oiuytrew
جاويد شينواري

عثماني دولت

جاويد شينواري
جاويد شينواري 06 Feb 2026

په نړۍ کې هېڅ داسې دولت نشته چې پر هغه دې دومره سخت، دوامدار او بې‌رحمانه بریدونه شوي وي لکه پر عثماني خلافت چي شوي. پر عثمانیانو یوازې یو یا دوه هېوادونو بریدونه نه دې کړي، بلکې د اروپا لویو قدرتونو—لکه برېتانیا، فرانسه، روس، هالېنډ، پرتګال او لسګونو نورو هېوادونو—د څو پېړیو په اوږدو کې د پلان شوو جګړو، محاصرو او پټو سازشونو له لارې پر هغوی حملې وکړې. عثماني خلافت چې په ۱۲۹۹م کال کې د عثمان غازي له خوا قائم کړل شو، نږدې ۶۰۰ کاله یې واکمني وکړه او په درې براعظمونو—اروپا، اسیا او افریقا—کې خپور و. په هغه وخت کې دا د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی دفاعي او اداري نظام و، او د اروپايي قدرتونو لپاره یو تلپاتې خطر بلل کېده. همدا لامل و چې په تاریخ کې هېڅ بله اسلامي واکمني ونه توانېده چې په اروپا کې دومره ویره او فشار رامنځته کړي لکه عثمانیانو.په تاریخ کې ډېر داسې موارد شته چې اروپايي هېوادونو د عثمانیانو پر ضد د بریاوو خوشالۍ نمانځلې، لکه د سلطان سلیم اول یا سلطان مراد ثالث د دورې پر مهال. خو دا خوشالۍ د عثمانیانو د مېړانې، قوي نظام او پوځي ځواک پر وړاندې ډېرې وړې وې. او هېڅ بله اسلامي واکمني دومره نه ده بدنامه شوې لکه څنګه چې د عثماني خلافت د زوال پر مهال د دوی عظمت او وقار ته زیان واړول شو.د عثماني خلافت له زوال وروسته هڅه وشوه چې د دوی میراث او عظمت په تاریخ کې تحریف شي، د دوی تاریخي یادګارونه ونړول شي، دولتي اسناد یې تیت او پرک شي، او د دوی د واکمنۍ حقیقت پټ کړای شي. خو دا ټولې هڅې د دې لپاره بسیا نه وې چې د عثماني خلافت ریښتینی مقام، مېړانه او تاریخي رول له منځه یوسي.

تبصرې

avatar
پښتو ګهيځ 2 اونۍ دمخه

ښایسته لیکنه الله دې اجر درکړي

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan