قارون د حضرت موسیٰ علیه السلام د تره زوی و. د هغه د پلار نوم "یصهر" و. هغه ډېر ښایسته، خوشاخلاقه او نرممزاجه سړی و. د ده د حسن او ښکلا له امله خلکو هغه ته "منوّر" ویل. سربېره پر دې، هغه د بني اسرائیلو له سترو عالمانو څخه و او د تورات لوی عالم ګڼل کېده. خلکو یې ډېر احترام کاوه. خو کله چې بې شمېره مال او خزانه د هغه لاس ته ورغله، نو د هغه حالت بدل شو. لکه سامري، منافق شو، د حضرت موسیٰ علیه السلام سخت دښمن وګرځېد، او په تکبر، غرور او سرکښۍ اخته شو. د زکات انکار کله چې د زکات حکم نازل شو، قارون ژمنه وکړه چې د خپلو مالونو زرمه برخه به زکات ورکوي. خو کله چې یې حساب وکړ او ويې لیدل چې زکات ډېره زیات کېږي، نو د حرص او بخل اور پکې بل شو. هغه نه یوازې زکات ورنه کړ، بلکې خلکو ته یې تبلیغ پیل کړ: "موسیٰ غواړي ستاسې مالونه په دې پلمه واخلي." د حضرت موسیٰ علیه السلام پر ضد دسیسه قارون د خلکو د بېلارې کولو لپاره یوه ډېره ناوړه دسیسه جوړه کړه. یوه ښځه یې په ډېرو پیسو وپېرله، تر څو پر حضرت موسیٰ علیه السلام د بدکارۍ دروغجن تور ولګوي. یوه ورځ چې حضرت موسیٰ علیه السلام وعظ کاوه، قارون ناڅاپه وویل: "تا له دې ښځې سره بدکاري کړې ده!" حضرت موسیٰ وفرمایل: "هغه ښځه راولئ." کله چې ښځه راغله، موسیٰ علیه السلام وفرمایل: "د هغه الله په قسم چې سمندر یې د بني اسرائیلو لپاره وچاوداوه او تاسو یې له فرعونه وژغورلئ — رښتیا ووایه، اصل څه دی؟" د حضرت موسیٰ علیه السلام د جلال له امله ښځه ولړزېده او په عام محفل کې یې وویل: "ای د الله نبي! قارون ماته ډېر مال راکړی و چې پر تا دروغ ووایم." د قارون سزا حضرت موسیٰ علیه السلام د شکر سجده وکړه او دعا یې وکړه: "ای الله! پر قارون خپل قهر نازل کړه." بیا یې خلکو ته وویل: "څوک چې د قارون ملګری وي، له هغه سره دې پاتې شي، او څوک چې زما ملګری وي، ترې جلا دې شي." له دوو بدبختو کسانو پرته، ټول بني اسرائیل له قارون جلا شول. حضرت موسیٰ علیه السلام ځمکې ته حکم وکړ: "ای ځمکې! دا ونیسه!" نو قارون تر زنګنو پورې په ځمکه کې ننوت. بیا تر ملا پورې. قارون چیغې وهلې، ژړل، خپلوان یې یادول، خو ګټه یې ونه کړه. تر دې چې ټول په ځمکه کې ډوب شو. هغه دوه کسان چې ورسره پاتې وو، خلکو ته یې وویل: "موسیٰ دا ځکه وکړل چې د قارون خزانه خپله کړي!" حضرت موسیٰ علیه السلام دعا وکړه، نو د قارون ماڼۍ او ټولې خزانې هم تر ځمکې لاندې شوې. د قارون د خزانې په اړه قرآن څه وایي؟ الله تعالی فرمایي: بېشکه قارون د موسیٰ له قومه و، خو پر هغوی یې ظلم وکړ، او موږ هغه ته دومره خزانې ورکړې وې چې د هغو کلیانې به یوې زورورې ډلې ته هم درنې وې. (القصص: 76) د موسیٰ علیه السلام نصیحت د هغه قوم قارون ته نصیحت وکړ: "مه اترېږه، الله متکبران نه خوښوي. له هغه مال څخه چې الله درکړی، د آخرت کور ولټوه، او د دنیا برخه مه هېروه. لکه څنګه چې الله درسره احسان کړی، ته هم احسان کوه، او په ځمکه کې فساد مه خپروه." خو قارون دا نصیحت ونه مانه. په غرور، ښایست او تکبر کې به خلکو ته راوتلو، او د حضرت موسیٰ علیه السلام بدګويي به یې کوله. وروستۍ پایله الله تعالی فرمایي: نو موږ هغه او د هغه کور ځمکې ته ننه ایستلو، بیا داسې هېڅ ډله نه وه چې د الله له عذابه یې وژغوري، او نه ده خپله مرسته کولای شوه. (القصص: 81) د عبرت درس دا پېښه موږ ته دا لوی درس راکوي: مال او دولت د الله نعمت دی، فخر نه زکات ادا کول فرض دي تکبر د تباهۍ لاره ده د الله د نبیانو او صالحانو سپکاوی سړی هلاکت ته رسوي الله چې نعمت ورکوي، په یوه لحظه کې یې اخلي هم نو انسان ته پکار ده چې تواضع، شکر، او د آخرت فکر خپل کړي.
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
تاریخ
عثماني دولت
په نړۍ کې هېڅ داسې دولت نشته چې پر هغه دې دومره سخت، دوامدار او بېرحمانه بریدونه شوي وي لکه پر عثماني خلافت چي شوي. پر...
اسلام
د فتوی په باره کي مختصر بحث ١- لومړۍ برخه
د فتوی په باره کي مختصر بحث - لومړۍ برخه
پښتو ګهيځ
تاریخ
امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کې
څه کم شل کاله مخکي، د کوټي په ښار کي، د پولیسو یوه متقاعد پښتون منصبدار، له کندهار څخه برټانوي هند ته، د برټانوي رپوټ لی...
پښتو ګهيځ