oiuytrew
پښتو ګهيځ

محمد ظاهر شاه او پښتونستان

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

د ډېورند توري کرښي او اباسین تر منځ پرته خاوره چي افغانان پکښي اوسي د پښتونستان په نوم یاديږي او د افغانستان یوه نه جلاکېدونکې برخه ګڼل کيږي. محمد ظاهر شاه هم پښتونستان یوه ملي مسله ګڼله او پر وړاندي یې مسولانه چلند کاوه. د محمد ظاهرشاه د سلطنت څلوېښت کلنه موده چي په هيواد کي د بشپړ امن او سوکالۍ دوره وه، خو بيا هم د لومړي وزیر سردار شاه محمود خان غازي په دوره کي په نړیواله سطح څو مهمي پيښي رامنځ ته سوې. لکه د (۱۹۳۹-۱۹۴۵) کلونو ترمنځ دوهمه نړیواله جګړه پېښه سوه، که څه جرمنیانو د افغانستان سره په ۱۹۳۹ م کال سوداګریز او اقتصادي تړون لاسليک کړ او هڅه یې وکړه چي په یاده جګړه کي افغاستان د ځان ملګری او له دې خاوري پر انګرېزي هند یرغل وکړي، خو محمدظاهرشاه د بې طرفۍ د اصل په رعایت سره لویه عنعنوي جرګه راوغښتل او په هغه کي یې افغانستان بېطرفه اعلان کړ. ورپسې . لږ وروسته هند او پاکستان ووېشل سوه، د روس او امریکې تر منځ سړه جګړه راپيل او د وارسا او ناټو جنګي پکتونه رامنځته سوه او په ۱۹۴۵ م کال د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان رامنځته او افغانستان یې په ۱۹۴۶ کي غړيتوب تر لاسه کړ. ور پسې په ۱۹۴۸ م کال کي پاکستان د ملګري ملتونو غړيتوب ته ځان نوماند کړ؛ مګر افغانستان لومړنی هيواد و چي پاکستان ته یې د تاييد رایه ور نه کړه او ادعا یې وکړه، چي پاکستان زموږ پر خاوره جوړ سوى هيواد دئ او یاده مقبوضه خاوره باید بیرته افغانستان ته ورکړل سي. نوي ډیلي هم د افغانستان د غوښتني ننګه وکړه او هند هم منفي رایه ورکړه. د همدې په دوام شاهي حکومت د ۱۹۴۹ م کال د جولای پر ۲۶ مه په کابل کي لویه جرګه دایره کړه. لویي جرګې د پښتونستان د ملاتړ ترڅنګ، د امیر عبدالرحمن خان د ۱۸۹۳ م کال د ډېورنډ لوظنامه، د هغه د زوی امیر حبیب الله خان د ۱۹۰۵ او د امان الله خان د دورو د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۱ م کلونو ټولي لوظنامې ملغا اعلان کړې. د همدې کال په جون میاشت کي د ملي شوراء د اوومي دورې وکیلانو هم په یوه غونډه کي د ډېورنډ لیکه باطله او لغوه اعلان کړه او شاهي دولت هم د پاکستان لخوا د ډېورنډ کرښي ها خوا سیمي په خپله خاوره ورګډولو پر وړاندي سخت غبرګون وښود او لومړي وزیر داؤد خان د پاکستان پر وړاندي تونده وینا وکړه او د سفربرۍ اعلان یې وکړ، افغان ملت د داؤد خان لخوا په ۱۳۳۴ ل کال د سفربرۍ د اعلان کلک ملاتړ وکړ. د داؤد خان د جمهوریت دورې د ټولګټو چارو وزیر غوث الدین فایق لیکي: کله چي پاکستاني الوتکو د خوست پر مغلګي بمبار وکړ، نو د شهید داؤد خان سخته غوصه یې راوپارول او ویې ویل: (زه پور غواړم، ته نور غواړې؟). او پرته له دې چي پارلمان ته مراجعه وکړي، د احتیاط شپږ دورې عسکرو ته یې په ۲۴ ساعتونو کي د راټولېدو امر کړ. همداسي وسول او ټولي يادي دورې د نوملیکني لپاره په ډېر جوش سره پوځي مرکزونو ته مراجعه وکړه، ځانونه یې مرکز کابل ته راورسول او د خپل مشر امر ته یې په ډيري بې صبرۍ سره د انتظار شېبې شمېرلې. ملت په خپلو لاریونونو کي د پاکستان سفارت او په کندهار او ننګرهار کي د هغه هيواد قونسلګرۍ چور کړې. خو په پېښور کي افغان قونسلګري هم د لاریونو کوونکو لخوا چور سوه. ډاکټر عبدالطیف یاد د پښتونستان اړوند د ملت بابا ټینګ درځ داسي بیانوي: د محمد ظاهرشاه د الوتکي د (پیلوټ) زوی، چي اوس په لندن کي اوسي یو وخت ماته کیسه کوله، چي پلار مي یو وخت موږ ته وویل، چي ډېر کلونه وړاندي د افغانستان پاچا ظاهر خان د نېپال د پاچا اعلیحضرت مهندرا په بلنه نېپال ته رسمي سفر درلود. زموږ الوتکه د پاکستان په هوايي حریم باندي د نېپال پر لوري روانه وه. دی وایی، چي کله الوتکه د افغانستان له فضا څخه تېره سوه، نو دده سره د تلونکو خلکو څخه یوه چا ظاهر خان ته وویل، چي اوس موږ د پاکستان خاوري ته راننوتلو، نو تاسو د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر په نامه ددوی د روغتیا او خوشالۍ لپاره یو پیغام مخابره کړئ، چي دا یو دیپلوماتیک دود دئ. ظاهر خان ورته وویل، چي کله موږ له اټکه تېر سو، نو بیا به هغه وخت دغه پیغام ورواستوم .هماغه و چي کله الوتکه د اټک څخه تېره سوه او پنجاب ته ورسېدله، بیا ظاهرخان د پاکستان مشرانو ته پیغام ولیږه. محمد ظاهر شاه په ۱۹۵۰ ز کال فرانسې، مصر، سعودي عربستان، عراق او ایران ته سفرونه ترسره کړه. شاه په عراق کي د مارچ له ۲۱ مي څخه تر ۲۵ مي پوري پاته سو. د عراق حکومت د هغه په ویاړ یوه مېلمستیا جوړه کړه او شاه په هغه مېلمسیتا کي په خپله بیانیه کي څو کرښي د پښتونستان د مسلې اړوند وویلې. په عراق کي د امریکا سفیر د پاچا دریځ د پښتونستان اړوند معتدل وباله او کله چي یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر علي احمد خان سره وکتل نو د هغه خبري ډېري توندي وې او سفیر کروکر په خپل ګذارش کي واشنګټن ته ولیکل چي د شاه سلاکاران شاید ډېر ملت پال وي وه اوسي او پر همدې کرښه او جمله یې ډېر ټینګار هم کړی و. سعودي عربستان هم د خپل راتلونکي درانه مېلمه ظاهرشاه د راتګ په ویاړ یوه ښکلې ودانۍ په ډېر لوړ لګښت جوړه کړه چي ډېری توکي یې په الوتکو کي د هندوستان او لندن څخه ورته راوړل سوي وه. د يادي ودانۍ قرارداد د اسامه بن لادن پلار ته ورکړل سوى و. لنډه دا چي محمدظاهرشاه په هره ممکنه وسیله د پښتونستان د تر لاسه کولو لپاره د هري ممکني وسیلې څخه کار واخیست او د هغې د تر لاسه کولو لپاره یې ډېر تبلیغات، هڅي او سفرونه ترسره کړه. پښتونستان ورځ، ۳۲اګست/۹ وږی: په ۱۳۲۸ لمریز کال په پغمان کي د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو ، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو ، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغاني دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کي پریکړه وکړه چي د وږي ۹ مه به د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادیږي. ه مدارنګه نوموړې جرګه کي د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وسوه چي دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونې په پای کي د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده . د وږي ۹ مه له ۱۳۲۸ کال روسته ، په لرې پښتونخوا او په تیره بیا افغانستان کي د یوې ملي ورځې او جشن پتوګه هرکال لمانځل کېده. په دې ورځ به کابل کي د کابلیانو او د لرو برو پښتنو لخوا لوی لاریون ترسره کېده او بیا به ټول لاریون وال د کابل په پښتونستان واټ کي راټولېدل او په پرتمینه غونډه کي به يي د لرو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د ملي حقوقو په اعاده کي له هغوی سره خپل پيوستون او ملاتړ څرګنداوه . زیات وختونه به دلته د پښتنو وتلو مشرانو لکه ارواښاد فخرافغان باچاخان د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه د ورځې مبرمې خبرې کولې او کله به شاعر اجمل خټک په دې اړه خپل سوځنده شعرونه لوستل. دلته به ګډونوالو د پښتونستان پنوم شعارونه ورکول او په ملي اتڼونو سره به يي ددي ورځې ښکلا او لویا لازیاتوله . افغانستان راډیو به د پښتونستان په اړه د ملي سندرو او ترانو په وړاندې کولو سره د لروبرو پښتنو په بیا پيوستون کي خپل اغیز بخښه . همدارنګه دا ورځ به د افغانستان په نورو ښارونو لکه جلال اباد کي هم ، په پرتمینه توګه لمانځل کېده. دې دود په لږو ډېر توپير سره تر ۱۳۷۱ کال پورې ادامه درلوده.داود افغان د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan