د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یو سرتیري له یوې شدیدې نښتې وروسته خپل قوماندان ته ولیکل: محترم قوماندانه! ما مې خپله وسله په قبر کې خښه کړه او نور نه جنګېږم بس دی! ښاغلیه! دا پرېکړه مې د مرګ له ویرې نه ده کړې او نه راباندې د خپلې مېرمنې، لور او زوی مینه زوروره شوې؛ خو که رښتیا را څخه پوښتئ چې نو ولې؟ دا کار مې له هغې وروسته وکړ چې د دښمن عسکرو یو تن مې په خپلو لاسونو وواژه. چې نیږدې ورغلم او جیبونه مې یې وپلټل له یوې وژونکې صحنې سره مخ شوم. د هغه له جیب څخه څو ځایه سوری، ګونځ او د وینو په څاڅکو ککړ کاغذ راووت چې پرې لیکل شوي و: «پلار جانه! له کوم ورځې راهیسې چې تللی یې او زه دې یوازې پريښې یم، هره ورځ تر غروبه (لمر لوېدو) پورې د لویې دروازې مخې ته منتظره یم او ستا د راتلو لارې څارم. قسم کوم چې که دا ځل راغلې په غېږ کې دې دومره ټینګ نیسم چې بل ځل جنګ ته راڅخه لاړ نشې.» نو قوماندان صیب! ما داسې نه بښل کېدونکې ګناه او جرم وکړ، هغه کوچنۍ ماشومه مې د تل لپاره یو خیالي او بې ګټې انتظار ته کېنوله! هغه به څومره ورځې او کلونه نور تر غروبه پورې له وژل شوي پلاره ناخبره هغه ته منتظره وي؟ د هغې پلار خو ما په خپلو لاسونو وواژه! لعنت په داسې جګړې چې معصومو او سپېڅلو ماشومانو څخه پلرونه اخلي او د هغوی له مېنې یې محروموي!
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
د بزګر لور!
«لیکوال نور محمد تره کى» خپرونکي «ادب، سياست او ټولنه» د (بختورې) داريه په لاس او په خورا خوشحالۍ سره دا سندره وايي:...
پښتو ګهيځ
لنډې کيسې
د غوايي لاندی!
لیکوال: نور محمد ترۀکی لاس او پښې چاودې، مخ سپېره، شونډې وچې يو کوچنى پېټى غنم پر شا را اړولي او په ستمي د کور پر لور را...
پښتو ګهيځ
لنډې کيسې
رېښتینې مینه!
«ډاکټر نذیر تبسم په خپل کتاب کې د خپلې مېرمنې په اړه لیکي چې اوس په دې نړۍ کې نشته. یو ځل داسې وشول چې موږ دواړو د یوې و...
پښتو ګهيځ