oiuytrew
پښتو ګهيځ

موساد_ د اسرائیلو استخباراتي اداره

245 لیدنې 10 رایې
3.1 (10)
پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ 03 Jun 2026

موساد د اسرائیلو استخباراتي اداره ده، چې د ۱۹۴۹م کال په شاوخوا کې رامنځته شوه. دا اداره په ښکاره د «اسرائیلو د امنیت» لپاره جوړه شوې وه، خو په حقیقت کې یې اصلي هدف د اسلامي نړۍ کمزوري کول، د مسلمانانو ترمنځ د بې‌اعتمادي خپرول، او د هغوی د سیاسي، نظامي او فکري ځواک له منځه وړل دي. موساد د نړۍ له ټولو قوي او پټو استخباراتي شبکو څخه ګڼل کېږي. دوی په درواغو، دوکو، تبلیغاتو، ترور او فکري جګړو کې ماهر دي. د دوی تر ټولو لویه وسیله دا ده چې مسلمان ملتونه د یو بل پر وړاندې ودروي لکه د عرب هېوادونو ترمنځ شخړې، د ایران او عربستان رقابت، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ لانجې. دا ټول هغه تخمونه دي چې موساد د کلونو په اوږدو کې کرلي دي. په تېرو لسیزو کې موساد د ډېرو اسلامي هېوادونو د مهمو علماوو، پوهانو او سیاسي مشرانو د وژلو تر شا لاس درلود. د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر پر ضد، د فلسطین د مشرانو پر ضد، د لبنان د حزب‌الله او د ایران د اټومي پروګرام پر ضد یې ګڼې پټې حملې کړي. دوی هېڅکله په مستقیم ډول جنګ نه کوي، بلکې تل د نورو هېوادونو، رسنیو او محلي ګروپونو له لارې خپل هدف ته رسېږي. موساد یوازې په وسله او سیاست نه؛ بلکې په فکر، کلتور، فلمونو او رسنیو کې هم جګړه کوي. دوی هڅه کوي چې د مسلمانانو په ذهنونو کې بې‌غوري، فحشا، بې‌پروايي، او د دین څخه لرېوالی خپور کړي. نن ورځ د ډېرو اسلامي هېوادونو ځوانان د خپلو دیني ارزښتونو څخه بې‌خبر دي، ځکه د موساد او د هغوی ملګرو رسنیو فکري یرغلونه هره ورځ روان دي.خو د دې ټولو سره سره، موساد د مسلمان امت د روحیه له ماتولو عاجز پاتې شوی. هر ځل چې دوی هڅه کړې د اسلام نوم ختم کړي، نو له بلې خوا د الله په مرسته د حق یو نوی څپه راپورته شوې ده. د فلسطین مقاومت، د لبنان دفاع او د 20 کالنې فکري جګړي وروسته د افغانستان اسلامي بیداري، دا ټولې هغه نښې دي چې ښيي موساد کولای شي د مسلمانانو بدن ته زخمونه ورکړي، خو د هغوی د ایمان څخه ډک زړه نه شي وژلی. نن ورځ هم موساد په اسلامي هېوادونو کې پټ نفوذونه لري؛ په حکومتونو، رسنیو، او حتی د ځینو مذهبي ډلو تر منځ د نفاق تخمونه شیندي. خو مسلمان که بیدار شي، که خپل تاریخ، خپل قرآن، او خپل هدف وپېژني، نو د موساد ټولې دسیسې به بې‌اثرې شي. ______________________ د فکري جګړو د حقیقت او پوهاوي لپاره موږ درسره تعقیب کړئ.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (10)

10 ټولې رایې

5★
2
4★
1
3★
3
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan