى»خپرونکي «ادب، سياست او ټولنه»د (بختورې) داريه په لاس او په خورا خوشحالۍ سره دا سندره وايي: سبا اختر دى، زما کالي کړه راته تور دوبي! له خياله ډکه يم – غوټې ورکړه څلور دوبي! هو، رښتيا سبا اختر دى، لوى او واړه هغه ته خوشحالي کوي، کوچنيان لاسونه زيږه کوي چې د نکريزو رنګ ښه واخلي او سهار يې لاسونه تر هر چا ښه وايسي او په دې ډول د لاس د سره کېدو سيالي وګټي. پلار يې په بې انګړه خونه ورننووت او بختورې سمدلاسه داريه يوې خوا ته کښېښودله او ورمنډه يې کړه،دپلار په غاړه کې يې دواړه لاسونه واچول او ور پورې ټال شوه، په ډېره مينه يې ورته وويل:”بابه جانه! اوس مې د … خان لور وليده چې په اوربل باندې يې درې لړه سپينې روپۍ قطار کړې وې او هم يې ويل چې پلار ښه امېل او يو سور پېزوان ورته بخښلى دى چې د اختر په سهار ځان پرې ښايسته کړي، نو دا ته ولې ما ته څه شى نه راوړې؟ تل وايې چې غاړکۍ به درته جوړوم خو نه دې کړه راجوړه، هغه بله ورځ دې ويل چې نن بايد په تنکۍ رشقه ګوزاره وکړم او و نه ژاړم نو بيا به راته اوړه راوړې او غلمينه ډوډۍ به راکوې خو نن دې بيا څادر تش راوړ. داسې برېښي چې هيڅ شى دې نه دي موندلي. راته ووايه! باباجانه! خان ولې خپله لور او زامن داسې ښه ساتي او د اوربل لپاره يې ور ته تکې سپينې روپۍ چې له ورايه روڼې ځلېږي راوړي خو ته يې ما ته نه راوړې! زه درباندې ګرانه نه يم که څرنګه؟” د پلار يې په سترګو کې اوښکې وګرزېدې او د دې له معصومانه پوښتنو او له دې کبله چې وروسته له دومره سرګردانيو څخه يې بيا هم يو کټورى اوړه او يو څه نکريزي نه دې موندلي، ټول ځان يې پر جوش راغلى دى او نژدې و چې لويه کريږه يې تر خولې ووځي… بزګر په خورا تکليف چې تا به ويل په ستوني کې يې لويه دانه ختلې ده، ورته وويل: ”زويکه! هغه يې لري چې ورته راوړي يې. زه خوار يې له کومه کړم؟” بختوره: “نو ته يې ولې نه لرې، چې هغه يې لري؟” پلار: “وايي چې هغه ته خو خداى ورکړي دي، زويه!” بختوره:”نو خداى يې موږ ته هم ولې نه راکوي؟ هله، ژر شه، راته ووايه! ولې يې خداى موږ ته هم نه راکوي؟ درځه چې ورشو او ورته ووايو چې موږ ته يې هم راکړي …”. په دې وخت کې ناڅاپه د … صاحب ناظر راغى. د بزګر چې پر هغه سترګې ونښتلې، سمدلاسه يې واښې واڼې وختلې او ټول حواس يې بايلل، خوار پر خپل ځاى مېخ پاته شو او صرف دومره يې وويل: “کاشکې خو خوار غريب خلک پر دنيا مه واى پيدا”. ته به وايې چې عزراييل يې روح اخيستلو ته راغلى دى. ناظر په داسې حال کې چې لغتې يې ورسمې کړې تر شونډو لاندې يې وويل: “خداى دې خوار کړه! ته هم ځان ته مسلمان وايې، د خلکو حق نه ورکوې او ځان په يوه او بله کوې، هغه وخت چې مړى دې بې کفنه او بې سرشتې پر تشه توره ځمکه پروت و، خو د … صاحب لاس او پښې دې نيولې چې درته پور درکړي. اوس چې دې دمه سمه شوه، نو ځان پټوې! که دې د دې لور د چيغو او بغارو لحاظ نه واى او ځان يې نه واى درباندې غوړولى نو زه به درسره جوړ شوى وم”. ده په ډېر عجز او احترام ورته وويل: “ناظر صاحب! مړى خو مې نه دى کړى چې دومره راسره شدت کوې، نن او سبا مې پرېږده چې دا اختر لږ څه پر قراره تېر کړم او د دې نجلۍ چې سږکال يې مور مړه شوې او خورا غمجنه ده فکر غلط کړم، وروسته تر هغه چې مې هر چيرته بيايې درسره ځم او په هر ډوله کې چې مې اچوې خوشحاله يم، ځکه چې اوږې خو به مې له دې دومره غمونو او فشارونو څخه لږ سپکې شي”. ناظر په غضب ورته وويل: “خدای وهليه! تر مړي کولو بدتر کارونه کوې، سږکال خو دې د بزګرۍ غنم تر څو چې موږ درخبرېدو نورو خلکو ته په پورو کې ورکړل او … صاحب چې څو څو ځلې درته ډېره کښته بيه په سلم روپۍ درکړې دي هغه دې هير کړ. هاى – هاى بې انصافه! اوس نورې خبرې مه کوه، درځه، در ولاړ شه! پخپله د … صاحب حضور ته دې بيايم. هغه يو شريف او زړه سواندى سړى دى، ګوندې په يوه ښه او آسانه ډول درسره فيصله وکړي او اوږې دې د ده د پور له پاره سپکې شي. درځه! در ولاړ شه! چې بيا ناوخته کېږي”. بزګر چې هر څومره کوښښ وکړ فايده يې و نه ښندله او په پاى کې يې لور د يوه خپل کره وروستله او پخپله له ناظره سره ولاړ. بزګر يې د انګړ په وره کې کښېناوه او پخپله ناظر ورغى او … صاحب ته يې د بزګر د نادارۍ او د هغه د وروستلو کيفيت ووايه. … صاحب وويل: “ته يې په خونه کې ښه وګرځېدلې؟ ځکه چې دا خلک اوس د پور او پوروړو دومره خيال نه ساتي، غنم په ځمکه کې ښخوي او که کوم کالی يا کمپله لري هغه هم خوندي کوي”. ناظر ورته وويل:”غير له يوه زاړه تلتکه، يوې خاورينې کاسې يوه چرګه او له يو څه بروزو چې د نيالۍ پر ځاى يې استعمالوي او پر پرېوزي بل شى يې په کور کې نه و. مګر هو يو خورا ښه شى يې درلود، چې که درته ووايم ته صاحب به ډېر پرې خوشحاله شې، هغه د ده يوه لور ده چې که څه هم وړه کمندره (١٢ کلنه، ١٣ کلنه) ده خو خورا ښکلې ده، مور يې هم دا يو کال دمخه مړه شوې ده، که دې په ياد وي د هغې د کفن او نورو لګښتونو لپاره بزګر ستاسې نه په سلم رخت او روپۍ اخيستې وې”. … صاحب ناظر ته وويل: “ورشه! ملا صاحب راوله او بيا به نو بزګر دې خونې ته راولې”. بيا يې ملا ته وويل: “ته خو خبر يې چې زما څلورمه ماينه په دې وختو کې مړه شوه او اوس صرف درې ماينې لرم، دلته … يو بزګر دى چي يوه لور لري او زما پور هم خورا پر ډېر شوى دى چې هغه يې نه شي راکولى، نو که دې په دې مسئله کې مرسته راسره وکړاى شوه ښه به وي”. دغلته و چې بزګر په ناظر پسې راننووت او … صاحب په خورا پټکه او غضب سره ورته وويل: “ګوره! دا ستا څرنګه مسلماني ده؟ حق مې درباندې دى، خو هغه تر ځان نه راتېروې! ولي ظالمه! موږ دا پيسې په … ګټلې دې څه؟” ملا صاحب بزګر داسي مخاطب کړ:”په کتابو کې يې راوړي دي چې د مؤمن حق ورکول خورا لوى ثواب لري او په هغه جهان کې ډېر اجرونه لري. ای بزګره! که ته د دغه … صاحب دين تر ځان ورتېر کړې، نو البته برسېره پر دې چې له دنيايي سرګردانيو څخه به ځان وژغورې، د هغه جهان ثوابونه به دې هم ګټلي وي. په هره توګه چې کولى شې د … صاحب سره تېره وکړه او په حق يې ورسوه”. بزګر سر او خوله ورته کږه وږه کړه او ويې ويل:”صاحب! والله که هيڅ شى راپورې پاته شوی وي. سږکال خو به لا څوک بزګري هم را نه کړي، ځکه چې يو زوړ غويى چې مې درلود او په هغه مې بزګرې موندله هغه هم څو ورځې دمخه ستا ناظر په پور کې راڅخه بوت، اوس د غومره څه نه لرم چې ماښام يې پر تبۍ واچوم”. … صاحب ورته وويل: “په دې مکرونو، حيلو او چل ول باندې زه نه پوهېږم! پور مې راوړه، اوس يې راوړه، پر دغه ځاى يې راسره فيصله کړه! زه يو پلا دباندې ځم، ملا صاحب او ناظر به درسره خبرې وکړي، خو زه په نور څه نه پوهېږم، خپل پور پر دغه ځاى غواړم، پرېږدم دې نه”. ناظر ورته وويل:”ای بزګره! خداى خوار کړى يې! د … صاحب په پښو کې به ورلوېدلى او په ژړغونکي ږغ په دې ورته ويل چې: “د خداى لپاره! زه هيڅ پيسې او جايداد نه لرم صرف يو سر لرم او يوه لور چې دواړه به تر تا جار کړم”. ګوندې زړه يې درباندې سوى واى او فيصله يې درسره کړې واى، په يوازې “نشته” ويل خو د خلکو پورونه نه شي ادا کېدلاى”. ملا صاحب وويل: “… صاحب خورا زړه سواندى سړى دى، سخي طبيعته هم دى، د چا د نېکۍ پور او خير پر ځاى نه پرېږدي، د خداى پر لار هم خورا سم دى، زکات هم په جګه ملا ته ورکوي، زه به يوه خبره درته وکړم، بايد هغه ومنې او عمل پرې وکړې چې له هره جنجاله خلاص شې! هغه دا ده چې لور دې … صاحب ته ورکړه، په دې ډول به دې هم لور په نس مړه وي او هم په تن پټه او آرامه وې او هم به ته له دې سيمې بېغمه شې”. ناظر پرې ورږغ کړ:”زه او ملا صاحب به دواړه کوښښ وکړو چې … صاحب په دې فيصله او سوله رضا کړو”. په دې وخت کې د … صاحب ميرزا راننووت او د بزګر د حساب صورت يې ورواچاوه چې ټولې درې زره، پنځه سوه افغانۍ شوې دي. بزګر وويل: “د خداى لپاره وړه لور پنځه شپېته کلن سړي ته څرنګه ورکړم؟ يه! يه! دا کار نه شم کولاى، خپله يوازينۍ لور په اور کې نه شم اچولى، مړ مې کړئ، پوست مې وکاږئ، خو دا کار نه کوم او خپله يتيمه او ماشومه لور د بدبختۍ په کنده کې نه شم اچولى، بله دا چې ما خو ټولې دولس نيم سوه افغانۍ وړې دې، اوس درې نيم زره ولې شوې؟” ناظر وويل:”د څوارلسو مياشتو ګټه يې نه شمېرې؟ والله که هيڅوک په دې نازله ګټه روپۍ چا ته ورکړي”. بيا ناظر ملا ته وويل: “دا خداى خوار کړى خو په خپله ګټه او نقص هم نه پوهېږي، موږ يې سمې لارې ته راکاږو، خو دى چپې ته ځغلي، د لور د ورکولو خط وکاږه او ګوته يې پرې ولګوه! خلاص”. سمدلاسه قلم او کاغذ اماده شول او ويې ليکل: “اقرار و اعتراف صحيح و شرعى به صحت عقل و تندرستى ميکنم که …”. وروسته له څو نصيحتو، تهديدو او تشويقو يې د ده بټه ګوته ولګوله او په دې ترتيب له نقلو ډک دسمال ملا صاحب واخيست او په خپله مخه لاړ. … صاحب ناظر ته وويل:”دا نجلۍ په ډمامو مه راولئ، ځکه چې اول خو د خوار بزګر لور ده او دا زموږ حيثيت ته زيان رسوي، دوهمه دا چې ويره ده چې دا کار به پر نورو بزګرانو بده اغېزه وکړي، سبا د اختر ورځ ده ورشه! او يوه سپين سرې ښځه هم درسره بوزه او نجلۍ ترېنه راوړه. د هغه کلي … خان ته هم ووايه چې کوم وخت راشي”. سبا پر هر چا اختر و، خو بختوره خوارکۍ يې بې له دې چې په خپل شوم سرنوشت وپوهېږي رارهي کړه، پر لارې يې ورته وويل: “مه ژاړه! د انا کره دي بيايو. هلته به نوى ټيکرى او کميس، پسته غلمينه ډوډۍ او ښې موچڼې درکړو…”. څو وخته وروسته مو واورېدل چې بزګر خوارکى له ډېر غمه ځان د کارېز په سپرغه کې واچاوه او ويل کېده چې لور يې هم د … صاحب په کور کې خورا د بدبختۍ ژوند يوازې د دې لپاره تېروي چې ګوندې يو وخت وکړاى شي د ځان او پلار د بدبختيو کسات له ظالمانو څخه واخلي او خپل غمجن زړه سوړ کړي.١٣٣٦ ش کال دلو – ١٩٥٨ع کال فبروري_________________________د نور محمد ترهکي لنډه کیسه «د بزګر لور» یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده؛ دا د یوې ټولنیزې طبقې د تاریخ ژوندى سند دی. دا کیسه د احساساتو د راپارولو لپاره نه ده لیکل شوې، بلکې د هغه شعور د راویښولو لپاره ده چې د جبر، مذهب، اقتصاد او قدرت تر ګډ فشار لاندې مړ ساتل شوی دی. ترهکي دلته فرد نه محاکمه کوي، بلکې هغه ټولنیز اقتصادي جوړښت لوڅوي چې فرد پکې له اختیار، انساني کرامت او راتلونکي بېبرخې شوی وي. دا کیسه موږ ته دا نه وایي چې «ځینې خلک بد دي»، بلکې دا ښيي چې «نظام بد دی» هغه نظام چې په ځبېښاک ولاړ دي او وسيلې يې ځبېښاک کونکي دي او تر څو چې دا نظام ژوندی وي، انسانان به یا ځبېښونکي وي او یا ځبېښل شوي. بختوره، دا ماشومه نجلۍ، د معصومیت، فطري هیلو او انساني غوښتنو استازیتوب کوي. د اختر سندره، د نکریزو خیالونه او د رنګینو جامو غوښتنه د ماشومانه خوشحالۍ تر ټولو ساده بڼې دي، خو همدا ساده غوښتنې د طبقاتی تضاد تر ټولو ژور افشا کوونکي ګرځي. اختر، چې باید د ټولنې د ګډې خوشحالۍ ورځ وي، دلته په دیالکتیکي/جدلياتي توګه ډول دوه متضادې ماناوې اخلي، د خان لپاره جشن، د بزګر لپاره شرم، محروميت، درد، د واکمن، ځبېښاک کونکي موړ لپاره عبادت، د محکوم لپاره محرومیت. ترهکي موږ ته ښيي چې یو واحد فرهنګي ارزښت څنګه په طبقاتی ټولنه کې د تضاد وسیله ګرځي. د بزګر او د هغه د لور ترمنځ مکالمه د کیسې فکري مرکز دی. د ماشومې پوښتنه؛ «خدای ولې موږ ته نه راکوي؟» یوازې مذهبي پوښتنه نه ده، بلکې د ټولنیز عدالت فلسفي اعتراض دی. پلار، چې خپله هم د جبر، فقر او مذهبي تقدیرګرایۍ قرباني دی، دا نابرابري «د خدای ورکړه» بولي. خو ماشومه دا منطق نه مني. دلته ترهکي د فطري انساني عقل او په ټپه ولاړ وروسته فکر ترمنځ ټکر انځوروي. ماشومه پوښتنه کوي، ځکه لا یې شعور اشغال شوی نه دی؛ ځکه لا یې ذهن د تقدیر، صبر او ثواب په زنجیرونو نه دی تړل شوی. د ناظر، خان او ملا مثلث د کیسې اصلي استثماري ماشین دی. دا درې واړه افراد نه، بلکې د یوه واحد ځبېښاکي نظام درې ستنې/مثلثي دي؛ ناظر د اداري او دولتي زور استازیتوب کوي، خان د اقتصادي، فئودالي او پانګوالي واک څېره ده، او ملا د مذهبي مشروعیت، فتوا او تقدس تولیدوونکی دی. ترهکي په خورا شعوري مهارت ښيي چې استثمار یوازې په قمچینو نه کېږي، بلکې په فتوا، نصیحت، شرعي اقرار، حساب کتاب، ديني او اخلاقي ناوړي وسيله او «د خدای رضا» هم ترسره کېږي. دلته مذهب د اخلاقو سرچینه نه پاتې کېږي، بلکې د ظلم د قانوني کولو وسیله ګرځي. د ماشومې نجلۍ واده د «شرعي حل» په نوم، په حقیقت کې اقتصادي معامله ده، انسان په مال بدلېږي، ماشوم په پور تصفیه کېږي، او دین د دې سودا د مهر حیثیت اخلي. دا ټول نظام پر تقدیرګرایۍ (Determinism) ولاړ دی. هغه نظام چې و شتمن ځبېښاک کونکي ته قانوني مشروعيت ورکوي چې خان شتمني «د خدای ورکړه» بولي، بزګر فقر «د قسمت لیک»، او ملا دا ټول د الهي نظام برخه معرفي کوي. ترهکي دلته په ژور دیالکتیکي/جدلياتي بصیرت ښيي چې تقدیر هغه مهال مقدس اعلانېږي چې اقتصاد د لږکیو په لاس کې وي. کله چې شتمني د خلکو له لاسه ووځي، نو «خدای» د ځواب پر ځای راوستل کېږي، څو د سوال مخه ونیول شي او د نظام بقا تضمین شي. د بزګر مقاومت انساني دی، خو سیستماتیک/نظامي نه دی. هغه ژاړي، فریاد وهي، خو یوازې دی. همدلته د ترهکي اولسي، خوار غوښتونکو حقوق واقعبیني راڅرګندېږي؛ فردي اخلاق د جوړښتي ظلم پر وړاندې بسنه نه کوي. ځکه نو کیسه رومانتيک قهرمان نه لري. بزګر نه بریالی کېږي، ځکه نظام یوازې احساس نه، بلکې سازمان، قدرت او شعوري بدلون غواړي. د هغه ځان وژنه اخلاقي کمزوري نه ده، بلکې د ټولنیز بنبست وروستۍ چیغه ده، هغه چیغه چې ظالم نظام یې اوري، خو د خپلو ګټو لپاره پرې غوږونه بندوي. د بختورې راتلونکی لا تر ټولو ژور دی. هغه ژوندۍ پاتې کېږي، خو د ظلم په کور کې. ترهکي دلته یوازې تراژیدي نه انځوروي، بلکې تاریخي شعور زېږوي. دا جمله چې «ګوندې یوه ورځ د ځان او پلار د بدبختیو کسات واخلي» د شخصي انتقام اعلان نه دی، بلکې د راتلونکي طبقاتی شعور نښه ده. بختوره د مقاومت تخم ګرځي، هغه تخم چې که شعور، سازمان او شرایط ومومي، تاریخ بدلولای شي. په ټولیز ډول، «د بزګر لور» د پښتني ریالیستي اشتراکي خوارو اولسونو ادب یو بېساری شاهکار دی. ترهکي نه شعار ورکوي، نه وچه نظریه تشریح کوي، بلکې د خوارو خلکو فلسفه د ژوند په عادي صحنه کې مجسموي. هغه ښيي چې فقر تصادف نه دی، مذهب بېطرفه نه دی، قانون عادل نه دی، او اخلاق تر هغه وخته بېوسه دي تر څو چې اقتصادي بنسټ بدل نه شي. همدا وجه ده چې نور محمد ترهکي د طبقاتی شعور معمار دی. د هغه کیسې د اوښکو لپاره نه، بلکې د بدلون لپاره لیکل شوې دي. «د بزګر لور» موږ ته دا را زده کوي چې تر څو ټولنه بدله نه شي، بختورې به قرباني کېږي. خو کله چې بختورې پوښتنه پیل کړي، تاریخ د بدلېدو پر لور حرکت کوي.
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
د غوايي لاندی!
لیکوال: نور محمد ترۀکی لاس او پښې چاودې، مخ سپېره، شونډې وچې يو کوچنى پېټى غنم پر شا را اړولي او په ستمي د کور پر لور را...
پښتو ګهيځ
لنډې کيسې
رېښتینې مینه!
«ډاکټر نذیر تبسم په خپل کتاب کې د خپلې مېرمنې په اړه لیکي چې اوس په دې نړۍ کې نشته. یو ځل داسې وشول چې موږ دواړو د یوې و...
پښتو ګهيځ
لنډې کيسې
زه به بیا هيڅ کله جګړې ته لاړ نشم!!🥺🥀🍁
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یو سرتیري له یوې شدیدې نښتې وروسته خپل قوماندان ته ولیکل: محترم قوماندانه! ما مې خپله وسله...
پښتو ګهيځ