د دې لویو سړیو ځای د جګړې ډګر و، نه ماڼۍ. هغوی د دښمن په لور ورتلل او د دې په تمه نه کېدل چې دښمن زموږ خاورې ته راشي. خو نن ورځ توره، ډال او آس پرېښودل شوي او د امت حال بدل شوی ! دا لیست د ۴۰ لویو مسلمانو نظامي قوماندانانو نومونه لري. دا نومونه د غوره والي په اساس نه، بلکې د مړینې د نېټې (تاریخي ترتیب) له مخې تنظیم شوي دي. دلته مو د هغو کسانو یادونه کړې چې په خپله د جګړې په ډګر کې جنګېدل، نه د هغو چې په ماڼیو کې ناست وو او لښکرې یې لېږلې. بې له شکه چې رسول الله ﷺ او خلفای راشدین (رضیاللهعنهم) تر هرې پرتله لوړ دي، نو ځکه یې نومونه په دې لیست کې نه دي راغلي. دا ۴۰ تنه د اسلام د تاریخ نامتو قوماندانان دي: ۱) ابو عبیده عامر بن جراح (رضیاللهعنه): د رسول الله ﷺ له زمانې څخه د عمر فاروق تر دورې پورې د ډېرو جګړو اتل. د هغه تر ټولو مهم رول په یرموک جګړه کې و؛ چېرته چې یې یوازې په ۳۶ زره مجاهدینو، د روم ۲۴۰ زره کسيز لښکر ته ماتې ورکړه او د شام د فتحې لاره یې پرانیستله. ۲) خالد بن ولید (رضیاللهعنه): د هغه د نظامي لاسته راوړنو لپاره کتابونه پکار دي. په ۴۱ لویو جګړو کې ګټونکی شو: ۱۲ جګړې د پیغمبر ﷺ په وخت کې، ۳ جګړې له مرتدینو سره، ۱۵ جګړې له فارسیانو سره، ۴ جګړې د عراق او شام ترمنځ، او ۷ جګړې له رومیانو سره. هغه ته په حقه «سیفالله المسلول» (د الله توره) ویل کېږي. ۳) عمرو بن عاص (رضیاللهعنه): د مصر فاتح او د شام د فتحې یو له لویو قوماندانانو څخه. د ارتداد په جګړو کې یې مهم رول درلود، خو تر ټولو لوی ویاړ یې د عمر فاروق په زمانه کې د مصر فتحه وه. ۴) سعد بن ابي وقاص (رضیاللهعنه): د لویو جګړو اتل، په ځانګړې توګه د قادسیې جګړه؛ چېرته چې یې په ۳۰ زره کسانو، د فارس ۲۰۰ زره کسيز لښکر ته ماتې ورکړه او د ساسانیانو امپراتوري یې ونړوله. ۵ عبدالله بن ابي سرح (رضیاللهعنه): هغه څوک چې په مدیترانې سمندر کې یې د روم څو سوه کلنه واکمني د «ذاتالصواري» په جګړه کې د عثمان بن عفان په زمانه کې ماته کړه. ۶ عقبة بن نافع فهري: د مغرب د ځمکو فاتح. د عثمان او علي (رضیاللهعنهما) په زمانه کې یې ډېرې بریاوې لرلې، خو تر ټولو لوی ویاړ یې د معاویه په زمانه کې په شمالي افریقا کې د اسلام خپرول وو. ۷قتیبة بن مسلم باهلي: د ولید بن عبدالملک په زمانه کې د خراسان او د منځنۍ اسیا د لویو برخو فاتح. ۸ محمد بن قاسم ثقفي: د ولید بن عبدالملک په دوران کې د سیند (اوسني پاکستان) د خاورې فاتح. ۹ موسی بن نصیر: د اندلس د فتحې یو بنسټ اېښودونکی او په مغرب کې د اسلام استواره کوونکی. ۱۰ طارق بن زیاد: له سیند څخه د تېرېدو اتل او د اندلس د فتحې پیل کوونکی چې د ګوټانو واکمني یې پای ته ورسوله. ۱۱ مسلمة بن عبدالملک: لوی اموي قوماندان؛ په اناتولي او قفقاز کې پرله پسې جګړې او د قسطنطنیې تر دروازو پورې رسېدل. ۱۲ زیاد بن صالح حارثي: د عباسیانو په زمانه کې د چین پر وړاندې د «طلاس» جګړې اتل؛ په منځنۍ اسیا باندې یې د چین د واکمنۍ خوبونه خاورې کړل. ۱۳ یزید بن حاتم مهلبي: د منصور عباسي په زمانه کې د حبشې فاتح او د ټول مغرب بېرته نیونکی. ۱۴) هارونالرشید: هغه خلیفه چې یو کال به حج ته تلو او بل کال جهاد ته. پر روم لویې بریاوې، د قفقاز فتحه او د روس تر ژورو خاورو پورې رسېدل. ۱۵) خزیمه بن خازم تمیمي: د هارونالرشید په زمانه کې د قفقاز او اناتولي د جګړو قوماندان. ۱۶) اسد بن فرات: قاضي او نظامي نابغه؛ د سیسیل (ایټالیا) د لویو برخو فاتح. ۱۷) عبدالله مأمون: عباسي خلیفه؛ له روم سره لویې جګړې او د بیزانس امپراتورۍ د ختیځ او لویدیځ پر وړاندې پراخ نظامي پلانونه. ۱۸) محمد معتصم بالله: د عموریې جګړې اتل؛ د مسلمانې ښځې مرستندوی او د ناپولي فاتح. ۱۹) فضل بن جعفر همداني: د ایټالیا د ځینو برخو فاتح چې د اسلام لښکر یې تر روم پورې نږدې کړ. ۲۰) محمد بن عبدالله قُمي: د ابوموسی اشعري له نسله؛ د «بجه» خاورې فاتح او تر اریترې پورې رسېدل. ۲۱) لیون طرابلسي: د عباسي بحري ځواکونو لوی قوماندان؛ د یونان د «سالونیک» فاتح. ۲۲) احمد بن کیغلغ: د اناتولي د فتحې قوماندان او د «سالاندو» جګړې ګټونکی. ۲۳) منصور بن ابي عامر: د اندلس پاچا؛ ۵۷ لښکرکشۍ یې وکړې چې په یوه کې هم مات نه شو او د اسپانیا مقدسات یې له خاورو سره خاورې کړل. ۲۴) محمود غزنوي: د هند لوی فاتح؛ په نیمه وچه کې د اسلام د نفوذ بنسټ اېښودونکی. ۲۵) الپ ارسلان سلجوقي: د «ملازګرد» جګړې اتل او د روم د امپراتور اسیر کوونکی. ۲۶) ابوبکر لمتوني: د مرابطینو امیر؛ په افریقا کې د پراخو ځمکو فاتح. ۲۷) یوسف بن تاشفین: د اندلس ژغورونکی او د «زلاقه» جګړې اتل. ۲۸) عمادالدین زنګي: د «رها» ازادوونکی او د صلیبیانو د شاتګ پیل کوونکی. ۲۹) نورالدین زنګي: د صلیبیانو پر وړاندې د لویو جګړو اتل او مصر ته د لښکر لېږونکی. ۳۰) صلاحالدین ایوبي: د «حطین» اتل او د قدس شریف ازادوونکی. ۳۱) شهابالدین غوري: د هند، ایران او خراسان پراخ فاتح. ۳۲) سیفالدین قطز: د «عین جالوت» اتل او د مغولو د هیبت ماتوونکی. ۳۳) برکه خان: د هلاکوي ځواک ماتوونکی او د بیبرس متحد. ۳۴) ظاهر بیبرس: د لویو جګړو اتل او د انطاکیې ازادوونکی. ۳۵) سیفالدین قلاوون: پر مغولو برلاسی او د شام د طرابلس ازادوونکی. ۳۶) خلیل بن قلاوون: د «عکا» فاتح او په شام کې د صلیبیانو د شتون پای ته رسوونکی. ۳۷) مراد اول عثماني: په بالکان او ختیځه اروپا کې د اسلام خپروونکی. ۳۸) محمد فاتح: د قسطنطنیې فاتح او د ختیځ روم امپراتورۍ ونډوونکی. ۳۹) ظهیرالدین بابر: په هند کې د مغولي دولت بنسټ اېښودونکی او د لویو جګړو اتل. ۴۰) حمیدو بن علي ثعالبي: د الجزایر لوی بحري قوماندان؛ د الجزایر د سواحلو ازادوونکی چې نړیوال قدرتونه یې د جزیې ورکولو ته مجبور کړل.
oiuytrew
# اړوند پوسټونه
اسلام
حیاء هم د ایمان یوه برخه ده
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ الجُعْفِيُّ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو عَامِرٍ العَقَدِيُّ، قَالَ: حَدَّثَنَا سُل...
اسلام
د فتوی په باره کي مختصر بحث ١- لومړۍ برخه
د فتوی په باره کي مختصر بحث - لومړۍ برخه
پښتو ګهيځ
اسلام
د فتوی په باره کې مختصر بحث (۲مه او ٣مه برخه)
دارالحرب او دارالاسلام که د اهل سنت والجماعة د مختلفو مذاهبو پیروان د یوې مشخصي مسلې په برخه کي مختلفي فتواوي ورکړي دا خ...
پښتو ګهيځ