د ليلې او مجنون قصه خيال که حقیقت او د داسې کړنو حکم څه دی؟ ځواب بسم الله الرحمن الرحيم د ليلا او مجنون په اړه د تاريخ ليکونکو مختلف اقوال دي چې آيا د ليلا او مجنون قصه حقیقت دی که خیال. ځينې مأرخين وايي: د مجنون اصلي نوم قيس بن ملوح او لقب يې مجنون و، د سعودي د اهل نجد څخه و، د مروان بن حکم او ملک بن مروان د خلافت په دوره کې يې ژوند کولو، هغه مجنون او لیونی نه و بلكې د ليلى العامرية سره يې ډيره مينه وه او د هغه د مينې مجنون و. په هر صورت که دا قصه حقیقت دی او که خیال خو د قصې مقصد دا دی چې هغوی دواړه واده شوي نه وو او يو د بله سره يې مينه کوله. اوس به راشو دې مطلب ته چې آيا دا ډول قصې او دا ډول مينه کول د اسلام له نظره څه حکم لري؟ محبت په مشروع او نا مشروع تقسيم شوى دى. ۱ - د الله تعالى او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم سره محبت واجب بلکې دا محبت د ايمان شرط دی. قال الله تعالى : (وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ) [البقرة 165] ژباړه او هغه کسان چې پر الله ﷻ ايمان لري د دوی مینه د الله سره ډیره زیاته ده.همدارنګه رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي : (لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ) . (المسلم ۴۴). ژباړه ستاسو نه څوک تر هغه پورې د کامل ایمان څښتن نشي کیدای څو پورې زه ورته له خپل پلار، اولاد او ټولو خلکو محبوب نشم.۲ - د مؤمنانو، علماؤ او صالحانو سره د الله تعالى د رضا لپاره محبت كول لوى اجر لري او د اهل کفر، شرک او اهل معاصي سره د الله تعالى په خاطر بغض كول. د قیامت په ورځ به اووه کسه د عرش تر سیوري لاندې وي د هغې ډلې به يو هغه کس وي چې :« و رَجُلان تَحَابًا في اللهِ اجْتَمَعَا عَلى ذلِكَ وَتَفَرَّقَا عَلَيْهِ» (البخاري ). يعني : هغه دوه کسان چې د الله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کې محبت وي، هم په دغې دهغوى یوځای کيدل وي او هم په دغې د دوى جدايي وي. او فرمايي: « أفضل الأعمال الحب في الله والبغض في الله» (راوي : ابوذر غفاري - ابوداؤد (4599). يعني : بهترین عمل دوستي د پاره د الله پاک او دوښمني د پاره د الله پاک ده.۳- د خپلې ښځې، اولاد، والدينو او خپلوانو سره محبت كول فطري محبت دی، جايز او مستحب محبت دی، همدارنګه د سفر د ملګري، ګاونډي، د معاملې د شریک سره محبت كول مباح دي. همدارنګه د نکاح د انتخاب لپاره د یو چا سره د هغه د دیندارۍ په وجه داسې مينه چې هيڅ غير شرعي تعلقات پکې نه وي باک نلري.د مسلمانو خویندو احکام 👇 ریس خادیم
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
د تاریخ هغه حساسه شیبه چې کله ۱۷زره افغانان د ۳۰۰زره ترکانو په وړاندې جګړې ته ښکته شول!
احمد پاشا د شاوخوا دريو لکو سرتېرو او درنې توپخانې سره د ایران د پولې پر لور وخوځېد. بل لور ته شاه اشرف هوتک او سیدال خا...
پښتو ګهيځ
316 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
هنر
څو د زړه خبری ضرور یې ولولي امر ثانی نه دی امر اول دی
دوه کاله، درې میاشتي او شل ورځی په دې دومره موده کې ما لس ناول ولیکل او اته ناول مې وژباړل یعنی هره ورځ بغیر له دی چې وګ...
خواجه زی لیکوال
351 لیدنې
02 Jun 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
بغدادي جنۍ ناول ژباړن خواجه زی لیکوال
زما نوی ژباړل شوی ناول «بغدادي جنۍ» دا یو عاشقانه مینه ناک او اجتماعی ناول دی چې ډېر یو په زړه پوری او جالب کیسه لری داس...
خواجه زی لیکوال
402 لیدنې
31 May 2026
0.0
(0)