oiuytrew
ن مظهر

د خواله رسنیو مثبت استعمال

221 لیدنې 13 رایې
3.5 (13)
ن مظهر
ن مظهر 01 Jun 2026

خواله رسنۍ د اوسني عصر یوه پیاوړې وسیله ده چې د پوهاوي، تعلیم او ټولنیز بدلون لپاره کارول کېدای شي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خلکو د همدې لارې خپل غږ پورته کړی او مثبت بدلونونه یې رامنځته کړي دي.خو له بده مرغه، ځینې کسان خواله رسنۍ د سپکاوي، ښکنځلو او شخصي دښمنیو لپاره کاروي. دا ډول چلند نه یوازې د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دی، بلکې د ټولنې یووالی او احترام هم زیانمنوي.موږ باید خواله رسنۍ د علم، اخلاقو، ملي یووالي او مثبتو پیغامونو د خپرولو لپاره وکاروو. که هر څوک د احترام او مسؤلیت احساس ولري، خواله رسنۍ به د اصلاح او پرمختګ یوه اغېزناکه وسیله شي، نه د کرکې او اختلاف سرچینه."راځئ خواله رسنۍ د سپکاوي نه، بلکې د پوهاوي او پرمختګ لپاره وکاروو."

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (13)

13 ټولې رایې

5★
3
4★
3
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan