په اوسني وخت کې فېسبوک د عاید ترلاسه کولو مهم پلیټفارم ګرځېدلی، خو په افغانستان کې د جغرافیایي محدودیتونو له امله د دې پروسې عملي کول یو څه ځانګړې لارې چارې غواړي. که څوک غواړي خپل فېسبوک اکاونټ یا پاڼه مونوټايز کړي، نو باید هم تخنیکي اړخونو ته پام وکړي او هم د محتوا کیفیت ته.۱. اصلي محتوا تر هر څه وړاندې، اصلي او اورېجنل کنټېنټ د مونوټايزېشن لپاره مهم شرط دی. فېسبوک هغه پاڼو ته عاید نه ورکوي چې د نورو ویډیوګانې کاپي کوي، له ټک ټاک، یوټیوب یا نورو سرچینو څخه مواد اخلي او له اجازې پرته يې خپروي. خپله ویډیو پخپله ثبت کړئ، خپل غږ، تحلیل او نظریات پکې وکاروئ او د نوې او ځانګړې زاویې څخه موضوعات وړاندې کړئ. که کنټېنټ مو اورېجنل نه وي، نو حتی که نور شرایط هم پوره کړئ، بیا هم مونوټايزېشن نه ترلاسه کوئ.۲. د VPN کارول ځکه چې افغانستان د فېسبوک د مونوټايزېشن له رسمي هېوادونو څخه نه دی، نو د موقعیت بدلول ضروري کېږي. وي پي اېن ستاسو انټرنېټي موقعیت بدلوي او فېسبوک ته داسې ښکاره کوي چې تاسو په بل هېواد کې یاست. (سرف شارک) ښه او ګټور وي پي این دی. ثابت او چټک وصلېږي. د بېلابېلو هېوادونو سرورونه لري. نسبتاً خوندي دی. د فېسبوک لپاره ښه کار کوي. د وي پي اېن د کارولو پر مهال تل له یوه ثابت هېواد سره وصل پاتې شئ (مثلاً امریکا یا اروپا). په مکرر ډول ځای مه بدلوئ.۳. د RDP کارول آر ډي پي هغه لاره ده چې تاسو ته اجازه درکوي د بل هېواد له کمپیوټر څخه کار وکړئ. یو آر ډي پي سرور له بهرني هېواد څخه واخلئ. له خپل کمپیوټر یا موبایل څخه ورته وصل شئ. خپل فېسبوک یوازې د همدې سرور له لارې مدیریت کړئ. له دې لارې به ستاسې موقعيت تبدیل شي.د بریالیتوب لپاره مهم ټکي دوامداره پوسټ کول، د لیدونکو سره تعامل، د ویډیو کیفیت لوړ ساتل، لنډې او جذابې ویډیوګانې جوړول او د کاپي کنټېنټ څخه ځان ساتلپه افغانستان کې د فېسبوک مونوټايزېشن که څه هم مستقیم نه دی، خو د اورېجنل کنټېنټ تولید، وي پي اېن (په ځانګړي ډول سرف شارک) کارول، او آر ډي پي څخه استفاده کولی شي دا پروسه اسانه کړي. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د کیفیت لرونکې محتوا تولید ته لومړیتوب ورکړئ، ځکه اصلي بریا په همدې کې ده.د دې لارو چارو په تعقیب کولای شئ چې په افغانستان کې دنننه هم خپل اکاونټ مونوټایز او عاید ترې واخلئ.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
7 ټولې رایې
5★
3
4★
2
3★
0
2★
1
1★
1
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
ولې د نړۍ سترې کمپنۍ د ډېټا ساینس پوهانو (Data Scientists) ته تر ټولو لوړ معاشونه ورکوي؟
که تاسو د نړۍ د اوسني اقتصاد او سوداګرۍ پاڼې وګورئ، نو پوه به شئ چې تر ټولو بریالي شرکتونه لکه Google, Amazon, او Meta ی...
پښتو ګهيځ
288 لیدنې
04 Jun 2026
0.0
(0)
سیاست
موساد_ د اسرائیلو استخباراتي اداره
موساد د اسرائیلو استخباراتي اداره ده، چې د ۱۹۴۹م کال په شاوخوا کې رامنځته شوه. دا اداره په ښکاره د «اسرائیلو د امنیت» لپ...
پښتو ګهيځ
245 لیدنې
03 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
د AI پروگـرامـونو په اړه معلـومات
Wolfram|Alpha د ریاضي، فزیک، کیمیا او حسابونو لپاره ډېر ښه اوقوي دی. که سوال ورکړې، مستقیم حل او طریقه درته ښیی. Perplex...
علی حیدر افغان
330 لیدنې
02 Jun 2026
0.0
(0)