oiuytrew
پښتو ګهيځ

د هندوستان وروستی پښتون ټولواک

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

هندو پښتون مهاراجه جېپال: د شاهی سلسلې وروستی پښتون هندواک پاچاليک؛ ځواک‌ مند افغان D͡zwaːk Mɘnd Afghanهندو پښتون مهاراجه جېپال، چې د تاریخ په متونو کې د جېپال، زی‌-پاله یا جۍ‌-پال په نومونو یاد شوی، د پښتنو په تاریخ کې یو استثنايي، دروند او نه هېرېدونکی مقام لري. هغه د زړورتیا، استقامت، عزت، او له خپلې خاورې او ولس سره د بې‌ساري ژمنتیا سمبول دی. د هندوشاهي سلسلې د وروستي ستر پاچا په توګه، مهاراجه جېپال له ۹۶۴ میلادي نه تر ۱۰۰۱ میلادي پورې پر کابل، غزني او پراخې پښتونخوا واکمن پاتې شو، او د پښتنو په تاریخي حافظه کې یې د تلپاتې ویاړ نښه پرېښوده.د «جېپال» نوم د پښتو ژبې ژوره او روښانه ریښه لري. دا نوم د «زی‌-پاله» یا «ځی‌-پاله» په بڼه تحلیل کېږي، چې پکې «زی / ځای» د وطن، سیمې او خاورې معنا لري، او «پاله / پال» د ساتونکي، محافظ او پالونکي مفهوم څرګندوي. په دې توګه، «زی‌پاله» د وطن ساتونکي، ځای پالونکي، ملت پال او اولس پال مانا ورکوي. دا نوم یوازې یو شخصي نوم نه، بلکې د جېپال د واکمنۍ او سیاسي فلسفې سمبولیک تعریف دی، لکه موږ چې وطنپال، ملتپال، اولس پال، انسان پال نومونه کاروو.مهاراجه جېپال د پښتنو د هفتاليانو (ابداليانو/ایبودالو)، غلزيانو، خلجيانو او د ګډ پښتني کنفېډرېشن له نسبي چاپېریاله راولاړ شوی و. هغه د راجه هوت‌-پاله زوی او د آنندپاله پلار و. د «آنند» کلمه، چې د خوشحالۍ او مینې معنا لري، د پښتو په کلاسیک ادب کې هم ژوره رېښه لري. خوشحال خان خټک په خپل دیوان کې وايي؛ هوښيارانو څخه ډېرې اندېښنې دي چې ملنګ د مصلی هغه آنند کا (د خوشحال خان دیوان، مخ ۴۱۳)«آنندپاله» یعنې خوښالي پالونکی، عیش پالونکی؛ او دا نومونه ښيي چې د هندوشاهي واکمنۍ ژبنی، کلتوري، وطن پالنې او فکري بنسټ په پښتني روایت ولاړ و.د مهاراجه جېپال سلطنت له «لغمان نه تر کشمیر، او له «سرهند نه تر ملتان» پورې غځېدلی و. دا سیمې د جنوبي اسیا له ستراتیژیکو مرکزونو څخه شمېرل کېدې. د هغه د واکمنۍ پر مهال، هندوشاهي سلطنت نه یوازې وغوړېد، بلکې د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د یو پیاوړي دیوال حیثیت یې خپل کړ. دا مقاومت د پښتنو د تاریخي استقامت څرګند انعکاس و.د مهاراجه جېپال واکمني د عربو او ترکانو د یرغلونو پر وړاندې د سخت، دوامدار او اصولي مقاومت له امله مشهوره ده. هغه په «لغمان، پېښور او صوابۍ» کې څو ستراتیژیکې جګړې وکړې، چې پکې یې خپله جنګي پوهه، سیاسي تدبیر او نه ماتېدونکی عزم وښود. د هغه د ژوند وروستۍ او تر ټولو سخته ازموینه په ۱۰۰۱ میلادي کال کې د «محمود غزنوي» پر وړاندې جګړه وه. که څه هم جېپال په زړورتیا وجنګېد، خو ماته یې وخوړه. د ماتې دروند احساس، د ولس د راتلونکي پر وړاندې اندېښنه، او د عزت ژور تصور هغه دې ته ورساوه چې «ځان يې وسوځوي» دا عمل د ماتې نه، بلکې د خپل ملت عزت، غیرت او وروستي مقاومت نښه وه.د جېپال له مړینې وروسته، پښتني سلطنتونه د بې‌اتفاقۍ، داخلي وېش او سیاسي ګډوډۍ ښکار شول. هغه قبایل چې پخوا متحد وو، ټوټه ټوټه شول. محمود غزنوي له همدې حالت نه ګټه واخیسته، ځینې قبایل یې وځپل، ځینې مشران یې د خپل پوځ برخه کړل، او دا حالت د پښتني ځواک د یو ستر زوال پیل و, هغه زوال چې په تاریخ کې بیا بیا تکرار شوی دی.سره له دې، پښتنو بیا هم خپل تاریخي استقامت بيا په سو واره ثابت کړ. د غلجي، خلجي او غرځي پښتنو له منځه د خلجي سلطنت (۱۲۹۰–۱۳۲۰) راولاړ شو، چې په هند کې یې د پښتنو واکمني بېرته ټینګه کړه. وروسته «لودي سلطنت (۱۴۵۱–۱۵۲۶)» او «شېرشاه سوري (۱۵۴۰–۱۵۴۵)» د پښتنو د حکومتدارۍ دود ژوندی وساته او د یووالي او ځواک میراث یې پرمخ یووړ.تاریخي سرچینې څرګندوي چې پښتني واکمنان لکه لوديان او خلجيان د پخوانیو امپراتوریو کوشانیانو او هفتالیانو (ابداليان، غلجيان) مستقیم وارثین وو. د څلورمې نه تر لسمې پېړۍ پورې، د ایبودالو/ابدالیانو واکمني له آمو تر اباسینه، له افغانستان تر هند، او د مرکزي اسیا او چین ځینو برخو پورې غځېدلې وه. که څه هم افغانستان د دوی مرکزي حوزه وه، خو نورې سیمې یې نیمه خپلواک سلطنتونه لرل، او افغانستان تل د کلتوري او سیاسي مرکز په توګه پاتې شوی دی.ولې پښتانه باید دا دورې ولمانځي؟ځکه چې شاوخوا ۱۴ پېړۍ وړاندې په همدې خاوره کې د بودایي کابل شاهي، هندو شاهي او لویکاني واکمنۍ موجودې وې. دا واکمنۍ یوازې سیاسي نه وې؛ بلکې ژبني، کلتوري او تمدني بنسټونه یې لرل. کابل، هندوکش، بامیان، زابل، زمینداور، غزني او پښتونخوا د پښتني شاهي کورنیو زانګې وې، چې ریښې یې تر کوشانیانو، هفتالیانو او لرغونو پښتني قبایلو رسېدې.دا سلطنتونه د پښتني قبایلي کنفېډرېشنونو پر بنسټ ولاړ وو: اسواکه/اسوکان، اسپزي (یوسفزي)، خټک، اپرېدي، وردګ، وزیر، مسید، غلجي او نور. د تاریخي سرچینو (ابن خرداذبه) له مخې، د کابل شاه، د بامیان شیرو شاه، د زمینداور دوران شاه، د زابل ابدالي او غلجي واکمنان، او د غزني لویکان ټول له یو بل سره سیاسي او نسبي اړیکې لرلې، چې د اورزګان د شالي کتیبه یې روښانه ثبوت دی.د دې پاچاهیو ژبه «پښتو» وه. کتیبې او نومونه ښيي چې پښتو نه یوازې ولسي، بلکې د واکمنۍ ژبه هم وه. کابل بودایي شاهي (۴م–۸۵۰م) او هندو شاهي (۸۵۰م–۱۰۲۶م) دواړه د پښتنو افغانانو سلطنتونه وو. د دین بدلون د دوی قومي هویت نه دی بدل کړی.هغه ناسم روایت چې دا واکمنۍ «ترکي» یا «هندي» ګڼي، د «البیروني د تاریخي تېروتنو» پایله ده. «علامه عبدالحی حبیبي» په علمي ډول ثابته کړې چې دا واکمنۍ پښتني افغان شاهیان وو، او د پاچاهانو نومونه، کشتريه، تورمان، کلر/لالیه، کملو، جایپاله، آنندپاله، تروجن پاله، کیدار، میرکول، اخشنور، خودویه، ونړکه، سامند ټولې ژورې پښتو ژبنۍ ریښې لري.مهاراجه جېپال د پښتونولۍ، زړورتیا، عزت او د وطن پالنې سمبول دی. خو د هغه میراث د یرغلګرو د تاریخونو تر سیوري لاندې پټ شوی دی. پښتانه باید خپل ریښتیني اتلان بېرته خپل کړي، اتلان چې د شخصي ګټې لپاره نه، بلکې د وطن او ولس د ساتنې لپاره ولاړ وو.مهاراجه جېپال هغه د مقاومت، استقامت او ویاړ یو ژوندى مشعل و.«موږ د هندوکش ساتونکي وو، یو، یو او تلپاتې.ځواک‌مند افغان D͡zwaːk Mɘnd Afghan

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan