اندلس هغه پراخه سیمه وه چې نننۍاسپانیه او پرانسه پکې شاملې دي. د اسلام له راتګ مخکې دا سیمه د عیسوي ویسیګوت پاچاهانو تر واک لاندې وه، چې خلک یې له ظلم، درنو مالیاتو او داخلي شخړو ځورېدل. د اموي خلافت په دوره کې د شمالي افریقا والي و. هغه د اسلام د پیغام د خپرولو لپاره خپل زړور قومندان د اندلس پر لور ولېږه. طارق بن زیاد له شاوخوا ۱۲ زره مجاهدینو سره سمندر واوښت او د هغه غر پر غاړه ښکته شو چې تر ننه د ده په نوم پېژندل کېږي کله چې پوځ ښکته شو، طارق بن زیاد کښتۍ وسوځولې او پوځ ته یې وویل «شا ته سمندر دی او مخکې دښمن، اوس د تېښتې لار نشته، یوازې صبر، ایمان او جهاد پاتې دی.» دا وینا د مسلمان پوځ حوصلې لا پسې لوړې کړې. د اندلس واکمن و، چې ظالم پاچا ګڼل کېده. د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه وشوه، خو په پای کې رودریک مات شو. له دې بریا وروسته د اندلس دروازې د مسلمانانو پر مخ پرانیستل شوې. له جګړې وروسته مسلمانانو مهم ښارونه ونیول ډېر ښارونه پرته له جګړې، د سولې تړونونو له لارې فتح شول. مسلمانانو له ځایي خلکو سره ډېر عادلانه چلند وکړ اسلام یې په زور نه منلوه د عیسویانو او یهودانو عبادت ځایونه خوندي پاتې شول خلک د انصاف او امن احساس ته ورسېدل همدا عادلانه چلند د دې سبب شو چې ډېر خلک په خپله خوښه مسلمانان شي. اندلس د علم، طب، فلسفې، ستورپوهنې او هنر مرکز وګرځېد. قرطبه د اروپا له سترو علمي ښارونو څخه شوه، چیرې چې لوی کتابتونونه وو پوهنتونونه فعال وو مسلمانان، عیسویان او یهودان په امن کې یو ځای اوسېدل وروسته د اموي کورنۍ یو غړی اندلس ته راغی او هلته یې خپلواک حکومت جوړ کړ، چې وروسته په بدل شو.
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
د میړانې،غیرت او د یوې ریښتينې مبارزې پای!
د ربيع الثاني ۱۳ مه د چهارشنبې ورځ ده. د غزې جنوب، د رفح د تل السلطان په ويجاړيو کې د ډزو غږونه اورېدل کيږي. يوه ۶۲ کلن...
پښتو ګهيځ
348 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
احمدشاه بابا
نن د افغانستان د بنسټ ایښودونکي، احمدشاه بابا، ۲۵۴م تلین دی. احمد شاه بابا د خپل تدبیر، زړورتیا او رهبرۍ له امله د افغا...
و ا ساحل
274 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
د تاریخ هغه حساسه شیبه چې کله ۱۷زره افغانان د ۳۰۰زره ترکانو په وړاندې جګړې ته ښکته شول!
احمد پاشا د شاوخوا دريو لکو سرتېرو او درنې توپخانې سره د ایران د پولې پر لور وخوځېد. بل لور ته شاه اشرف هوتک او سیدال خا...
پښتو ګهيځ
325 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)