«عبدالله» عباسي شاوخوا ۳۸ زره مسلمانان ووژل، وروسته له هغې چې یې اموي دولت ړنګ کړ او عباسي دولت یې تاسیس کړ. آن د خپلو اسونو سره د بني امیه جومات ته داخل شو! همدا لامل و چې تاریخ هغه ته د «السفاح» (وینهتوې کوونکی) لقب ورکړ. هغه خپل ماڼۍ ته داخل شو او ویې ویل: ایا له خلکو څخه څوک شته چې پر ما اعتراض وکړي؟ ورته وویل شول: هېڅوک، پرته له اوزاعي، پر تا اعتراض نه شي کولی. نو یې امر وکړ چې هغه راولي. کله چې د امام اوزاعي ـ رحمه الله ـ پسې ورغلل، هغه ودرېد، غسل یې وکړ، کفن یې واغوست، بیا یې پر هغه خپل کالي واغوستل او له کوره د ماڼۍ پر لور روان شو. حاکم خپلو وزیرانو او سرتېرو ته امر وکړ چې ښي او چپ لوري ته دوه کتارونه ونیسي او خپلې تورې پورته کړي، تر څو امام اوزاعي ـ رحمه الله ـ وډار کړي. بیا یې امر وکړ چې هغه داخل کړي. اوزاعي ـ رحمه الله ـ د علماوو په وقار او د اتلانو په ثبات داخل شو. هغه د ځان په اړه وویل: «پر الله قسم، ما هغه د مچ په څېر هم ونه لیده، کله مې چې د قیامت په ورځ د الرحمن عرش په ذهن کې راوست، او منادي مې تصور کړ چې یوه ډله جنت ته او بله دوزخ ته وربولي… پر الله قسم، ما ماڼۍ ته داخلېدل په داسې حال کې وکړل چې ځان مې الله ته سپارلی و.» حاکم «السفاح» ترې وپوښتل: ایا ته اوزاعي یې؟ هغه په ټینګ غږ وویل: خلک وایي چې زه اوزاعي یم. حاکم په قهر شو او غوښتل یې هغه ووژني. ویې ویل: ای اوزاعي! ستا نظر د هغه کار په اړه څه دی چې موږ د ظالمانو لاسونه د بندګانو او هېوادونو څخه پرې کړل؟ ایا دا جهاد او رباط دی؟ اوزاعي وویل: ای امیر! د الله رسول ﷺ فرمایلي دي: «اعمال په نیتونو پورې تړلي دي، او هر انسان ته هغه څه رسیږي چې نیت یې کړی وي.»حاکم د دې دقیق ځواب څخه حیران شو.بیا یې په لرګي ځمکه ووهله او ویې ویل: ستا نظر د هغو وینو په اړه څه دی چې موږ د بني امیه څخه تویې کړې؟اوزاعي ـ رحمه الله ـ وویل: فلانی له فلاني، او هغه له ستا نیکه عبدالله بن عباس څخه روایت کړی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «د هېڅ مسلمان وینه حلاله نه ده چې شهادت ورکړي: لا اله الا الله، محمد رسول الله؛ پرته له درې حالاتو: قصاص، د واده شوي کس زنا، او هغه څوک چې له دین څخه وګرځي او له جماعت څخه جلا شي.» حاکم ډېر په قهر شو… اوزاعي خپله عمامه پورته کړه، تر څو توره یې خنډ نه شي… وزیران شاته شول او خپل کالي یې پورته کړل، تر څو وینه پرې ونه تویېږي!حاکم په قهر وویل: ستا نظر د هغو مالونو او کورونو په اړه څه دی چې نیول شوي دي؟اوزاعي وویل: که دا مالونه په اصل کې حرام وي، نو پر تا هم حرام دي. او که حلال وي، نو یوازې د شرعي لارې له مخې پر تا حلالېږي. او الله به د قیامت په ورځ تا لوڅ راپورته کړي او حساب به درسره وکړي؛ که حلال وي حساب دی، او که حرام وي سزا ده.حاکم نور هم په غوسه شو… او امام په لوړ غږ وویل: «حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلٰهَ إِلَّا هُوَ، عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ، وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ»حاکم امر وکړ چې هغه وباسي، او د پیسو یوه کڅوړه یې ورته وغورځوله تر څو یې واخلي، خو امام ونه منله. یو وزیر ورته اشاره وکړه چې واخلي.هغه پیسې واخیستې او د وزیرانو او درباریانو مخې ته یې پر خلکو ووېشلې، بیا یې کڅوړه وغورځوله او په لوړ سر ووت او ویې ویل: الله ما ته له عزت او کرامت پرته بل څه زیات نه کړل. کله چې امام اوزاعي ـ رحمه الله ـ وفات شو، حاکم یې قبر ته ورغی او ویې ویل: پر الله قسم، زه له تا داسې وېرېدم لکه له بل هېڅ انسان څخه چې مې په ځمکه نه وېرېدم. پر الله قسم، کله چې به مې تا لیدل، داسې به ښکارېدې لکه زمری چې د برید په حال کې وي! دا هغه وخت و، کله چې زموږ علماوو په خپل دین کې ذلت نه مانه، او هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې پر دین واکمن شي، حتی که هغه حاکم هم وی
کور
/
بلاګ
/
کله چې زموږ علماوو په خپل دین کې ذلت نه مانه،او هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې پر دین واکمن شي،حتی که هغه حاکم هم وی
oiuytrew
کله چې زموږ علماوو په خپل دین کې ذلت نه مانه،او هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې پر دین واکمن شي،حتی که هغه حاکم هم وی
جاويد شينواري
# اړوند پوسټونه
تاریخ
عثماني دولت
په نړۍ کې هېڅ داسې دولت نشته چې پر هغه دې دومره سخت، دوامدار او بېرحمانه بریدونه شوي وي لکه پر عثماني خلافت چي شوي. پر...
اسلام
د فتوی په باره کي مختصر بحث ١- لومړۍ برخه
د فتوی په باره کي مختصر بحث - لومړۍ برخه
پښتو ګهيځ
تاریخ
امیر عبدالرحمن خان د خپل عمل په هینداره کې
څه کم شل کاله مخکي، د کوټي په ښار کي، د پولیسو یوه متقاعد پښتون منصبدار، له کندهار څخه برټانوي هند ته، د برټانوي رپوټ لی...
پښتو ګهيځ