د افغان وطن او پښتنو په اړه رښتیا خبره دا ده چې د نړۍ د ډېرو لږو قومونو په تشکیل او جوړښت کې به جغرافیې دومره مهمه ونډه لرلې وي، لکه د پښتانو د تاریخي برخلیک په ټاکلو کې یې جغرافیایي موقعیت. له لرغوني زمانې د روم، چین او هند ترمنځ د ارتباط او تګ راتګ ترټولو نژدې لاره همدا پاتې شوې. د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ قوي پُل او د اتصال ټکی. د منځنيو پیړیو د سترې او مشهورې لویې لارې (ورېښمو لار) بنیادي ګذرګاه چې روم یې له چین و هند سره نښلاوه. له شمال لویدیزه ټول ستر فاتحین او بریدګر په همدې سیمه، چې د هند د دروازې حیثیت یې درلود، تېر شوې دي. لکه لوی سکندر، چنګیز خان، ګوډ تیمور، ظهیرالدین بابر او... د خپل دغه ځانګړې جفرافیایي موقعیت له کبله پښتانه د تاریخ په ډېرو برخو کې پرلپسې جګړو ته اړ شوې دي او لښکرې ترې جوړې شوې دي. د جګړو دې لامحدودې لړۍ د دوی په تاریخي حافظه کې کنډونه، سپېس او تشې را پیدا کړې دي او د خپلې تاریخي ودې په اړه د مالوماتو له تسلسله محروم پاته شوې دي؛ د خپلې تاریخي کلتوري ودې په بېلابېلو سلسلو کې ورک شوي؛ نوي تمدنونو بیرته خپل سفر له سره پیل کړی؛ د پښتانو په تاریخي حافظه کې له دغه پاتې شوې تشې څخه بیلابیلو استعماري ځواکونو ګټه اخیستي او د دوی تاریخ یې مسخه کړی. تاسو وګورئ دلته په پخوانیو ابادو تمدنونو کې د مجسمه جوړونې، موسیقۍ او انځورګرۍ هنرونو پایښت کړی، خو را وروسته بیا دا شیان په بشپړ ډول هېر شوي دي. زموږ پخواني اساطیر ورک دي، زموږ د کلتوري ژوند لاسته راوړنې په تاریخ کې پټې شوي. د زیاترو لیکل شوو کتابونو یوازې نومونه پاتې دي او دا د جګړو او تالان په وختونو کې ضایع شوي دي. تاسو که تاریخ مطالعه کړئ، نو د پښتانو په وطن کې د اسلام له راتګ مخکې او وروسته د تاریخ یوه ډېره لویه تشه رامنځته شوې او دې د دې ځای خلکو ته لوی ګوزار ورکړی دی او دا خلک یې د خپلو پخوانیو تمدنونو له ویاړونو بې برخې کړې دي. را وروسته حتا دومره لوی د هویت بحران رامنځته شوی چې پښتانه په اتنیکي لحاظه بني اسرائيلو ته، چې له موږ ډېر لرې پراته سامي اقوام دي، منسوب شوې دي. بیا را وروسته د مغولو امپراتورۍ او انگرېز استعمار د پښتانو مذهبي احساسات د سیاسي استعماري موخو ترلاسه کولو لپاره، د ګټه اخېستلو قابل کړي دي. تر ټولو اول مغولو د پښتنو د ملي او ازادي غوښتونکي مبارزې د ځپلو لپاره، اسلام د یوه سیاسي کارت په توگه وکاروه. تاسو دې جالب ستم ته وګورئ چې مغول امپراتور اکبر پاچا پخپله په هندوستان کې یو الهي دین رامنځ ته کړ، خو همده پښتون صوفي یا د پاچاخان په خبره د بایزید انصاري غوندې «باعمله عالم» چې په پیر روښان مشهور وو، پیرتاریک وباله او د دې موخې لپاره یې د حکومت ملاتړي عالمان او ملایان وکارول. بیا انگریزانو همدا روایت ژوندی وساته. د انگرېزانو له تلو وروسته د پاکستان پوځي او مستبدوو ريژمونو هم له همدې حربې ګټه اخیستنه روانه وساتله. د پښتانو جغرافیه ډېره سخته او پیچلي جغرافیه ده. د دغه ځای پښتنو قبیلو د تاریخ په داسې پړاوونو کې هم خپله داخلي خپلواکي او قبایلي جوړښت ساتلای دی، چې وطن به د امپراتوریو مرکز وو. قبایل او قبیلې دا د نړۍ په ټولو ملتونو او سیمو کې موجودې وي او دي. خو نژدې ټول د خپل تاریخي اجتماعي تکامل په اوږدو کې له قبایلي ژونده راوتلې، خو د پښتنو په وطن کې ډېر اوږدمهالی پاته شوی او دا دی نن یې هم موږ بې شمیره نښې نښانې او ژوندۍ بېلګې لرو. نژادي بحثونه د بېلابېلو تاریخي او جغرافیايي عواملو له کبله د پښتنو د اصل او نسلي سرچینو په اړه په تېر وخت کې ډېر زیات ابهام لیدل کیږي. په کومه قبایلي ټولنه کې چې د علم او ژوند په اړه د لیدلوري ډېره برخه د سینه په سینه لیږل شویو روایتونو او نالیکل شوي ولسي ادب په مرسته وړاندې کېږي، په داسې ټولنې کې دا غیر طبیعي خبره نه ده چې د معاصرو څېړنو د وسایلو له کارونې مخکې دې یې د تېر وخت په اړه کیسې او افسانې جوړې شي او همدغه کیسې او افسانې دي چې بیا د تاریخ ځای نیسي. له شپاړسمې تر نولسمې پېړۍ د شفاهي روایتونو پر اساس چې کوم کتابونه لیکل شوې (چې زیاتره یې فارسي دي) په دې کتابونو کې پښتانه د بني اسرائیلو یوه څانګه بلل شوې ده. د مغول دربار لیکوال ابوالفضل په (ائین اکبري – ۱۵۹۷-۱۵۹۸) کې د کابل او ګردچاپېره سیمو حالات بیانوي او د سیمې پر خلکو په یوه سرسري تبصره کې لیکي؛ (افغانان ځان د اسرائیل افغان ګڼي) بیا زیاتوي (پښتانه په دې نظر دي چې د دوی لوی نیکه افغان نومیده او هغه درې زامن درلودل: سټربن، غرښت او بتن.) اخوند درویزه په کتاب تذکرة الابرار و الاشرار- کال ۱۶۰۲- په دې کتاب کې هم پښتانه بني اسرائیل بلل شوې دي. په کوم کتاب کې چې د پښتنو د بني اسراییلیت روایت په پوره تفصیل او دعوې سره راغلای، هغه د نعمت الله هروي کتاب (خان جهاني و مخزن افغاني) دی، چې په کال ۱۲۱۲ هـ کې لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د بني اسراییلیو د تاریخ تفصیل، د هغوی د نسب شجره او د اسراييلي پاچاهانو لیست وړاندې شوی دی. د نعمت الله هروي روایت داسې وايي: ځینې اسراييلي پاچاهان لکه طالوت، داود، سلیمان، ارمیا او برخیا نومېدل- وروسته د ارمیا او برخیا د اصف او افغنه په نومونو زامن ول. اصف او افغنه په شام کې خپاره شول، خو د سلیمان له مړینې وروسته چې بخت نصر پر شام برید وکړ، د اسراييلو ټولوژنه یې وکړه، عزیز او دانیال بندي شول او څوک چې د اسرايیلو له تېغه بچ شول، هغوی له اصف او افغنه سره غور، غزني، کابل، فیروزکوه او کندهار خواته لاړل او هلته مېشت شول. د یاد کتاب له مخې چې کله خالد بن وليد مسلمان شو، نو د افغنه مشر اولاد قیس ته یې لیک ولیږه او هغه یې راوغوښت. د بني افغان مشران د قیس په مشرۍ له حضرت محمد (ص) سره ولیدل او اسلام یې قبول کړ. د قیس اسلامي نوم عبدالرشید وټاکل شو. د دې روایت له مخې عبدالرشید د هجرت په ۷۰یم کال د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو او وارثین یې درې زامن: ستربن، غرښت او بتن وو. همدا درې وروڼه د پښتنو پلرونه دي، چې د پيښتنو بېلابېلې قبیلې ور پورې اړه لري. پر دې سربېره یو ښاخ کرلاڼي دي چې د نسب شجره یې داسې یوه کس ته رسېږي چې عبدالرشید ورته زوی ویلي وو. د نعمت الله هروي د دې تفصیلي تاریخ نه وروسته افضل خان خټک، حافظ رحمت خان او آن تر قاضي عطاء الله خان پورې تاریخ لیکونکو همدغه روایت تکرار کړی دی او پښتانه یې بني اسراييل بللي دي. کله چې لویديځ لیکوال دلته راغلل او د پښتنو په اړه یې دغه فارسي کتابونه ولوستل نو دوی هم دا روایت ومانه. لکه ځینې مشهور هغه یې الکساندر برنز- چارلس میسن- حتا هنري والټر بیلو، همدارنګه راورټي دا کار کړی دی. راورټي وايي چې ما د پښتو او عبراني ژبو ترمنځ مشابهتونه وموندل او ځینې نورو روایاتو ته په کتو، پښتون د یعقوب (ع) اولاد دی. د یهودو رواجونه په پښتنو کې شته، د افغانانو څهرې له نورو قومونو سره فرق کوي، او ډېر نور شیان د دې زباد وړاندې کوي چې پښتانه له لویدیزې اسیا راغلې دي. لنډه دا چې د نولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې د پښتنو د بني اسراييلیت تیوري یوه برلاسي تیوري وه. پښتانو ته هم د مذهبي احساساتو او دیني عقیدې له پلوه د حضرت ابراهیم (ع) په اولاده کې د راتګ فکر په زړه پورې وو او لویديځوالو ته هم دا خوند ورکاوه چې د بني اسراييلو د ورکو شویو قبیلو ورک پلونه ولټوي او پښتانه ورته ښکارېدل. لومړنی مهم لویدیزوال الفنسټُین وو چې د پښتنو د یهودي نسل اړوند نظر یې په قطعي ډول رد کړ او د کابل سلطنت په کتاب کې یې په دې اړه مفصل بحث وکړ او څیړنه یې پر وکړه. وروسته بیا فرانسوي ختیځ پوهان دارمیستر وویل په ۱۸۸۷ کې چې پښتو د هندواروپايي ژبکورنۍ غړې ده. او بیا وروسته مالومه شوه چې دا د ختیزې آیراني ژبې غړې ده. بیا همداسې جان مارګنسټر دا تایید کړه پسې او وویل شول چې پښتو ژبه له ساکا ژبې سره دومره ورته ده چې ښايي په لومړیو کې به دا دواړه یوه ژبه وه. له نولسمې پېړۍ وروسته خو علمي او ساینسي څیړنې ډېرې شوې، د ژبو، کلتور، ټولنیزو ځانګړنو او لرغونو اثارو په اړه نوې څیړنې وشوې، پخواني نظریات نقد او رد شول او زموږ د پښتانو دغه د بني اسراييلي نظریه هم کمزوري راوخته، انټروپلوژيکې څیړنې، علمي ژبپوهنه، مقایسوي ژبپوهنه، جنتیکي نسلي څیړنې.... د قومي او کلتوري هویت تاریخي عناصر .....د پښتونولۍ اقتصادي بنسټ به د ځمکې یا جایداد ګډ قبیلوي ملکیت وو او پر ځمکو د راتلونکو بریدونو د خطر د مخنیوي لپاره د وېش نظام رواج وو. د دې رواج له مخې به له یوه ټاکلي وخت وروسته بېلابېلو قبیلو په خپلو منځونو کې ځمکې وېشلې. دغه ډول وېش له یوې خوا اقتصادي عدالت رامنځته کاوه، ځکه له زیاتره کرنیزو ځمکو به بېلابیلو قبیلو په خپل وار ګټه اخیستله او بلې خوا به یې د ځمکې د ګډ مالکیت تصور د پښتنو د قبایلي یووالي یا کنفدراسیون اړین شرط و. دوی به د خپلې ګډې ځمکې یا ګډ وطن د دفاع لپاره په ګډه راپورته کېدل. د ځمکې د وېش دغه سیستم په یوسفزو کې تر مغولي دورې پاتې وو او په دې برخه کې مشهور قومي مصلح شیخ ملي دفتر یا ریکارډ کلاسیک حیثیت لري. مغولو د دې سیستم پرځای د فیوډالي یا جاګیردارۍ سیستم رامنځ ته کړ. په پښتنو کې د قبایلي مساوات، له بهرنیو خلکو وېره او د اصل و نصب په څېر ځانګړنې د نورو قبایلو سیستمو په څېر وې، خو دوی خپل ځانګړي خصوصیات هم لرل، چې پخپله د پښتنو د ځانګړي تاریخي او ټولنیز چاپېریال زیږنده وو. د پېړیو په تېریدو د پښتونولۍ او اسلام ترمنځ یو ځانګړی ډول ترکیب یا امتزاج رامنځته شو، خو پښتونولي له بېخه سیکولر نظام دی او په کوم ځای کې چې د شریعت او رواج ترمنځ ټکر وي، هلته رواج ته لومړیتوب ورکول کېږي. د سُنتي، اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو له بدلېدو او معاصرې حکومتولۍ د سیستم له رامنځته کېدو وروسته د پښتونولۍ هغه پخوانی حیثیت نه دی پاتې، خو اوس هم عامو پښتنو ته د یوې بنیادي حوالې حیثیت لري او هېڅ پښتون ترې انکار نه شي کولای. سر د دې چې د زړو او ورستو رواجونو بدلون ته ډېر اړتیا لیدل کیږي او موډرنیزم یا جدیدیت ډېر شیان د بدلون له ننګونې (چیلنج) سره مخ کړي دي، خو بیا هم پښتونولي د پښتنو په ټولنیز او کلتوري ژوند کې خپل ځانګړی مقام لري.... د معاصر پښتون ملیت ارتقاء ډېرو کورنیو او بهرنیو عواملو د معاصر پښتون ملیت او د نوي دولت په بڼه د دې د ارتقاء او ودې پروسه سخته او پیچلې کړله. سختو جغرافیايي حالاتو پښتنو ته دوه ډوله ستونزې پیداکړلې: له دننه خوا لوړو او اوږدو غرنیو سلسلو دوی له یو بل سره لرې کړل، که څه هم د پښتو ژبې یو متل وايي چې: که غر لوړ هم دی، خو په سر یې لار شته، خو بیا هم دغه ډول د ورځني تګ راتګ لپاره نشي کاریدلای. دویمه ستونزه د پښتون وطن د جغرافیايي موقعیت له امله داسې پیدا شوې چې فاتحین او یرغلګر به پر دې لاره تېریدل او دوی له دې امله د جګړو له یوې سلسلې سره مخ وو. د دې جنګونو وراني او بربادۍ به د دوی د تعمیر او پرمختګ مخه نیوله. یو بحث دا دی چې پښتانه لا تراوسه هم د ملت- دولت بڼې ته په بشپړ ډول نه دي ورننوتي او یوه واحده ملي هویت یې نه دی رامنځته کړی. په دې لاره کې ډېر خنډونه دي، ډېرو کورنیو او بهرنیو عواملو د معاصر پښتون ملیت او د نوي دولت په بڼه د دې د ارتقاء او ودې پروسه سخته او پیچلې کړې ده. علامه اقبال په خپل کتاب (بال جبريل) کې (د خوشال خان خټک وصیت) تر سرلیک لاندې پنځو بیتونو کې د دغه حالت د بدلون لپاره ډېر ښه غږ پورته کړی دی: قبائل ہوں ملت کی وحدت میں گم کہ ہو نام افغانیوں کا بلند محبت مجھے ان جوانوں سے ہے ستاروں پہ جو ڈالتے ہیں کمند مغل سے کسی طرح یہ کم نہیں قہستاں کا یہ بچۂ ارجمند کہوں تجھ سے اے ہم نشیں دل کی بات وہ مدفن ہے خوشحال خاں کو پسند اُڑا کر نہ لائے جہاں بادِ کوہ مغل شہسواروں کی گردِ سمند بله دا چې بیخي په لومړنۍ بڼه یو طبیعي اقتصاد چې په سخته یې د دې ټولنې د وګړو ساتنه کوله، د دې قابل نه وو چې د یوه معاصر دولت لپاره اړین وسایل برابر کړي. سربېره پر دې سختګیره قبیلوي روایات او مناسبات ول چې د هغې له مخې مالیه ورکول شرم ګڼل کېده. په دې خو ټول پوهېږي چې له پراخه مالیاتي سیستم پرته د معاصر دولت یا بر هر ډول دولت بقا ممکنه نه ده. پر استعماري توطیو او بریدونو سربېره چې یوه بله خبره د دراني دولت د زوال لامل شوه هغه یې له ګوتو د پراخو سیمو وتل ول. دا سیمې یې چې له ګوتې ووتلې، نو له سرچینو بې برخې دراني امپراتورۍ د کورنۍ ملوک الطوایفۍ ښکاره او د بهرنیو بریدګرو د بریدونو نښه شوه. د پښتنو د ملي یووالي ارتقايي بهیر ته ترټولو لوی ټس په اتلسمه پیړۍ انګرېز استعمار هله ورکړ چې کله دوی د هند په نیمه لویه وچه کې د شمال لویدیځ طرف ته مخ په تللو شول. که څه هم د ۱۸۳۸ او ۱۸۷۸ ز کلونو له جګړو وروسته د افغانانو د ځواکمن مقاومت او د اروپايي هیوادونو د فشار له کبله انګریزانو خپله د مخکې تګ پالیسي پرېښودله، خو هغوی د منځنۍ اسیا په څنډه د خپلې کلکې ولکې ساتلو لپاره تش په نوم د ډیورنډ کرښې په وسیله پښتون وطن تقسیم کړ او په ځینو سیمو یې خپله ولکه ټینګه کړه. دغه تقسیم نن هم دومره غیر طبیعي او غیر معقول دی، لکه څنګه چې یوه نیمه پيړۍ وړاندې د مسلط کیدو پر وخت وو. په هر حال، دې تقسیم خپلې تاریخي، ټولنیزې او سیاسي پایلې لرلې دي. له یوې خوا که افغانستان د دوو لویو قدرتونو ترمنځ د (بفر زون) په توګه وروسته پاتې او (وچ کلک) هیواد پاتې شو، چې له دې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو جریان نه شول تېریدلای، نو له بلې خوا په خیبر پښتونخوا کې انګرېزانو د خپلو استعماري اړتیاوو له مخې ستراتيژیکو ځایونو ته سرکونه، د اورګاډي پټلۍ، ټیلیفون او ټیلګراف سیستم وغځولو، په دې لحاظ ختیزه پښتونخوا له مخکې ولاړه، خو د ملي دولت له چوکاټه ووتله او د سیاسي غلامۍاو د هویت د بحران ښکار پاتې شوه. د پښتونخوا په ځانګړي ټولنیز، اقتصادي او کلتوري چاپیریال کې د خپلواکۍ غورځنګ (تحریک) لومړیو کې په دیني رنګ کې رنګ وو. د حاجي صایب ترنګزي، د هډې ملا صایب او مفتي عبدالرحیم پوپلزي غوندې آزادي غوښتونکو علماوو په هند کې له مشهور دیني مکتب دیوبند سره اړیکې جوړې کړلې او د استعماري غلامۍ پر ضد یې د ازادۍ د غورځنګ بیرغ پورته کړ. لومړیو کې پر غورځنګ دیني رنګ غالب و، خو وروسته بیا د روښانفکره فیوډالانو یا ځمکوالو او کلیوالو خواريکښو خوا ته هم پراخ شو. خان عبدالغفار خان، عبدالاکبر خان، عبدلخالق خلیق او ځینو نورو ملتپالو پوهانو د ۱۹۲۱ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه د (انجمن اصلاح افاغنه) بنسټ کېښود. دغې ټولنې د نورو اصلاحي کارونو ترڅنګ په پښتون ولس کې د تعلیم د خپرولو مسوولیت هم واخیست او په بیلابیلو سیمو کې یې د خپلواکو ښوونځیو په نامه تعلیمي ادارې جوړې کړې چې د دیني او دنیوي تعلیم موندلو فرصتونه پکې برابر شوې ول. په پيښور کې دغه غورځنګ د وخت په تېریدو سره ورو-ورو راډیکاله بڼه خپلوله او د ۱۹۲۹ ز کال د سپېپټمبر په لومړنۍ نیټه د دې غورځنګ ځوانانو له ترکي ځوانانو په اغېز اخیستلو (د زلمو جرګه) په نوم ټولنه جوړه کړه. عبدالاکبر خان د دې ټولنې مشر او احمدشاه یې جنرل سکرتر وو. پر دغه آزادۍ غوښتونکي راډیکال سیاسي ګوند دا تور هم پورې شو چې د روسيې د سوسیالیستي انقلاب تر اغېز لاندې دی او دوی هم په خپله بلشویکان دي. د دې ملتپال غورځنګ مشرانو د ۱۹۲۹ ز کال په نومبر میاشت کې د خدايي خدمتګار په نامه یو پراخه ولسي ټغر هم رامنځته کړ. دغه غورځنګ ډېر ژر د پښتونخوا په کلیو کې ولسي ملاتړ وموند. مشري یې په اصل کې د منځنیو ځمکه¬والو په لاس کې وه او د بزګرانو او بېلابېلو کسبونو زیارکښانو له لوري یې پراخه ملاتړ وشو. په غورځنګ کې د اصلاح غوښتونکو، راډیکالانو او لرغونپالو ترمنځ کشمکش هم ولیدل شو. بزګرې طبقې د ملي خپلواکۍ ترڅنګ د طبقاتي استثمار د ختمولو لپاره هم غږ پورته کړ چې دې کار په غورځنګ کې تضادونه رامنځ ته کړل. که څه هم انګرېزانو د هند په ټوله نیمه لویه وچه کې د خپلواکۍ غورځنګونو ځپلو لپاره جابرانه قوت کارولای دی، خو په پښتونخوا کې یې فوق العاده ظلم او جبر کړی دی. د دې یو لامل دا وو چې له رعیت شوې سیمې سره قبایلي سیمې (یاغیستان) ګاونډی وې او د هغه ځای خلک د ملي خپلواکۍ د مبارزې له یوازې یوې بڼې (وسله والې مبارزې) سره بلد وو. حاجي صایب ترنګزی، عمراخان جندول او ایپي فقیر چې د خپلواکۍ کومه جګړه پیل کړې وه، هغه پرلپسې روانه وه او انګرېزي استعمار یې هیڅکله هم په بشپړ ځپلو کې بریالی نه شو. په قبایلي سیمو کې د وسله والې مبارزې او په رعیتي ضلعو کې د روانې سیاسي مبارزې ترمنځ د ممکنه مرستې او اړیکې امکان د انګرېزانو استعمارګر نظام ته لویه وېره وه. په دې خاطر انګرېزانو بیا-بیا د هوايي او ځمکني پوځ له کارولو وروسته په ۱۸۷۲ ز کال کې د ایف سي ار د ظالمانه قانون په وسېله د قید، بند او جایدادونو د ضبط په شمول د خپلواکۍ غورځنګونو د هر ډول ځپلو هڅه وکړه. د قبایلو پر وسله والې مبارزې سربېره دوو نورو خطرونو هم د استعماري واکمنو خوب حرام کړی وو: لومړی خطر خو دا وو چې د جغرافیايي موقعیت له کبله په پښتونخوا کې د ټولنې هند نیمه وچې د خپلواکۍ غوښتنو مرکز جوړېدلای شو. ډېرو ډلو او افرادو په قبایلي سیمو او افغانستان کې د خپلواکۍ د مبارزې د مرکزونو جوړولو ترڅنګ، د یوه خپلواک حکومت رامنځته کولو په پروسې هم کار کاوه. دویم خطر د پښتنو د ملي خپلواکۍ د غورځنګ لا ډېر راډیکال کېدل او په شوروي اتحاد کې د شته کمونیستي نظام پر متحدینو بدلیدل ول. د انګرېزانو محافظه کاره چارواکي له دې فکره وېرېدل، نو په پښتونخوا کې یې د سیاسي اصلاحاتو پروسته تر ډېره وځنډوله او د حکومت کولو لپاره یې د زور لارې خپلې کړلې. په دیني او ازادو ښوونځیو کې د پوهانو محدوده روزل کېدونکې ډله، د خپلواکۍ د غورځنګ لپاره په دیني او ملي افکارو او شعارونو جوړولو بوخته وه. شعر او ادب د آزادۍ غوښتنې او اصلاح غوښتنې د نظریاتو په خپرولو کې مهمه ونډه لرله. مولانا فضل محمود مخفي، عبدالاکبر اکبر، عبدالمالک فدا، ماسټر عبدالکریم، غني خان او ځینو نورو پوهان په دې لړ کې د یادونې وړ دي. د باجوړ مولانا فضل محمود مخفي ترټولو لومړی د یوه ازاد معاصر ملي دولت د جوړولو نظر په واضح ډول څرګند کړ. د هغه نظمونه د ازادو ښوونځیو په زده کوونکو کې ډېر مشهور ول، په یوه نظم کې یې ویلي ول: خدایه داسې وخت به راشي، چې زموږ به جهاز هم وي لکه باز به په هوا شي، په ترخو اوبو به سم وي ریل به هم زموږ پیدا شي، تار به هم په هر قدم وي زه به خپل جرنیل پسې یم، په دوښمن دو کول وي. د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د خدايي خدمتګار غورځنګ ناکامي او کامیابي په خپل ځای، خو دغه غورځنګ په پښتانو کې د ملي شعور او ملي هویت د احساس په پیدا کولو کې لویه ونډه لرلې ده. خدايي خدمتګار غورځنګ له بېخه کلیوال غورځنګ وو، مشري یې منځنیو فیوډالانو، بزګرانو، کسبګرو، واړو سوداګرو سره وه. دې خلکو د ملي خپلواکۍ او حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېرۍ قربانۍ ورکړې. خو د دغه غورځنګ مشرتابه، د انګرېزانو په لاس د پښتنو د وېش او د هغوی د محکومیت ختمولو لپاره پراخه سیاسي او ټولنیز پروګرامونه رامنځته نه شول کړای او نه یې د سیمه ییز او نړیوال سیاست په پیچلتیاوو او د لویو قدرتونو ترمنځ د کشمکش په باریکیو د پوهېدلو وړتیا درلودله. دې غورځنګ له ال انډیا نیشنل کانګرېس سره (د دوښمن دوښمن= دوست) د اصولو پر اساس اتحاد وکړ. دغه اتحاد له یوې خوا د پښتنو ملي غورځنګ ته دا فرصت ورکړ چې د هند نیمه وچې د خپلواکۍ پراخه غورځنګ ته ور ننوځي، چې په دې کار سره یې هغه غورځنګ د استعماري جبر پر وړاندې له یوازېتوبه خلاص کړ؛ خو له بلې خوا دغه اتحاد د پښتانو مخ له کابله، د ډيلي خوا ته واړواه او له بریتانايي ستراتيژۍ سره یې هم مرسته وکړله. همدې کار دوی له خپل تاریخي او پلرني ټاټوبي یا وطن افغانستان سره د یو ځای کېدو له منزله لرې “°@ L
# اړوند پوسټونه
اسلام
ملا مستان (سرتور فقیر) – هغه پاڅېدلی روح چې د استعمار غرور یې ولړزاوه
د پښتنو د مقاومت په تاریخ کې ځینې نومونه یوازې د جګړې نومونه نه وي، بلکې د یوې زمانې اراده، د یوه ولس درد، او د ازادۍ د...
پښتو ګهيځ
210 لیدنې
15 Apr 2026
0.0
(0)
تاریخ
ملا پیوند محسود – د غرونو هغه غږ چې هيڅ کله چوپ نه شو!
په هغه زمانه کې چې د British colonial rule in India سیوری پر سیمو غوړېدلی و، او د زور، سیاست او دوکې په مټ د خلکو ازادي...
پښتو ګهيځ
225 لیدنې
08 Apr 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
خان عبدالغفار خان (باچا خان): د عدم تشدد او د پښتنو د بیدارۍ ستر مبارز
خان عبدالغفار خان، چې د باچا خان او فخر افغان په نومونو هم پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ له هغو ستر پښتون مشرانو څخه و چې د خ...
پښتو ګهيځ
393 لیدنې
15 Mar 2026
0.0
(0)