د تاریخ له پاڼو!وایې چې د عباسي خلافت آخرنیو دورو کي داسې وخت راغی، چې هره دوهمه ورځ به دارالخلافه (بغداد) کې په يوه مسله د مذهبي مشرانو تر منځ مناظره وه! بيا داسې وخت راغی چې په هره مشهوره څلور لارې کې به په يوه ورځ بيلا بيلې مناظرې وې، د مناظرو عنوانونه دا ډول و؛ په يو وخت کي د ستنې په سر څومره فريښتې کيناستی شي؟ دوهمه مناظره دا وه چې د کارغه یا ګونګي غوښه حلال ده او که حرام ؟ دريمه مناظره دا وه چې د مسواک شرعي اندازه ( سايز ) څومره دی؟ يوې ډلې به ويل چې د يوې لويشتې څخه باید کم نه وي او بلي به ويل چې له لويشتي کمه اندزه هم جايز دي. دا ډول په مختلفو عنوانونو مناظري لا روانې وي چي د هلاکو خان په مشري تاتاري لښکرې د بغداد لارو او کوڅو ته داخلې شوې د(۲۰) لکو انسانانو په دغه ښار یې کې هیڅ ژوندی موجود پرېنخود هر څه يي ګډوډ او له منځه یوړل، د مسواک اندازو، حرمت او عدم حرمت والاوو ګردواړو جسدونه یې لويشت لويشت کړل. د ستنو په سر د فرشتو شمارلو والاوو د کوپړيو څخه منارونه جوړ شول، چي بيا شمارل يي ممکن هم نه وو. د کارغه یا ګونګي په غوښې د بحث والاوو مړو اجساد هم د مردار خورو ځناورو او ټپوسانو خوراک شول! او همدغه ډول ورته حالت په عثماني خلافت کي هم بيا ځل تکرار شو؛ څه کم دوه سوه کاله دغې فتوې دوام وکړ ؛ چي د چاپ په ماشينونو د کتابونو چاپول حرام دي؛ چا ویل: د برق رڼا حرامه ده او د برق په رڼا نه لمونځ قبليږي نه تلاوت او نه بل د نېکۍ عمل، په نوي نظم ، شکلياتو او ماډرن اسلحې د پوځونو تنظيم د کفارو سره مشابهت دی او دا حرام دي، په نتیجه کي بل لوري ته د برقي چاپ ماشينونو له برکته علم او د وخت تکنالوژۍ آلات د اروپا کور کور ته ورسیدل او په ټوله اورپا کي د علمي بېدارۍ دوره پيل شوه او مونږ لا په لاسونو کتابونه ليکل ؛ په اروپا کې د برق د ايجاد له امله د نوي صنعت او تکنالوژۍ انقلاب رامنځته شو او ټوله اروپا په برق روښانه شوه او مونږه لا هم د لاټينونو رڼاګانو ته ناست وو. اروپا نوې ماډرن پوځي ريفورم په اساس ورځ تر بلې پياوړيې کيده ليکن په عثماني خلافت کي حاکمان پدې مصروفه وو، چې مذهبي طبقي ته قناعت ورکړي څو نوی ريفورم ته جواز ورکړي. لا ډير وخت تير نه وه چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې اسلامي خلافت د انګلستان او فرانسې اتحاد مقابل کې ماتې وخوړه؛ د سایکس بیکو تړون لاسلیک شو؛ لبنان، سوریه، عراق او فلسطین خاورې له خلافت جلا او تر ننه ټوله اسلامي نړۍ ټوټه ټوټه او په لسګونو برخو وويشل شوه!! نن د هلاکو خان او لومړۍ نړيوالي جګړې سلګونه کلونه تير شول، ليکن له بده مرغه چې مسلمانانو له تير تاريخ څخه هيڅ عبرت وانخيست؛ پداسې حال چې قرآن کې د کيسو ذکر هم د عبرت اخستنې لپاره دی. د نن ورځې مسلمان اوس هماغه ډول مناظرې په سوشل ميډيا ، محفلونو ، جوماتونو او جلسو کې کوي، مړي اوري او که نه اوري ؟ امام پسي سورت فاتحه او آمین په زوره ویل جايز دي که ناجايز ؟ عصري علوم مباح دي که واجب ؟ د ښځو تعلیم جايز دی که ناجايز ؟ او داسې ډير مسايل دي چې د اوږدوالې له امله یې ذکر پريږم. هر يو خپل مسلک ، فرقې او هم فکره خلکو ته صرف او صرف د جنت ټکټ ورکوي او دا نور ورته معلول مسلمانان ښکاري، دښمن مو اوس هم په نړۍ کي د برم، دبدبې, شان ، شوکت او سوپر پاور په حيث ژوند کوي، مګر زموږ وطنونه لوټې لوټې شول، بند ـ بند مات يو او بيا هم په کاذب غرور اخته يو چي مونږ مات کړل، اوس هم ډيري اسلامي هيوادونه د کفارو خيراتونو ته ناست دي او ځینې یې بیا دعوي د خپلواکۍ هم کوي. پداسې حال چې رب راته فرمایلي؛ (و أعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدو الله و عدوکم.) (او د هغوي په مقابل کې هر هغه ځواک او آسونه چمتو کړئ چې تاسو یې د خدای او ستاسو دښمنان پرې ترور کولی شئ.) د خپلرو سرونو پورته اختيار نلرو او دښمن مو سلګونه کلونه متره لیرې په خوندي کوټو کي د کمپیوټر تر شاه ناست، چې مختلف ډولونه کافي او نوشابې په مخ کي ورته پرتې وي او مونږ يو ـ يو د ډرون او لیرې واټن ويشتونکو ميزايلو په واسطه په نښه کوي!! او بل لوري ته لا هم د سني ـ شيعه ، حنفي ـ سلفي ، تبليغي ـ دیوبندي او داسې نورو ډلو نغمې او زمزمې غږوو؛ د محققینو علماوو د بحث موضوعات نن د عوامو د مجالسو نقل ګرځیدلي، لا هم پدي لګيا يو چي ګيره يي دې لڼډه ده او که اوږده ؟ حياتي يي او که مماتي یې؟ مګر د د دښمن مرمۍ زمونږ تر منځ هيڅ توپير نه کوي او يواځې د مسلمان په نامه زمونږ له سينې تيريږي!!کاپی، البته ځینو اصلاحاتو سره! یا رب توفیق ❣️
# اړوند پوسټونه
اسلام
ملا مستان (سرتور فقیر) – هغه پاڅېدلی روح چې د استعمار غرور یې ولړزاوه
د پښتنو د مقاومت په تاریخ کې ځینې نومونه یوازې د جګړې نومونه نه وي، بلکې د یوې زمانې اراده، د یوه ولس درد، او د ازادۍ د...
پښتو ګهيځ
210 لیدنې
15 Apr 2026
0.0
(0)
تاریخ
ملا پیوند محسود – د غرونو هغه غږ چې هيڅ کله چوپ نه شو!
په هغه زمانه کې چې د British colonial rule in India سیوری پر سیمو غوړېدلی و، او د زور، سیاست او دوکې په مټ د خلکو ازادي...
پښتو ګهيځ
225 لیدنې
08 Apr 2026
0.0
(0)
تاریخ
پر پښتنو د جغرافیايي موقعیت اغېزې
د افغان وطن او پښتنو په اړه رښتیا خبره دا ده چې د نړۍ د ډېرو لږو قومونو په تشکیل او جوړښت کې به جغرافیې دومره مهمه ونډه...
پښتو ګهيځ
141 لیدنې
31 Mar 2026
0.0
(0)