کره کړکیښ یا تاریخ او اسناد یا نښیر هیڅ وخت نه ورکیږي یا یې څوک د عقدې له مخې نشي بدلولی. په کال ۱۹۶۷ زیږي یا ۱۳۴۶ لمریز کال کله چې افغانستان له روسانو سره یا د روسانو د بلاعوض د مرستې پر بنیاد د خانه سازۍ د فابریکې او په کابل کې د بلاکونو په جو سره سلا شول د اعلیحضرت ظاهر شاه په لارښونه د اوسنۍ مکروریان او خواجه رواش سیمه د نادرشاه له غونډۍ څخه رانیولې تر یکه توت، بي بي مهرو او تر خواجه رواش هوایي ډګر چې اوسمهال د کرزي په نوم یادیږي، پورې د نادرشاه مینه په نوم ونوموله شوه چې بیا د ټکړه انجینرانو لخوا یې نقشه هم جوړه او چمتو شوه. د دې نقشې په ترڅ کې له پل خشتې څخه تر هوایي ډګر پورې یو لوی سرک د نادرخان واټ په نوم هم د رغولو منسوبه په پام کې نیول شوې وه. کله چې د دغې سیمې ټړون د روس یا د وخت شوروي اتحاد او افغانستان تر مینځ لاسلیک کیږده هلته پر دواړو ژبو پښتو او روسي د نوموړې سیمې نوم نادرشاه مینه لیکل شوې ده چې د دغه سند اصلې کاپې د کابل د وخت بلدیه یا اوسنې ښاروالی او بله کاپې یې د فواید عامه یا ټول ګټې وزارت چې وروسته د ښارجوړونې وزارت ته دا سند ولیږدول شو شته او هلته لاتر اوسه هم ساتل کیږي. همدا راز په روسیه کې هم نوموړې سیمه د همدغه سند له مخې د نادرشاه مینه په نوم پیژندل شوې ده. اوس پوښتنه دا ده چې مخکې د خلق او پرچم رژیم نه غوښتل چې دا سیمه پر خپل اصلې نوم یعنې د نادرشاه مینه په نوم یاده کړې ځکه هغوی د نادریه لیسه ته عمرشهید او د نادرخان تپه ته د شهیدانو تپه او غیر د جاده نادر پشتون څخه د نادرخان واټ ته یې هم جاده میدان هوایې ویله بنا نوموړې سیمې ته یې مکروریان ویلې او بیا وروسته د مجاهدینو د حکومت په راتګ چې مشرۍ یې جمعیت او شورایې نظار کوله او نوموړې ډلې له نادرخان سره د دښمنې په وجه چې د سقو زوی یې د قاتل او ملې خاین په نوم اعدام کړی وه دا سیمه د خلق او پرچم په شان د مکروریان په نوم یادوله. خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې نوموړې سیمه د اسنادو له مخې بیرته په خپل اري یا اصلي نوم یعنې د نادرشاه مینه نه یادیږي؟. د یادولو وړ ده چې د نادرخان واټ پلان هغه مهال د ځینو ستونزو او د رژیمونو په بدلیدو عملې نشو او یواځې د دموکراتیک جمهوریت لخوا یو سرک جوړ شو خو اوس د ښاغلي کرزي پر وخت هغه پخوانې پراخ پلان د نادرخان واټ له هوایې ډګر څخه تر اریانا څلور لارې پورې عملې شو خو په خواشینۍ سره چې د اري یا اصلي ثبت شوي نوم یا نادرخان واټ پرې چا نه یواځې یاد نکړ بلکه داسې ګنګوسې دي چې نوموړي واټ ته جاده مسعود ویل کیږي. په پای کې یو ځل بیا پر خپله پورتنۍ خبره ټینګار کوم چې د هیڅ ځای او سیمې نوم چې یو ځل په رسمي توکه پر یو نوم ثبت یا لیکل شوی وې هیڅ څوک یا هیڅ دولت د سیاسي یا عقدوي ملحوظاتو له وجهې د تل لپاره نشي بدلولی او خامخا به بیرته خپل ذاتي یا اري نوم ته راګرځي په دې وجه د نادرشاه مینه او نادرخان واټ به بیا احیا او مسما کیږي. د یادونې وړ ده چې د کارته نو سیمه لمړی د سید نورمحمد شاه مینه، د کارته چهار سیمه د شیر شاه سوري مینه، د سه راهي علاو الدین او کارته سه سیمې د محمود طرزي مینه او د ده بوري یا د کوټه سنګي شاوخوا سیمې د میرویس میدان په نوم یادیدلې یا نومول شوې وې چې باید بیرته خپلو اصلي نومو ته وګرځول شي. لېکوال عزیز معارج عکس: د کابل مکرویان کال ۱۳۳۹ ه ش ـ
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
تاریخ
عثماني دولت
په نړۍ کې هېڅ داسې دولت نشته چې پر هغه دې دومره سخت، دوامدار او بېرحمانه بریدونه شوي وي لکه پر عثماني خلافت چي شوي. پر...
اسلام
د فتوی په باره کي مختصر بحث ١- لومړۍ برخه
د فتوی په باره کي مختصر بحث - لومړۍ برخه
پښتو ګهيځ
تاریخ
امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کې
څه کم شل کاله مخکي، د کوټي په ښار کي، د پولیسو یوه متقاعد پښتون منصبدار، له کندهار څخه برټانوي هند ته، د برټانوي رپوټ لی...
پښتو ګهيځ