دا یوه افسانه نه ده، بلکې روان حقیقت دی! د "لوی اسرائیل" نظریه د اسرایلو یوه خطرناکه او شومه مفکوره ده چې غواړي له نیل تر فراته یو ستر یهودي دولت جوړ کړي. دا نظریه یوازې د خاورې غصب نه ده، بلکې د ملتونو تباهي، د دینونو سپکاوی، او د نړۍ جیوپولیټیک بدلون ته لاره هواروي.دا پروژه څه غواړي؟فلسطین: د ازادۍ تصور یې له خلکو اخیستی. غزه محاصره ده، بیتالمقدس اشغال شوی، او کورونه د ماشومان، ښځو سره ورانېږي.سوریه: یو وخت ځواکمن اسلامي هیواد، نن د داخلي جګړو، داعش، او بهرنیو لاسوهنو له لاسه ټوټې ټوټې شوی. جولان ټاپوګان اشغال شوي، او اسرایلو یې منابع کنټرول کړي.لبنان: د اقتصادي بحران، بمباریو، او داخلي شخړو ښکار دی. حزبالله د دوی په لېست کې د له منځه وړلو هدف دی.اردن: د فلسطیني کډوالو فشار، د بیتالمقدس د بدلون هڅې، او د سیاسي نفوذ پراختیا دلته دوام لري.مصر: د سینا سیمه تر امنیتي عملیاتو لاندې ده، د غزې محاصرې برخه ده، او د اسرایلو سره د پټو اړیکو له امله یو مهم رول لري.سعودي عربستان: که څه هم ظاهراً بې طرفه ښکاري، خو د اسرایل سره د اړیکو عاديکول او د فلسطین د قضیې له اصله بېپروایي دا پروژه نور هم تقویه کوي.اقتصادي جګړه: نړیوال بانک، IMF، او نړیوال تجارت داسې تنظیم شوي چې د سیمې هېوادونه اقتصادي پلوه محتاج پاتې شي، او اسرایل ته اړتیا پیدا کړي. حتی د ځینو افسرانو په جامو هم د هغه اسرایلو نقشه ده چې له نیل تر فراته غځېدلې – یعنې دا پروژهیې د پوځ په کچه هم رسمي باور ګرځېدلی! دا دی پروژی په مخ کې تر ټولو لویه ستونزه اوس مهال ایران دی. نو دا اسرائیلو له خوا کوښښونه کیږې چې موجوده نظام په ایران کې له منځه یوسی.د دې مطلب دا دی چې: اسرایلي پوځیان چې کومه جګړه کوي – که په غزه کې ده، که په جولان کې، یا که په لبنان او یا د فلسطیني ماشوم پر وړاندې – دوی دا ټول د "لوی اسرائیل" د نقشې د پوره کولو لپاره کوي! دا یوه یوازېنی پلان نه دی، دا د اسلامي نړۍ پر ضد یو بشپړ سازش دی! راځئ ویښ اوسو، خپل نسلونه خبر کړو، رسنۍ، تعلیم، اقتصاد، او سیاست کې خپل رول ولوبوو.دا دی موضوع په اړه به په راتلونکې کې نو بحث وکړو.
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
د میړانې،غیرت او د یوې ریښتينې مبارزې پای!
د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن...
پښتو ګهيځ
351 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
احمدشاه بابا
نن د افغانستان د بنسټ ایښودونکي، احمدشاه بابا، ۲۵۴م تلین دی. احمد شاه بابا د خپل تدبیر، زړورتیا او رهبرۍ له امله د افغا...
و ا ساحل
286 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
د تاریخ هغه حساسه شیبه چې کله ۱۷زره افغانان د ۳۰۰زره ترکانو په وړاندې جګړې ته ښکته شول!
احمد پاشا د شاوخوا دريو لکو سرتېرو او درنې توپخانې سره د ایران د پولې پر لور وخوځېد. بل لور ته شاه اشرف هوتک او سیدال خا...
پښتو ګهيځ
325 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)