oiuytrew
پښتو ګهيځ

نادر خان ولې ووژل شو؟

پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ

د غازي محمد نادر خان عطر وهل ډېر خوښېدل او د شهادت په ورځ یې تر ټولو ښه درېشي واغوستل او عطر يې ووهل. د ملت بابا خاطرې – بي بي سي. د ۱۳۱۲ لمریز کال د لړم میاشتي پر ۱۶ مه نېټه، چي د کابل اسمان د بل هروخت په څېر شین او صاف و، د ارګ د لکشا ماڼۍ مخ ته، خو (غوث خیبري بیا د کابل اماني لیسه یادوي) زده کوونکو ته د انعامونو د وېشلو لپاره لویه غونډه جوړه سوې وه چي په هغه کي لویو پوځي او ملکي مامورینو هم ګډون کړی وو. پلان داسي و، چي زده کوونکو ته به خپله پاچا انعامونه ورکوي. پاچا هم پر دريو بجو د غونډي ځای ته راورسېد او ټول ګډونوال یې د درناوي لپاره پر پښو ودرېدل. زده کوونکي ټول په دوو لیکو کي ولاړ ول. پاچا د مخ لیکي ته د انعامونو وېشل راپيل کړه. که چي د ۱۷ کلن او پياوړو اندامو څښتن عبدالخالق برابر ته راورسېد، نو هغه هم له دوهمي ليکي څخه خپله پټه کړې تومانچه راویسته، د خپل مخکي زده کوونکي عبدالغفار پر اوږه یې کښېښوده، د پاچا پر سینه یې نښه ونیول. او هغه یې پر له پسې درې ډزه وویشت. پاچا هم لاندي ولوېد او په صحنه کي ولاړ د هغه یواځینی ۱۹ کلن زوی شهزاده ظاهر خان هم د پلار لور ته رامنډي کړې او د هغه پر مړي وغوړېد. عبدالخالق، چي کله پوه سو پاچا وژل سوى، نو خپله تومانچه یې وغورځوله او د وژل سوي پاچا نندارې ته راوړاندي سو. د نادرخان د وژل کېدو سره سم سرتیري وارخطا سول، تر څو کومه بله پېښه رامنځته نه سي او ټول زده کوونکي یې یوه کونج ته سره راغونډ کړل او غوښتل یې چي سملاسۍ ټول اعدام کړي. په دې وخت کي د پوهني وزارت یو هوښيار کارکوونکی راغی او پوځيان یې له دې کاره را وګرځول. د نادرخان د وژلو کېدو اصلي لامل د نادري او څرخي کورنيو ترمنځ له اختلافاتو راپیل سوى. د ارګ نن او پرون اثر د ارګ د مخکني کارکوونکي حاجي بازمحمد له قوله لیکي. چي کله محمد نادرخان شهید سو، دده جنازه یې کوټي باغچې ته راوړه، کټ یې د کوټي باغچې د انګړ دمنځ تر وني لاندي کښېښود، چي دلته یې د وینو څاڅکي هم تويي سول، بیا دغه ځان نښاني سو او درناوی به یې کېده. او په اغلب ګمان، چي عبدالخالق هزاره د غلام نبي خان څرخي د مېرمني په خوله يادي وژني ته هڅول سوى او چمتو سوى و، ښاغلي خیبري هم د څرخي په کور کي د عبدالخالق د نوکرۍ او اسیر منګل په خپل اثر (د کرمې او ټل تاریخ) کي د څرخي لخوا د عبدالخالق د زویولۍ نیولو یادونه کړې ده.(د نادرخان د وژل کېدو د قضیې د څېړني پلاوي لخوا وویل سوه چي موږ د دوو کسو بندیانو عزیز توخي او محمد اسحق هزاره په مرسته معلومه کړه چي په دې کار کي د څرخي کورنۍ لاس لري). عبدالخالق د خپلو ملګرو سره یو ځای د نښي ویشتل په استفالف کي زده کړي وه. د یادوني وړ ده چي غلام نبي خان څرخي چي په برلین کي افغان سفیر و، او هيواد ته د راګرځېدو سره سم په جنوبي کي یو لړ ښورښونه راپيل سوه، او لوډویک اډامیک په خپل اثر کي هم یادونه کړې ده، چي کله د جنګ وزیر شاه محمودخان غازي د لوی پوځ سره ګردېز ته د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه ولاړ، هلته د څرخي له یوې پټي توطیې خبر سو، وزیر راوګرځېد او خبر یې نادرخان ته راوړ. نادرخان د جنوبي ښورښونه او د پټي توطیې اسناد غلام نبي خان څرخي ته وښودل او هغه یې د نوموړي په اشاره وګڼل او په دربار کي یې په ډيرو سختو ټکو او بدو الفاظو د هيواد ملي ګټو ته په خیانت کولو تورن کړ. څرخي بیا له کوم ډار پرته هغه امان الله خان ته په خیانت کولو تورن کړ. نادرخان هم سملاسي څرخي د ټولو درباریانو په مخ کي د ۱۹۳۲ ز کال د نومبر پر ۸ مه نېټه وواژه. د پټانز/پښتانه اثر لیکوال لیکي چي نادرخان لومړی زخمي او څو دقیقې وروسته مړ سو. مړينه یې حکومت سملاسي اعلان نه کړه (هغه پر پاوکم دریو بجو وژل سوى و، خو کابل ښاریان تر شپږو بجو لا خبر نه وه) او يوازي وویل سوه چي پاچاه ټپي دئ. له بهرنۍ نړۍ سره ټول تلګرافي او پوستي اړیکي غوڅي کړل سوې او شا محمود خان د کابل ملکي او پوځي لوړرتبه شخصیتونه ارګ ته راوبلل، لږ وروسته په یوه مهمه غونډه کي شاه محمود خان اعلان وکړ چي شاه وژل سوى دئ. بیا یې د خپل کشر وراره لاس ښکل او بیعت ور سره وکړ او ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه يې زوی محمد ظاهر پاچا سو. د لوډویک اډامیک په خبره، چي پر ۶:۱۵ دقیقو شاهي سلامي د نوي پاچا ټاکنه اعلان کړه. د نادرخان د وژني قضيه د حربیې (دفاع) وزیر سردار شاه محمود خان تر مشرۍ لاندي وپلټل سوه، د صدارت د ماڼۍ په چمن کي زر کسیزه د علماوو، قومي مشرانو، مشرانو جرګې، او د ملکي او پوځي مامورینو غونډه جوړه سوه، د تحقیق جریان او د شرعي محکمې حکمونه وویل سوه او بیا د نوي ځوان پاچا تر توشیح وروسته د مازدیګر مهال په اعدام محکوم کسان په دهمزنګ کي اعدام کړل سول.

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan